جمعه, مې 10, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۶) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۶) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

شپاړسمه برخه

۶

موډرنه تړون یا پیوستون

موډرن کېدل یو تړون دی. موږ ټول چې کله نړۍ ته سترګې رڼوو دغه تړون لاسلیک کوو او دغه تړون زموږ ژوند ته د مرګ تر ساعته نظم ورکوي. تر اوسه پورې ډیر لږ کسان لیدل شوي چې دغه تړون ېې مات کړی وي او یا ترې تښتېدلی وي. دغه تړون د خوړو، جامو، او کار هیلې او خوبونه برابروي او دا پرېکړه راته کوي چې چېرته ژوند وکړو، له چا سره مینه وکړو، او له هغه وروسته څنګه ژوند وکړو.

مډرنیزم په لومړي نظر یو پیچلی تړون ښکاري او ډیر لږ کسان پرې پوهېږي چې څه ډول تړون ېې لاسلیک کړی دی، داسې ښکاري چې  کله تاسو یو سافټویر یا پوستکالی ډانلوډ کوئ نو ورسره په لسګونو پاڼې حقوقي تړون هم وي، تاسو پرې یو نظر تیروئ او سمدستي وروستۍ پاڼې ته ځئ او د منلو تڼۍ کیکاږئ له هغه وروسته ټول شیان هیروئ. خو مډرنیزم یو اسانه تړون دی. دغه ټول تړون په یوه جمله کې لنډولی شو: انسانان د قدرت د ترلاسه کولو په بدل کې مانا له لاسه ورکوي.

تر نویو پیړیو پورې زیاتره کلتورونو باور درلودل چې انسانان په نړیوالې سترې نقشې او یا یو لوي پلان کې یو خاص مقام لري، دغه پلان د توانمنو خدایانو او یا هم تلپاتې طبیعي قوانینو له لوري برابره شوی دی چې بشر ېې د بدلولو وړتیا نه لري. دغه نړیواله نقشه د انسان ژوند ته مانا ورکوي خو په عین حال کې انساني ځواک محدودوي. انسانان ډیر د نندارې لوبغاړو ته ورته دي چې د نندارې متن د هرې کلمې، اوښکې او خندا مانا ټاکي او د نندارې د وړاندې کولو پر څرنګوالي کلک او دقیق محدودیتونه لګوي. هاملیټ په لومړۍ صحنه یا پرده کې کلاودیوس نه شي وژلی، او بیا  له ډنمارک  څخه په هند کې د یوه اشرم په لوري نه شي تللی، ځکه چې شکسپیر ېې دغه کار ته نه پریږدي. انسانان هم په همدې ډول تلپاتې ژوند نه شي کولی، او دایمي روغتیا نه شي درلودلی او څرنګه چې ېې زړه غواړي چال چلند او ژوند نه شي کولی ځکه چې دا هغه شیان دي چې په ننداره کې نه شته او لیکوال نه دي لیکلي. تر مډرن انسان مخکې بشریت د قدرت د ورکولو په بدل کې  مانا او ارزښت ترلاسه کړی ؤ او دغې عقیدې ېې په ژوند اغیز درلود. د مثال په توګه  دا خبره مهمه او ارزښتمنه وه چې له یوه قانوني باچا ملاتړ وکړې، د مبارزې په ډګر کې په مېړانه وجنګیږې، د سهارنۍ په توګه د هغو میوو د خوړلو لپاره هڅه وکړې چې بندیزز پرې لګیدلی، او یا د ګاونډي له مېړوښې ښځې سره زنا وکړې. البته دې چارې ناسمې پایلې هم درلودې خو له رواني پلوه ېې انسانان له غمیزو او ستونزو سره د مبارزې لپاره چمتو کول. کله چې به د جنګونو، وبا او وچکالۍ په شان ستونزې راولاړې شوې خلکو به ځان په دې ارامه کاوه چې موږ هر یو په دې لوېې نړیوالې لوبې کې خپل خاص رول لرو، دغه لوبه او ننداره د خدایانو او یا هم د طبیعت د خاصو قوانینو له لوري برابره شوې ده خو په دې ډاډمن یو چې هر شی په یو خاص هدف تر سره کیږي. حتي جنګونه، وبا او وچکالي په دغې لوېې نندارې کې خپل ځاي لري. دا هرڅه په ازل کې لیکل شوي دي. پر دې ټولو سره بیره هیله مو دا ده چې د نندارې لیکوال دغه لوبه زموږ په خیر پاي ته ورسوي. حتي د دوي له نظره په جنګ، وچکالي او وبا کې هم د انسان خیر دی په اوسني وخت او ځاي که نه بلکه په هابلې دنیا کې به ېې خیر او اجر راورسیږي.

مډرن کلتور په لوېې نړیوالې نندارې یا پلان باور نه لري، موږ د یوه اسماني قدرت له لوري د یوې لیکل شوې نندارې لوبغاړي نه یو، داسې ډرامه چې له ژونده هم لویه وي، ژوند د ډرامې لیکوال، پروډیوسر او ډایرکټر نه لري او نه هم کومه مانا لري، ژر یا وروسته به ساینس په هرڅه پوه شي خو تر هغه ځایه چې ساینس ېې موږ ته راښيي چې نړۍ او ټول کاینات یوه ړنده او بې مانا پروسه ده چې له شور او عصبانیته ډک خو له مانا تش دي. مونږ د کایناتو په یوې ډیرې وړې برخې یا پر ځمکه لنډ ژوند لرو او په بېلابېلو ډولونو منډې ترړې وهو او اندیښنې کوو تر هغه وخته چې هرڅه  د تل لپاره خاموشه او غلي شي. دا چې کومه ډرامه نه شته او انسان هم د یوې لوېې ډرامې لوبغاړی نه دی نو بې له دې چې لوي او اسماني قدرتونه راشي او مرسته مو وکړي او یا زموږ غمونو ته مانا ورکړي له سختو او ویرونکو پېښو سره مخامخیږو. کوم خوندور پاي ته هم هیله نه شته، او نه هم دردونکي پاي ته هیله شته، هرڅه یو په بل پیسې پېښېږي. موډرنه نړۍ په مانا باور نه لري یوازې په علتونو باور کوي. که مډرنیټې کوم شعار ولري هغه به « بس پېښیږي نو» وي. له بلې خوا که دا هرڅه یوازې پیښیږي او کومه مانا پکې نه وي نغښتي نو ویلی شو چې انسان له مخکې لیکل شوی رول نه لري او قسمتونه او برخې ازلي نه وي نو انسان چې څه وغواړي هغه کولی شي یوازې باید په دې پوه شو چې څنګه ېې ترسره کړو. یوازينی شی چې زموږ مخه نیسي هغه به زموږ ناپوهي وي. د وبا او وچکالي تر شا کومه مانا او اجر نه دی پروت او موږ ېې جرړې ایستلی شو، د ښې راتلونکې لپاره جنګونو ته اړتیا نه لرو ځکه چې موږ د سولې د ټینګښت وړتیا لرو، له مرګ وروسته کوم جنت نه شته خو موږ دلته په ځمکه ځانته جنت جوړولی شو او که یوازې ځینې تخنيکي ستونزې اوارې کړو نو دا وړتیا به هم پيدا کړو چې تلپاتې ژوند پکې وکړو.

   که موږ په تحقیقاتو او څېړنو پانګونه وکړو نو علمي لاسته راوړنې به تیکنالوجیکي پرمختګ ګړندی کړي او اقتصادي وده به د نورو څېړنو زمینه راته برابره کړي. د هرې لسیزې په تیریدا سره به ډیر خواړه، ګړندۍ ترانسپورتي وسیلې، او غوره طبي خدمات ترلاسه کولی شو. یوه ورځ به علم دومره پرمختګ وکړي او ټیکنالوجي به مو دومره پر مخ لاړه شي چې د ځوانۍ معجون به هم پيدا کړو، د تلپاتې نیکمرغۍ درمل او بل هرډول درمل چې وغواړو تر لاسه کولی ېې شو بیا به مو هیڅ یو خداي مخه ونه شي نیولی.

نوی تړون له ځان سره لوي ګواښونه او سترې وسوسې لري، مطلق قدرت او واکمني زموږ په مخکې پرته ده او کابو ورنیژدې شوي هم یو خو تر پښو لاندې مو د مانا  د نیستۍ لوي ګړنګ پروت دی. موډرن ژوند په علمي اړخ کې د قدرت لپاره بې له ځنډه هڅه کوي خو دغه هڅه له مانا په یوې تشې نړۍ کې روانه ده. نوی کلتور د بشریت په تاریخ کې تر ټولو پیاوړی کلتور دی چې بې له ځنډه د نورو څېړنو، اختراعاتو، موندلو او زرغونیدا په هڅه کې دی خو ورسره په یو وخت ېې تر پخوانیو کلتورونو او مدنیتونو زیات ځان د وجودي اضطراب له اندیښنو سره مخامخ دی. دغه څپرکی د قدرت د ترلاسه کولو د نویو هڅو په هکله خبرې کوي. په بل څپرکي کې به په دې وغږیږو چې څه ډول انسان خپل زیاتیدونکی قدرت وکاروي ترڅو د پوچتیا په لویه فضا کې یو ځل بیا د مانا ساه ورپوه کړي. هو موږ موډرنه انسانانو وعده کړې چې د قدرت په وړاندې به له مانا تیریږو. خو هلته داسې څوک نه شته چې موږ ته د خپلو وعدو د پوره کولو یادونه وکړي. موږ خیال کوو چې دومره ځیرکه یو چې په وړیا توګه به د نوې تړون له ټولو ګټو استفاده وکړاي شو.

ولې بانکداران له وینو څښوونکو چرمي شاپرکونو سره یوشان نه دي

د علمي پرمختګ او اقتصادي ودې په تړون او پيوستون سره د قدرت مډرن لټون پیاوړی کیږي. علم د تاریخ په ډېرو پړاونو کې ډیر ورو حرکت کاوه او اقتصاد په ټپه ولاړ ؤ. په تدریجي توګه د نفوس په زیاتیدا سره تولید هم په متناظره توګه وده وکړه او دغه تیت او پرک او نامنظم پرمختګ د هر انسان له ودې سره مرسته وکړه خو دغه پرمختګ ډیر ورو او اوږد مهاله ؤ. که له میلاده زر کاله وروسته د یوه کلي سلو اوسیدونکو سل ټنه غله تولیدوله په ۱۱۰۰ میلادي کال کې ېې ۱۰۷ ټنه تولیدولی شواي. دغه پرمختګ د ژوند نبض کې خاص بدلونه نه راوسته او سوسیال پولټیک  یا ټولنیز سیاسي نظم ېې نه شوای بدلولی. په پخواني وخت کې ټولو خلکو په بدلون او ترقۍ کې ونډه نه اخیستله خو د هغه وخت په پرتله د موډرنې زمانې انسان له یوه مخه د پرختګ په فکر کې دي. پخوا به پادریانو، شهزادګانو او کروندګرو ټول فکر کاوه چې انساني تولیدات کابو یو شان او ثابته دي. که یو کس به له چا غلا وکړه نو دی به شتمن شو خو بچیانو او لمسیانو به ېې تر ده سوکاله ژوند نه شواي برابرولاي. دغه انجماد یا ولاړ حالت د نویو پروژو د اقتصادي سرچینو په لار کې لوي خنډ ؤ. له پوره پیسو او کافي سرچینو پرته د یوه خندق او ډنډ وچول، د پلونو او دروازو جوړل اسانه کار نه ؤ نو د غنمو د اصلاح، د انرژۍ د نويو سرچینو ترلاسه کول او د نویو تجارتي لارو جوړول خو لا په ځاي پریږده. مالي سرچینې په هغه وخت کې ډیرې کمې وې علت ېې دا ؤ چې ډیر کریډیت او اعتبار نه ؤ موجود. کله چې خلک په پرمختګ باور ونه لري نو کریډیټ هم خرابیږي او خلکو ځکه په ترقۍ او پراختیا باور نه درلود چې اقتصاد په ټپه ولاړ ؤ او دغې کړۍ همداسې دوام کاوه.

فرض وکړئ د منځنیو پیړیو په یوه کلي کې ژوند کوئ چې خلک پکې له نس ناستې کړیږي نو فکر کوئ چې باید د درملنې یوه لار برابره کړئ. د یوه لابراتوار د جوړولو لپاره د پیسو د موندلو هڅه پيلوئ  چې د درملو د جوړولو لپاره  کمیايي بوټي، او نور طبي وسایل واخلئ، د کارکوونکو  تنخوا ورکړئ، او له مشهورو ډاکټرانو سره  د مشورې لپاره سفرونه وکړئ. پر دې سربیره کله چې ته په څېړنو لګیا ېې ستا کورنۍ هم خوړو او نورو لومړنیو توکو ته اړتیا لري نو باید د هغو د نفقې لپاره هم پیسې ولرې. خو ته دومره پيسې نه لرې، یوه لاره شته چې یوه ترکاڼ، پښ او یا نانواي ته ولاړ شې او له هغوي پور وغواړې. له دوي سره به ژمنه کوې چې کله دې د نس ناستې درمل پيدا کړل نو شتمن به شې او د دوي پورونه به بیرته ورکړې. له بده مرغه پښ، ترکاڼ او نانواي ستا دغه غوښتنه نه شي پوره کولی، ځکه چې هغوي هم کورنۍ او اولادونه لري او پر دې سربیره ستا د درملو په معجزې هم باور نه لري. هغوي احمقان نه دي او په خپل ټول عمر کې ېې کله هم له چا نه دي اوریدلي چې د سختو ناروغیو لپاره دې کوم کس درمل جوړ کړي وي، که تاسو کوم شی پيری باید په نغدو پیسې ېې وپيرئ. خو په داسې یوې سیمه کې چې لا مو کوم درمل نه وي موندلي او تاسو باید هره ورځ څېړنې وکړئ له کومه به پیسې پيدا کوئ؟ په دغسې یو حالت کې چې اسهال خلک کړوي تاسو بله هیڅ چاره نه لرئ باید خپل پټي قولبه او ماله کړئ. هیڅوک هم د نویو درملو په هکله فکر نه شي کولاي نو په دې ډول د طلا د سکې ارزښت نه ښکته ځي او نه پورته. په دې ډول اقتصاد په ټپه دریږي او علم هیڅ خوځښت نه لري.

په موډرنه زمانه کې برعکس دغه خبیثه کړۍ ماته شوې ده. کله چې خلکو په راتلونکې باور پيدا کړ او پر راتلونکې د باور په نتیجه کې کریډیټ رامنځته شو. کریډیټ د باور کولو اقتصادي سمبول دی. که نن سبا زه وغواړم نوي درمل جوړ کړم، بې  له دې چې کومه پانګه ولرم، له بانکه پور اخیستی شم، له پانګه والو او د مالي ملاتړ له کمپنیو سره خبرې کولی شم. کله چې د۲۰۱۴ کال په اوړي کې د افریقا په جنوب کې ایبولا ناروغی خپره شوه د ونډو په بازارونو کې د درملو جوړولو د فابریکو ونډې ناببره زیاتې شوې. د تکمیرا د کمپنۍ ونډې تر پنځوس سلنه او د بایوکریسټ کمپنۍ ونډه نوي سلنه زیاته شوه. په منځنیو پیړیو کې د طاعون له خپریدا سره خلکو اسمانونو ته سترګې ونیولې او له خدایه ېې د ګناهونو د بښلو هیله کوله. خو نن سبا چې کله خلک د کومې مرګونې وبا خبره واوري نو د ونډو بازرونو دلالانو ته زنګونه پیل شي دا ځکه چې د مرګونې وبا خپریدل د درمل جوړولونکو شرکتونو لپاره د تجارت ښه چانس دی. که نوې پانګونې یو څه بریا ترلاسه کړه پر راتلونکې د خلکو هیله نوره هم زیاتیږي، کریډیټ زیاتیږي او ورسره د پيسو سود کمیږي. په دې ډول کارخانو والا په اسانه پانګه پيدا کولی شي او اقتصاد او علم دواړه وده کوي. د کاغذ پر مخ دغه خبره اسانه بریښي.  او که دومره اسانه وي نو ولې انسان تر مډرنې زمانې صبر وکړ او اقتصادي وده ایله اوس ګړندۍ شوه؟ په تیرو زرګونو کلونو کې انسان د راتلونکې غوړیدا او پرمختګ په اړه لږ باور درلود، دغه بې باوري د دوي د حماقت له امله نه وه بلکه له دې امله وه چې پرمختګ زموږ له باطني احساس، د تکامل له تیورۍ او د نړۍ له معاملاتو سره په ټکر کې دي. زیاتره طبیعي سیسټمونه یو نظم او انډول لري او د بقا لپاره زیاتره مبارزې او هلې ځلې د «هیڅ _هیڅ» لوبې ته ورته ده چې د یو کس د بل چا په بیه غوړیږي او وده کوي. یو مثال  ښايي د روښانتیا لپاره مرسته وکړي:

 په یوې دَرې کې هر کال یوه اندازه واښه راټوکیږي. دغه واښه د کابو لس زره سویانو لپاره خواړه برابروي د سویانو په دې ډله کې ډیر تنبل، احمق او یا بدمرغه سویان هم شته چې د کابو سلو کیدړانو د خوړو لپاره قرباني کیږي. که یوه کیدړه له عادي حالته ډیر سویان ښکار کړي نو طبیعي خبره ده چې یوه بله کیدړه به له لوږې مري، که ټولې کیدړانې په یو ډول له طبیعي حالته په یو وخت کې  ډیر سویانو ښکار کړي نو موده وروسته به د سویانو ډله له منځه لاړه شي او کال وروسته به ډیرې ګیدړې هم له لوږې مړې شي. که څه هم د سویانو په شتون او مارکیټ کې به لوړې ژورې وي خو په اوږد مهال کې کیدړې دا حساب نه شي کولی چې د تیر کال په پرتله ېې له درې سلنه زیات سویان ښکار کړي. د ژواک چاپریال ځینې مسلې پېچلې دي او د بقا یا ژوندي پاتې کېدا لپاره ټولې مبارزې د هیڅ _هیڅ یا نه بایللو او نه ګټلو لوبه هم نه وي، ډیری حیوانات په ښه توګه له یو بل سره ملګرتیا کوي او حتی یو شمېر پکې نورو ته پور ورکوي. په پور ورکوونکو حیواناتو کې تر ټولو مشهور وینې څښوونکي چرمي شاپرکونه دي. په زرګونو دغه شاپرکونه  په سمڅو او غارونو کې پټېږي او د شپې مهال په لویو ډلو کې د خوړو په نیت الوت پیلوي. کله چې دوي یوه ویده مرغه یا بل تي لرونکی حیوان وګوري نو په پوستکي ېې یو وړوکي نیښ ووهي او ټوله وینه ېې وزبیښي. ټول چرمي شاپرکونه هم هره شپه ښکار نه شي پيدا کولی او کله چې دوي ښکار پيدا نه کړي نو یو بل ته خپله وینه ورکوي. کله چې کوم شاپرک ښکار پیدا نه کړي چې وینه ېې وزبیښي نو کور ته له ستنیدا وروسته له هغه ملګري چې بخت ورسره ملګرتیا کړې وي وینه په پور اخلي. چرمي شاپرکونه په یاد ساتي چې کوم یوه ته ېې وینه پور ورکړې ده نو کله چې پور ورکوونکی په خپله کومه شپه وږی ستون شي نو خپل پوروړی پيدا کړي او وینه ترې غواړي. د بانکدارانو په اپوټه چرمي شاپرکونه له خپلو پورونو سود او ګټه نه غواړي. که  د مثال  په توګه «الف» شاپرک «ب»شاپرک ته لس سي سي وینه ورکړه نو «ب» شاپرک هم همدومره وینه بېرته ورکوي. چرمي وینې څښوونکي شاپرکونه له پور کړې وینې د نوي تجارت لپاره پانګونه هم نه کوي او نه هم د وینې د زبېښلو د بازار په وده کې ترې کار اخلي. دا چې وینه بل حیوان تولید کړې وي نو چرمي شاپرکونه د تولید د زیاتولو لپاره کومه لاره نه لري. که څه د وینې تولید او یا بازار خپلې لوړې ژورې لري دوي دا فکر نه شي کولی چې د ۲۰۱۷ کال لپاره دې درې سلنه زیاته وینه ولري او په ۲۰۱۸ کال کې بیا هم د وینې بازار درې سلنه نوره وده هم ولري. (دغه کتاب په ۲۰۱۶ کال کې لیکل شوی. ژباړن). په نتیجه کې ویلی شو چې چرمي شاپرکونه پر ترقۍ او پرمختګ باور نه لري.۱

 انسانان د تکامل او ودې په میلیونونو کلونو کې د چرمي شاپرکونو، کیدړانو او سویانو په شان ژوند کړی دی ځکه خو انسانانو ته هم پر پرمختګ او ترقۍ باور سخت ؤ.

د «مُعجزې» کیک

د تکامل د پروسې په نتیجه کې انسانان اړ شول چې  دنیا ته د یوه ثابت کیک په سترګه ګوري. که کوم یوه به د کیک لویه ټوټه ور واخیستله نو بل کس ته به وړه برخه ورسیدله. یوه خاص کلی یا ښار ممکن غوړیدلی واي او وده ېې کړې واي خو په ټول کې انسان یا ټول بشریت د نن په شان ډیر څه نه شواي تولیدولاي. له همدې امله دینونو لکه  مسیحیت او اسلام د داسې لارو او رودو لټه وکړه چې له انسان سره د موجودو سرچینو په اړه مرسته وکړي. یا به ېې د دغه کیک له عادلانه ویش سره مرسته کوله او یا به ېې وعدې ورکولې چې که په دې دنیا مو ترلاسه نه کړ د دغه کیک برخه به په جنت کې در کړل شي. خو موډرنه انسان بیخي بر عکس  کلک باور لري چې اقتصادي پرمختګ نه یوازې شونی دی بلکه ضروري هم دی. عبادت، نېک اعمال او ذُهد او پرهیزګاري د ارامښت او هڅونې سبب کیږي خو د لوږې، کاختۍ، وبا او جنګونو په شان ستونزې یوازې په پرمختګ سره اوریداي شي. دغه اساسي او بنسټیز حکم  په یو ساده تفکر سره بیانیداي شي:

 که ته یوه ستونزه لرې، نو ته ډېرو شیانو ته اړتیا پيدا کوې او د دې لپاره چې ډیر شیان ترلاسه کړې باید ډیر تولید ولرې. مډرن اقتصاد پوهان او سیاستوالان په دریو علتونو وده او پرمختګ اړین بولي:

 تر هر څه وړاندې که موږ ډیر څه تولید کړو نو ډیر څه مصرف کولی هم شو، ورسره د ژوند سویه پورته کیږي او په نتیجه کې ېې په ژوند کې خوښي او نیکمرغي ترلاسه کوو.

 دویمه خبره دا ده چې کله انساني نفوس په وده کې وي نو د دې لپاره چې اوسنۍ اړتیا پوره کړاي شو باید تولید زیات شي. د مثال په توګه  د هند د نفوس وده په کال کې یو اعشاریه دوه سلنه ده. دا په دې مانا دی چې اقتصادي وده هم باید په کال کې یو اعشاریه دوه سلنه وده وکړي. که همدغه وده هم ولري په هند کې به بیکاري زیاته شي، تنخواوې به کمې شي، او د خلکو د سوکالۍ منځنۍ کچه به ټیټه شي. دریمه خبره دا ده چې که حتي د هند د نفوس کلنۍ وده بیخي په ټپه ودریږي او د منځنۍ کچې د ژوند لرونکي هم په همدې حالت کې قناعت ولري خو هند به میلیونونو بې وزلو سره څه کوي؟ که اقتصاد وده ونه کړي او دغه کیک لوي نه شي نو باید سړی د شتمنو برخه ترې واخلي او بې وزلو ته ېې وکړي. له دې امله ممکن له سختو پریکړو سره مخامخ شئ او ممکنه ده شخړې او لانجې رامنځته کړي. نو که غواړئ ستونزې او لانجې رامنځته نه شي نو مجبوره یاست دغه کیک لوي کړئ چې ټولو ته ترې برخه ورسیږي. موډرنیزم  «ډېروشیانو» ته رسېدل د ټولو عمومي او شخصي ستونزو د اوراي لار بللې ده. که هغه د اسلامپالنې ستونزه ده یا د درېمې نړۍ د استبداد مسله او یا هم د ناکامه ګډ ژوند ستونزه. که د پاکستان او مصر په شان هیوادونو د روغتیا اوعمومي رفاه په برخه کې کار کړی وای او د خلکو د ژوند سویه ېې لوړه کړې واي، که ېې ولسونو له شخصي موټرونو او لویو یخچالونو ګټه پورته کړې واي نو د وروسته پاتې اسلامي لرلیدونو په ځاي به ېې د مادي سوکالۍ له لرلیدونو استفاده کوله. په همدې ډول د کانګو او برما په شان د هیوادونو اقتصادي وده  یوه سوکاله منځنۍ پرګنه رامنځته کولی شی چې د لیبرال دیموکراسۍ لپاره ښه اډانه کیداي شي. په دغسې حالت کې د ناراضه میرمنې او خاوند ستونزې هم اوریداي شوې. د مثال په توګه که یو لوي کور ولري نو مجبوره به نه وي په تنګ ځاې کې کار وکړي، او یا د لوښو وینځلو ماشین په اخیستلو سره به مجبوره نه وي د لوښو د وینځلو په سره لانجې وکړي. په نتیجه کې به د ستونزو د اواري لپاره ارواپوه ته ډیر فیس نه ورکوي. اقتصادي وده د کابو ټولو موډرنو دینونو، ایدیالوجیو، او حرکتونو ترمنځ اساسي چورلیز دی که څه هم سره اختلاف لري خو ټول پر همدغه چورلیز راټول دي. پخوانی شوروي د خپلو پنځه کلونو پروګرامونو په پلي کولو سره د قدرت په نیلي سپور همدمره مست او مغروره ؤ لکه نویو شتمنو امریکایانو په شان چې د اقتصادي ودې په فکرونو کې ډوب دي. بیخی لکله مسلمانانو او عیسیانو غوندې چې دواړه په جنت باور درلود او هلته د رسیدا په څرنګوالي ېې اختلاف درلود. کپیټالیستانو او کمونیسټانو دواړو  د ساړه جنګ په اوږدو کې پر ځمکه د جنت د جوړولو خوبونه کتل خو د کار په رودو کې ېې نظرونه مخالف وو.

نن سبا ممکن اصلاح غواړي هندوان،  متقي او پرهیزګاره مسلمانان، جاپاني نشنلیسټان، او چیني کمونیسټان  ووايي چې په بېلابېلو ارزښتونو او هدفونو پورې اړوند دي خو ټول په ګډه دا عقیده لري چې اقتصادي وده د بېلابېلو هدفونو د پوره کیدا یوزاینۍ کونجي ده. په همدې ډول کله چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې نرینډراموډي په هند کې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو علت ېې دا ؤ چې هغه په خپلې پلرنۍ سیمه ګوجرات کې د اقتصادي ودې په برخه کې ښه کار کړی ؤ او له همدې امله ډېرو باور درلود چې یوازينی کس چې د ټول هند په ټپه ولاړ اقتصاد ته اوږه ورکولی شي نرینډرا موډي دی. همدغسې یوه تفکر او درک په ترکیه کې له اسلامپال رجب طیب اردوعان سره مرسته وکړه چې له ۲۰۱۳ کاله تر اوسه پورې په واک کې پاتې شي. د هغه د ګوند نوم «عدالت او پراختیا» دی. دغه نوم د اقتصادي ودې لپاره د هغه د ژمنې څرګندوي کوي. په حقیقت کې په تیرو لسو کلونو کې د اردوغان حکومت د ترکې اقتصادي وده لوړه کړه.

د جاپان نشنلیست لومړی وزیر شینیزوابې چې کله خپل دفتر ته راغی ژمنه ېې وکړه چې د جاپان شل کلن ولاړ اقتصاد ته به یو ټکان ورکوي. هدف ته د رسیدا لپاره د هغه د یرغلیزې او غیرعادي ستراتیژۍ د  پلي کیدا له امله په اقتصادي ابي«Abenomics » مشهوره شو. په ګاونډي هیواد چین کې لا هم حکومت او کمونیسټ ګوند د مارکسیزم او لنینیزم په دودیزو اقتصادي نظریو تکیه کړې خو په عملي ډګر کې د ډان ژییوپینګ مشهوره جمله ډیره کاریږي چې ویل به ېې: پرمختګ یوازینی سخت مذبوت واقعیت دی. او یا دا چې وايي: مهمه نه ده چې پيشو توره ده که سپینه خو تر هغه چې موږک نیسي د منلو ده. دا په دې مانا دی چې د اقتصادي ودې لپاره هر کار روا او جایز دی حتي که مارکس او لینین ېې هم نه خوښوي. په سينګاپور کې چې مهم ښار دی تر دې هم پرمخ لاړل او د وزیرانو تنخواوې ېې د ملي ناخالص تولید له شمېرنو پټې کړې، کله چې د سينګاپور اقتصاد وکړي وزیران تنخوا هم ورسره زیاتیږي. ته به وايي د دوي یواځینی کار همدا دی.۲

اقتصادي ودې ته دغه لیوالتیا ښايي طبیعي او حتمي وګڼل شي خو دا یوازې د دې لپاره دی چې موږ په موډرنه پیړۍ کې ژوند کوو په پخوانیو زمانو کې بیخي داسې نه وو. هندي مهاراجاګانو، د عثماني امپراتورۍ باچاهانو، د جاپان د کاماکورا شوګورانو، او چیني امپراتوریو خپل سیاسي بریالیتوب په اقتصادي ودې پورې نه ؤ تړلی. دا چې موډي، اردوغان، ابي، او د چین لومړی وزیر ژي پېن ټول په همدې فکر کې دي د دې ښودنه کوي چې اقتصادي ودې په ټولې نړۍ کې یو ډول مذهبي او دیني موقیعت خپل کړی دی. دا به ښايي بې ځایه نه وي چې دغه تفکر ته پر دین د باور تفکر وبولو ځکه چې اوس داسې ذهنیت ورکول کیږي چې دغه اقتصادي وده که ټولې  اخلاقي ستونزې نه شي حل کولی زیاتره اخلاقي ستونزې او کشالې اوارولای شي. له کوم وخته چې ادعا شوې ده چې اقتصادي وده د ټولو ښو او مثبتو شیانو بنسټ دی نو دا چاره خلک هڅوي چې ټول اخلاقي تناقضات څنګته کړي او ټول فکر او ذکر ېې دا وي چې د اوږدمهاله اقتصادي ودې لپاره یوه لاره پیدا کړي. د ښاغلي مودي هندوستان له بېلابېلو ډلو، قومونو، ګوندونو، فرقو او مذهبونو جوړ دی. له دې سره سره چې د دوي وروستی هدف یو شان نه دی خو ټول باید د اقتصادي ودې له کانال  تیر شي نو ولې باید یو ځاي دغه هدف ته ځان ونه رسوي؟ په هرڅه او یا «زیات غوښتلو» باور انسانان، شرکتونه، او حکومتونه دې ته هڅوي چې پرهر هغه څه سترګې پټې کړي چې د اقتصادي پرمختګ هدف ته له رسیدا ېې  راګرځوي. که هغه ټولنیز انډول ته پام کول وي یا، د ژواک چاپریال ساتنه او یا میندو او پلرونو ته درناوی وي. کله چې په پخواني شوروي کې داسې خیال موجود ؤ چې د حکومت تر ولکې لاندې کمونیزم د ودې او پرمختګ تر ټولو لنډه لاره ده نو د اتحادیو یا کوپراتیفونو په وړاندې هر ډول خنډ ېې له مخې لیرې کاوه. د مثال په توګه کولاکان (د روسیې ترانقلابه مخکې فیوډالانو ته ېې کولاک ویل. ژباړن)، د بیان ازادي او د اورال جهیل ېې د همدې هدف په خاطر له مخې لیرې کړل. په اوسنې وخت کې دا خبره  ټولو منلې ده چې ازاد کپیټالیستي بازار د راتلونکې پرمختګ کونجي ده نو د شتمنو کروندګرو او د بیان د ازادۍ ملاتړ کیږي خو د ژواک چاپریال، ټولنیزو جوړښتونو په شان دودیزو ارزښتونو ته هیڅ پام نه کیږي او داسې ښکاري چې د ازاد کپیټالیستي مارکیټ په وړاندې خنډ بلل کیږي او د ختمولو کوششونه ېې روان دي.

د مثال په توګه د کمپیوټري پروګرامونو یوه انجنیره په پام کې ونیسئ چې د یوې پرمختللې ټیکنالوجیکي پروژې د پیلیدا لپاره په ساعت کې ۲۵۰ ډالره عاید لري، یوه ورځ ېې پلار سکته کوي او فلج کیږي نو په کور کې د ځان وینځلو، پخلي او سودا اخیستلو لپاره مرستې ته اړتیا لري. هغې دا کولاي شواي چې پلار خپل کور ته بوځي او چې کله له کاره کور ته راځي نو د پلار خدمت ېې کولاي شواي. خو دغه کار ېې پر کار او عاید منفي اغیز کوي. خو برعکس ګټه به ېې دا وه چې پلار د خپلې لور له مینې، درناوي او سمې پالنې برخمن کیده خو  بل لور ته دغه میرمن یوې مکسیکويي میرمنې ته په ساعت پنځه ویشت ډالره ورکولی شي چې د پلار خدمت او پالنه  وکړي. دا په اوسني وخت کې یو عادي مسلکي کار بلل کیږي چې هم ېې مکسیکويي میرمنې او مکسیکو هیواد ته ګټه رسیږي او هم دغه انجنیره خپل کار ته ډیر وخت پيدا کوي. نو په دغو دو کې انجنیره باید کومه لاره غوره کړي؟

ازاد کپیټالیستي بازار دغې معما ته ښکاره ځواب لري. که په اقتصادي وده کې اړتیا پېښېږي چې له کورنۍ  لرې شې او اړیکې دې ورسره کمې شي نو دا کار به ترسره کوې، ګني ګټه نه شې کولی. نو له پلاره تیره شه او د بل هیواد یوه مزدوره ورته ونیسه. دا تر ټولو سمه لاره ده. دغه پوښتنه تر دې چې ادعا وړ حقیقت وي یو اخلاقي قضاوت دی. بې له شکه چې که ځینې کسان د کمپیوټر په انجنیرۍ کې زده کړې وکړي او ځینې نور بیا د بوډاګانو په پاللو کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي نو هم به کمپیوټري پروګرامونه ډیر تولید شي او هم به بوډاګانو ته ښه خدمتونه ورکړاي شو. که داسې وي نو ایا تر کورنیو اړیکو اقتصادي وده مهمه نه شوه؟ که  ازاد کپیټالیسټي بازار دغه جرئت  وکړي دغسې اخلاقي قضاوت ته ملا وتړي نو په حقیقت کې به د دین او علم تر منځ له پولې اوښتی وي او د دین په انګړ به ورګډ شوی وي.  د پانګوال نظام زیاتره پلویان د «دین» نوم او ټاپه نه خوښوي. خو که د یوه دین په توګه رامنځته شي نو خپل سر پورته نیولی او ویاړ کولی شي. ځکه چې د نورو دینونو په اپوټه چې د کیک د ونډې وعدې په جنتونو کې ورکوي، پانګوال ازاد نظام ېې په همدې دنیا د معجزو او د کیک د ونډو د زیاتیدا وعدې کولی شي او حتي ځینې وخت خو ېې عملي راکولی هم شي. دا چې نن سبا انسانان تر ډیره حده پر لوږې او وبا بر لاسه شوې کریډیت ېې ډیر  پر پراختیا د کپیټالیزم باور ته  رسیږي. حتي  د نرمښت او د یو بل د منلو او ګډ کار په لوړولو او د تاوتریخوالي په کمولو کې هم د کپیټالیسټي ازاد بازار ونډه د ستایلو ده. په راتلونکي څپرکې کې به په تفصیل پرې وشي خو اوس  دومره ویلی شو چې که څه هم په دې برخه کې نور عوامل شته دي خو د نړیوال نظم او ملګرتیا په برخه کې کپیټالیستي نظام لویه ونډه لري. ځکه خلکو ته ېې قناعت ورکړ چې اقتصاد د «نه بایللو او نه ګټلو»لوبه نه ده او باید په دې سترګه ورته ونه کتل شي چې «ستا ګټه زما تاوان دی». بلکه داسې حالت ېې راوست چې اوس ویل کیږي« ستا ګټه زما ګټه ده». د مسیحیت د دغه دینې  نصیحیت او وعظ په پرتله چې ویل کیږی له ګاونډي سره مینه وکړه او که په مخ ېې څپیړه درکړه بله خوا هم ورواړوه د «ستا ګټه زما ګټه ده» شعار نړیوال نظم او ګډکار ته ډیره ګټه رسولې ده.

پانګوال نظام د پراختیا د لوړ ارزښت په اساس خپل لومړنی فرمان ورکوي: ته باید خپله لومړنۍ ګټه بیرته په پانګونه ولګوې. د تاریخ په اوږدو کې شهزادګانو او پادریانو خپله ګټه په جشنونو، د لوکسو ماڼیو په جوړولو او بې ګټو او بې اړتیا جنګونو لګوله. په بدل کې ېې طلايي سکې په منګیو او خزانو کې تر ځمکو لاندې ښخې کړې خو نن سبا خلک خپله ټوله پانګه او پیسې په کار اچوي نور کارګران ګماري، فابریکې پراخوي، او نوې محصولات جوړوي. که په خپله نه پوهېږي چې څنګه پانګونه وکړي خپلې پيسې بل چاته  لکه بانکدار او پانګوال ته ورکوي چې په کار ېې واچوي. پانګوال ېې بیا نورو خلکو ته په پور ورکوي. کروندګر  د نورو کرهڼیزو محصولاتو لپاره نوره ځمکه اجاره کوي او یا پورونه اخلي، ټیکه داران نور کورونه جوړوي، د انرژۍ د تولید شرکتونه د تیلو نورې څاګانې کیندي، او د وسلو کارخانې نورې او نوې وسلې جوړوي. د دغو کارونو له ګټو پانګوال او ټیکه داران پورونه په سود ورکوي.  دغه سود او ګټه بېرته د بانکونو له لوري نورو کسانو ته ورکول کیږي. نن سبا نه یوازې دا چې موږ ډیر غنم، ډی کورونه، ډیر تیل، او ډیره وسله لرو بلکه ډیرې پیسې هم لرو چې بانکونه ېې بېرته نورو ته په پور ورکولی شي. که نور هیڅ هم نه وي دغه څرخ به د پانګوال نظام د منطق په اساس هم چلیږي. کپیټالیستي نظام به کله هم  دا خبره ونه کړي چې نور بس ده، تاسو پوره ترقي او پراختیا کړې اوس دمه  وکړئ. د دې لپاره چې پوه شئ ولې دغه څرخه نه دریږي څو شیبې له یو ملګري سره خبرې وکړئ چې په وروستیو کې ېې یو لک ډالره ګټلي دي. ترې پوښتنه وکړئ چې په دغو پيسو به څه کوي. هغه به شکایت وکړي چې بانکونه ډیر لږ سود ورکوي. دغه پیسۍ به په بانکي حساب کې زېرمه نه کړم ځکه چې په کال کې نیم فیصده سود راکوي، که په حکومتي ونډو کې ونډه پرې واخلم ممکن دوه سلنه سود او ګټه پرې وکړم. د تره زوي مې «ریکې»  پروسږکال په سییاتل کې اپارتمان واخیست او تر اوسه ېې شل فیصده پرې ګټلي دي. نو غوره به دا وي چې زه هم پرې جایداد واخلم خو ډیر کسان وايي چې د کورونو مارکیټ ښه نه دی او بېې ېې راټیټیږي.  ته پکې څه وایې د ونډو بازار به څنګه وي؟ یوه ملګري راته وویل چې اوس به هوښیار خلک د برازیل او چین په شان په نویو مارکیټونو کې د ونډو اخیستل پيل کړي. بیا به غلی ساه به ېې بنده شي. که ته پوښتنه وکړې: دغه پيسې چې اوس ېې لرې کافي نه دي بس پرې خوشاله اوسه او قناعت وکړه؟ دغه کس به دې د تر ما ښه پوه کړي چې ولې کپیټالیزم هیڅکله نه دریږي.

دغه لارښوونه او تفکر نن سبا هر کور ته لار موندلې د پانګوال نظام د  کمپیوټري لوبو په بڼه حتي په ماشومانو او ځلمکیانو کې عام شوی دی. د شطرنج په شان تر موډرن وخته مخکې لوبې داسې اقتصادي لوبو ته ورته بلل کیږي چې په ټپه ولاړ وي. تاسو د شطرنج یوه لوبه په شپاړسو دانو سره پيلوئ او تر دغو شپاړسو زیاتې دانې نه لرئ تر هغه چې لوبه پاي ته رسیږي. ډیر کم ممکن یو پياده په وزیر بدل شي خو ته کله هم نوی پیاده نه شي رامنځته کولی، او کله هم خپل اسان په ټانکونو نه شي بدلولی. له همدې امله د شطرنج لوبغاړي کله هم د پانګونې په فکر کې نه دي. خو د دې برعکس ننۍ ډیرې کمپیوټري لوبې او یا هغه لوبې چې په میزونو تر سره کیږي د پانګوونې او پراختیا په اساس جوړې شوي دي. لوبغاړي پکې پانګونه کوي، د راتلونکې لپاره پلانونه کوي او داسې نور. د Minecraft, ، The Settlers of Catan او Sid Meiers Civilization    په شان ستراتیژیکې کمپیوټري لوبې ډیرې په مهارت ډیزاین شوي دي. ممکن لوبه په منځنیو پيړیو، د ډبرو په زمانه او په یوه افسانه اي هیواد کې تر سره شي خو ستراتیژي او میټود تل یو شان او کپیټالیسټي دی. هدف دا دی چې یو ښار، یوه باچاهي،  او یا یو لوي تمدن جوړ شي. لوبه په ابتدايي بڼه پیلوې ممکن په یوه کلي او یا شاوخوا سیمو کې لوبه پیل کړې او کمپیوټر یوه ابتدايي پانګه هم درکوي چې د لرګیو، وسپنې، وښو او یا سرو زرو په بڼه وي خو ته باید دغه پانګه په ډیر مهارت سره وکاروې او بسپنه وکړې. تاسو لوبه په اړینو شیانو چې تولید نه لري لکه عسکرو او تولیدونکو ارزښتونو لکه کلیو، کروندو او کانونو پيلوئ.  بریالۍ ستراتیژي هغه ده چې تر ټولو کمه پانګه په هغو شیانو وکړئ چې تولید کم لري او تر ټولو ډېره پانګه په هغو شیانو واچوئ چې ډېر څه بېرته درکولی شي. په دغو کمپیوټري لوبو کې کلي او ښارونه د دې لپاره جوړوې چې په بل پړاو کې ډیر عاید ولرئ چې د اړتیا په وخت کې نه یوازې نور عسکر برابر کړای شئ بلکه خپله پانګه هم زیاته کړئ نو ډیر ژر به خپل دغه کلی په ښار بدل کړئ. پوهنتون، فابریکه او بندرونه به جوړ کړئ، سمندرونو ته به لار وکړئ او خپل تمدن به دایمي او مذبوت کړئ بیا به د لوبې ګټوونکی شې.

د نوح د کشتۍ سندروم

ایا اقتصاد تل په ودې کې دی؟ ایا دا شونې ده چې ټولې سرچینې او زیرمې ختمې او تشې شي او هر څه په ټپه ودریږي؟ که موږ پردایمي پراختیا باور لرو نو موږ باید داسې زیرمې او سرچینې ولرو چې نه تشیږي.

یوه لاره دا ده چې نوې ځمکې او سیمې ونیسو. څو پیړۍ د اروپا اقتصادي پرمختګ او د کپیټالیسټي سیسټم پراختیا په دې پورې اړه درلوده چې امپراتوریو په نورو لویو وچو کې هیوادونه نیول خو په اوسنۍ نړۍ کې هیوادونه او ځمکې محدودې دي او یوه خاصه اندازه لري. ځینې هیله کوي چې په نورو سیارو او کهکشانونو کې نورې سرچینې پيدا کړي خو حاضر دمه موډرنه اقتصاد اړتیا لري چې نورې او نوې زیرمې پیدا کړي. ساینس مډرنیزم ته یو انتخاب او چانس ورکړی دی. د ګیدړو اقتصاد نه شي پراخیداي ځکه چې ګیدړې نه پوهېږي چې څنګه سویان تولید کړي، د سویانو اقتصاد هم په ټپه دریداي شي ځکه چې سویان هم نه پوهېږي چې څنګه چمن او کرونده جوړه او پراخه کړي خو انساني اقتصاد وده کولی شي ځکه چې انسان دا وړتیا لري چې اوومه مواد او د انرژۍ نوې سرچینې رامنځته او پيدا کړي.د اقتصاد په دودیز نظر نړۍ یو کیک ته ورته ده چې یوه ټاکلې اندازه لري او تولیدي سرچینې  اومه مواد او انرژي ده خو په حقیقت کې درې ډوله سرچینې شته دي: اوومه مواد، انرژي او پوهه یا علم. اوومه مواد او انرژي ختمیداي شي، چې څومره ډیر مصرف شي نو هومره لږ پاتې کیږي خو علم د پراختیا په حال کې یوه سرچینه ګڼل کیږي چې څومره ترې ډېره ګټه واخیستل شي هومره زیاتېږي. کله چې موږ خپل علم او پوهه زیاتوو نو ورسره ډیر اومه مواد او انرژي  هم ترلاسه کولی شو. که د امریکا په الاسکا کې د تېلو د ایستلو لپاره ولګوو سل میلیون ډالره ولګوو او تېل هم پيدا کړاي شو نو زه به ډېر تیل هم ترلاسه کړم خو لمسی به مې لږ تېل ولري. خو که زه سل میلیون ډالره د لمر په انرژۍ په څېړنو ولګوم او یوه ښه او ګتوره روده پېدا کړم نو هم به زه او هم به مې لمسیان کافي انرژي ولرو.

په تیرو زرګونو کلونو کې د علم د پرمختګ لارې تړل شوې وې ځکه چې خلکو فکر کاوه چې سپېڅلي کتابونه، او لرغوني دودونه  د نړۍ ټول مهم علوم لري. کله چې د تیلو د موندلو یوه کمپنۍ په دې پوهه شي چې د نړۍ د تیلو ټولې زیرمې کشف او موندل شوي دي نور به د تیل لټون ونه کړي د بشریت په پخوانیو تمدنونو کې دغسې یو حالت واکمن ؤ. خو علمي انقلاب انسان له دې عقیدې وژغوره. تر ټول ستره علمي موندنه د ناپوهۍ موندل ؤ. کله چې انسان پوه شو چې د نړۍ او کایناتو په هکله ډیر  لږ معلومات او پوهه لري نو ناڅاپه  ېې یو ښه دلیل پيدا کړ چې نوی علم تر لاسه کړي او په ډېرو نویو شیانو پوه شي. په دې ډول د علمي پرمختګ دروازې ورته پرانیستل شوې.

 د هر نوي نسل لپاره علم دا زمینه برابره کړه چې د انرژۍ نوې زیرمې کشف کړي، د اوومه موادو نوي ډولونه ېې ترلاسه کړل، نوي ماشینونه ېې اختراع کړل او د تولید په نویو لارو پوه شول. په نتیجه کې په ۲۰۱۶ کال کې انسان تر پخوا ډیره انرژي او ډیر اوومه مواد لري او تولیدات اسمانونو ته ختلي دي. د بخار ماشین، د سونګ نویو موتورونو، او کمپیوټرو نوې فابریکې او ټیکنالجۍ رامنځته کړې. کله چې راتلونکو شلو کلونو ته ګورو نو ډاډه ویلی شو چې په ۲۰۳۶ کال کې به د نن په پرتله ډیر تولیدا ولرو. موږ تمه لرو چې نانو ټیکنالوجي، جن ټیکنالوجي او مصنوعي ځیرکتیا یا (Artificial intelligence)  به د تولیداتو انقلاب رامنځته کړي  او زموږ په پراختیايي بازارونو کې به نوې څانګې او ډګرونه رامنځته کړي. له همدې امله ویلی شو چې د سرچینو د کمښت د ستونزو د اواري لپاره نوې امکانات موندلی شو. د مډرن اقتصاد لپاره حقیقي ګواښ د ژواک چاپریال له منځه تلل دي. علمي پرمختګونه او اقتصادي وده په یوه کمزوري ژواک چاپریال کې رامنځته کیږي او وروسته چې کله د پرمختګ بړاس اوج ته ورسیږي نو ممکن څپې ېې ژواک چاپریال اغیزمن کړي. کله چې بشریت بریالی شي چې د امریکا د یوې ستنډرډ کورنۍ په شان ژوند د نړۍ ټولو انسانانو ته برابر کړو نو د ځمکې په شان څو نورې سیارې ورته پکار دي خو موږ یوازې یوه ځمکه لرو. که د پرمختګ او ترقۍ په نتیجه کې ژواک چاپریال اغیزمن کیږي نو په بدل کې به ېې لوړه بیه ورکوو. نه یوازې ګیدړې، سویان او چرمي شاپرکونه به ېې بیه ورکوي بلکه ځیرک انسان ته هم زیانونه رسولی شي. کله چې ژواک چاپریال تباه شي د انسان اقتصادي ګډوډي، سیاسي نا انډولۍ، او د انسان مادي سوکالي به له ځوړتیا سره مخامخ شي. په نتیجه کې د انسان ټول تمدن او بنسټونه ګواښلی شي.

موږ خطر د ترقۍ او پرمختګ د ګاډي د حرکت په سوکه کولو سره کمولی شو. که سږ کال پانګوال تمه لري شپږ په سلو کې ګټه ولري باید په راتلونکو لسو کلونو کې درې سلنې ته راټیټ شي او دغه ګټه په راتلونکو شلو کلونو کې یو فیصده ته ورسیږي او په دې ډول په راتلونکو دیرشو کلونو کې اقتصادي وده په ټپه دریږي او موږ باید په هغه څه قناعت وکړو چې لرو ېې. خو د ترقۍ او پرمختګ دین له دغه تفکر سره مقابله کوي او دغسې تفکر کفر ګڼي برعکس د نور پرمختګ وړاندیز به کوي. که زموږ اختراعات د ژواک چاپریال سیسټم ګډوډ کړي او د انسانانو ژوند وګواښي نو د ځان د خوندیتوب لپاره به بل څه رامنځته کړي. که د اوزون پرده له منځه لاړه شي او انسان د پوستکي له سرطان سره مخامخ وي نو موږ باید د لمر نور ښه کریمونه او د سرطان د معالجې او مخنیوي نوي مرکزونه پيدا کړو. په دې ډول د کریمونو فابریکې او د سرطان د معالجې مرکزونه به زیات شي. کله چې د ډېرو کارخانو او تولیداتو له امله ځمکه د دوزخ په شان ګرمه شي ، سمندرونه ککړ شي، او ډیری ژوي له منځه لاړ شي نو انسان به مجبوره شي مجازي نړۍ او پرمختللي پتنځایونه رامنځته کړي چې د انسان لپاره د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

د چین پیکنګ همدا اوس دومره ککړ دی چې خلک له کورونو بهر نه ځي او شتمن چیناییان په کوټو کې د زرګونو ډالرو په ارزښت د هوا د پاکولو وسایل لګوي.، هغه چې نورې پيسې هم لري حتي خپلې حویلۍ هم په دغسې وسایلو سمبالوي. په ۲۰۱۳ کال کې د پیجینګ انټرنیشنل ښوونځی تر دې هم یو ګام وړاندې لاړ او په ټول ښوونځي ېې د تینس د شپږو میدانونو په اندازه ګنبده جوړه کړه. په دغه ښوونځي کې د ډیپلماتانو او شتمنو چیناییانو اولادونه درس وايي. ورپسې نوور ښوونځيو هم ترې پیروي وکړه. په دې ډول د هوا د تصفیېې صنعت وده وکړه. طبیعي خبره ده چې د بجینګ ټول خلک د هوا د پاکولو  او د دغسې لوکسو کورونو د جوړولو وس نه لري. دوي خپل ماشومان د بیچینګ انټر نیشنل ښوونځي ته هم نه شي استولی.۳ انسان په یو وخت په دو موازې کرښو د منډو په سیالۍ بوخت دی. په یو لوري کې موږ احساس کوو چې باید د علم او پوهې په ډګر کې وځغلوو او علمي او اقتصادي وده وکړو. یو میلیارډ چینایان او یو میلیارډ هندیان غواړي د امریکا د منځنۍ پرګنې په شان ژوند وکړي او کله چې ګوري امریکایان نه غواړي له لوکسو ګاډو او لویو شاپینګ سنټرونو تیر شي نو دوي هم د خپلونو  خوبونو د پوره کولو لټه نه پریږدي. په بل لوري کې موږ هڅه کوو چې لږ تر لږه د ژواک چاپریال د بربادۍ مخه ونیسو او یا لږ ترلږه یو ګام مخکې ترې روان و اوسو. د هرکال په تیریدا سره په دغو دو سیالیو کې د انسان منډه او سیالي سختیږي. ځکه کله چې  بې وزلي او د ډیلي په جونګړو میشت کسان یو ګام د امریکایانو د ژوند سویې ته ورلنډیږي نو مځکه مو یو ګام د تباهۍ کندې په لور ورټیل وهلي وي.

یو ښه زیری دا دی چې انسان په تیرو څو سوه کلونو کې ښه اقتصادي وده کړې له دې پرته چې کوم لوي ژواک چاپریالي ستونزې سره مخامخ شي. په دې لړۍ کې ډیر ژوي منقرضه شول او له منځه لاړل او انسانان له ډېرو اقتصادي کشالو، او ژواک چاپریالي غمیزو سره مخامخ شول خو تر اوسه له لوي خطره بریالي راوتلي یو. خو د طبیعیت قانون د نورې بریا ضمانت نه شي کولی. هیڅوک نه پوهېږي چې علم او ساینس دې تل دغه وس او وړتیا ولري چې په یو وخت دې د اقتصادي ځوړتیا او د ژواک چاپریال د تباهۍ مخه ونیسي. څومره چې دغه سیالي ګړندۍ کیږي د نورو غمیزو او کشالو امکانات ورسره زیاتیږي. پخوا به که یو نوی شی جوړ او اختراع شو نو سل کاله به خلک ورته خوشاله وو او عجیب شی ورته ښکاریده. خو نن سبا په یوه یا دو کلونو کې د پرمختګ یوه  نوې معجزه  ګورو.

باید دې خبرې ته پام ولرو چې د ژواک چاپریال تباهي ممکن بېلابېلو انساني ډلو ته مختلفې پايلې ولري. په تاریخ کې دغه انصاف او عدالت نه دی لیدل شوی. کله چې کومه غمیزه رامنځته کیږي بې وزلی تر شتمنو ډیر تاون کوي که څه هم دا شتمن دي چې د دغو غمیزو د رامنځته کیدا سبب کیږي. کله چې هوا ګرمیږي اغیز ېې د لودیځو هیوادونو د وګړو په پرتله د افریقايي هیوادونو پر خلکو ډیر وي. یو تناقض دلته  شته دی او هغه د علم له توانه د شتمنو ګټه پورته کول دي. شتمن تل د ساینس او علم په مټ له مسؤولیته ځان غړوي. د ګلتوني غازونو خپریدا ته پام وکړئ. زیاتره څېړاند او نړیوال سیاستوالان د نړیوالې تودوخې او د ځمکې د ګرمېدا د اغیزو په هکله خبرداری ورکوي خو دغو خبرداریو زموږ پر کړچار کوم اغیز نه دی کړی. د ځمکې د تودیدا په هکله ډیرې خبرې کیږي خو انسان په دې برخه کې عملي ګام نه دی پورته کړی او د خپلو اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي  ګټو له یوې وړې برخې هم نه تیریږي. د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ کلونو په واټن کې د ککړو غازونو په کمولو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی بر عکس په کال کې ۲,۲ سلنه زیات شوی هم دی. په ورته موده کې د ۱۹۷۰ او ۲۰۰۰ کلونو په واټن کې ۱,۲ په سلو کې زیاتوالی لیدل شوی.۴ له ۱۹۹۷ کال راهیسې د کیوټو تړون د ګلتوني غازونو د کمیدا په هدف  لاسلیک شو تر څو د ځمکې د ګرمیدا سرعت را کم کړي، هدف د دغه بهیر په ټپه دریدل هم نه ؤ خو له دې سره سره د نړۍ ستر ککړوونکي هیواد امریکا دغه تړون رد کړ اود خپلو ککړو غازونو په کمیدا کې هیڅ ګام پورته نه کړ. ځکه دا ویره وه چې ممکن د امریکا اقتصادي وده  ورسره کمه شي.۵

۲۶. که څه هم د ځمکې د ګرمیدا په هکله ډیر څه ویل شوي ، ډیرې غونډې او تړونونه شوي دي خو که ګراف ته پاملرنه وشي د ګلتوني غازونو د کنټرول په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی. که پورتنیو ګرافونو ته پام وکړئ د غازونو کمیدا یوازې د اقتصادي کشالو په وخت لیدل کیږي. نو په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې د ګلتوني غازونو کمیدل د ګوپنهاګن د تړون نتیجه نه وه بلکه د نړیوالې اقتصادي کشالې له امله دغه سویه ټیټه ښودل کیږي. د ځمکې د ګرمیدا د مخنیوي یوازینۍ لار د اقتصادي ودې درول دي چې هیڅ حکومت دغسې یوې پریکړې ته تیار نه دی.سرچینه د موسم نړیواله تحقیقاتي اداره EDGAR د اروپا څانګه.

د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په میاشت کې د پاریس په تړون کې په دې برخه کې نور ښکلي هدفونه هم په ګوته شول چې د ځمکې د ګرمېدا په مخنیوي کې په یو بې ساري اقدام کې به د تودوخې درجه په متوسطه توګه ۱،۵ درجې کمیږي خو د تړون برخه والو په دې برخه کې ټول ضروري خو سخت ګامونه ۲۰۳۰ کال او حتي د یوویشتمې پیړۍ نیمايي ته وځنډول. دا په دې مانا ده چې اوسنی دروند بار به د راتلونکي نسل پر اوږو اچوي. حکومتي ادارو د سیاسي ګټو په خاطر د ژواک چاپریال د ساتنې شعارونه ورکړل خو د ځمکې د ګرمیدا په اړه عملي ګامونه ېې راتلونکي نسل ته پرېښودل. له قراینو او شواهدو داسې ښکاري چې د دغه کتاب د لیکلو تر وخته ( د ۲۰۱۶ کال) پورې لرې ښکاري چې د ژواک چاپریال ستر ککړوونکی هیواد امریکا دې د پاریس تړون لاسلیک کړي.

زیاتره سیاستوال او راي ورکوونکي خیال کوي تر هغو چې اقتصاد په وده کې دی عالمان او انجنیران به موږ له قیامته وژغورلی شي. د هوا بدلون ته په پام سره د اقتصادي ودې زیاتره پلویان یوازې د هوا د بدلون په هکله د معجزې هیله نه کوي بلکه دوه ډاډه دي چې معجزه حتمي ده او کېدونکې ده.

دا خبره څومر منطقي ده چې د ټول بشریت له راتلونکې سره یوازې د دې لپاره  لوبه وشي چې ساینس پوهان او څیړاند یو نوی شی اختراع او جوړ کړي؟ اکثره ولمسشران، وزیران، د لویو ادارو مشران، او چارواکي منطقي خلک دي. نو ولې دوي دغه لوي ریسک ته غاړه ایښې ده؟ ښايي دوي په دې نه پوهېږي او باور نه لري چې  خپل راتلونکی ېې په قمار وهلی دی. که کومه ناوړه پيیښه کیږي او یا ساینس او علم د لوي توپان او سیل مخه ونه شي نیولی نو ممکن انجنیران د مهمو کسانو او شتمنو کورنیو لپاره د پرمختللې ټیکنالوجۍ په مرسته د نوح یوه بیړۍ جوړه کړي او نور په میلیاردونو انسانان به په اوبو لاهو شي. پر دغسې یوې ټیکنالوجیکي بیړۍ باور کول د ټول بشریت او ژواک چاپریال لپاره یوه ستونزه او ګواښ دی. هغو کسانو ته چې د دغسې  یوې لوېې ټیکنالوجیکي بیړۍ په جوړولو باور لري باید د ژواک چاپریال د ساتنې مسولیت ونه سپارل شي همغسې چې باید اټومي وسلې  هغو کسانو ته ونه سپارل شي چې په قیامت کلک باور لري.

له بې وزلو سره به څه کیږي؟ ولې هغوي د اعتراض غږ نه پورته کوي؟ که کوم وخت توپان راشي یوازې دوي به د غمیزې قربانیان وي او د اقتصادي ځوړتیا بیه به یوازې دوي ورکوي. په پانګوال نظام کې د بې وزلو ژوند یوازې د اقتصادي غوړیدا په وخت ښه کیداي شي. له دې کبله دا تمه نه شي کیداي چې بې وزلي دې د اقتصادي ودې د پڅولو په بدل کې د ژواک چاپریال په وړاندې د ګواښونو د کمېدا ملاتړ وکړي. ژواک چاپریال ساتنه ښکلې نظریه ده خو هغه کسان چې خپل پورونه او جریمې نه شي ورکولی د قطب د لویو کنګلونو  له اوبه کیدا اند ېښنه نه کوي دوي به ډیر خپلو پورونو او جریمو ته انديښمن وي.

بې ځایه منډې ترړې

له دې سره سره چې موږ منډې ترړې وهو چې د اقتصادي ځوړتیا او د ژواک چاپریال د تباهۍ مخه ونیسو همدغه منډې ترړې او سیالۍ  لوېې ستونزې رامنځته کوي او په وګړنیزه سویه هم سترس او هیجان زیاتوي. له سلګونو کلونو وروسته په دغې اقتصادي ودې او علمي او ټیکنالوجیکي پرمختګ سره باید ژوند سوکاله او ارامه شوی واي که نور نه وي په پرمختللو هیوادونو کې باید سوکالي او سکون ډېر واي. که زموږ نیېونه او پخواني نسلونه په دې پوهیداي چې موږ څه ډول وسایل، سرچینې او امکانات لرو نو دوي به سل په سلو کې داسې ګمان کاوه چې موږ جنتي ژوند لرو او له ټولو اندېښنو خلاص په بشپړ سکون کې یو. خو واقعیت بل ډول دی. له دې سره سره چې موږ ټول وسایل او امکانات تر لاسه کړي دي خو موږ نور فشار او سترس احساسوو چې تر اوسنیو زیات ښه وسایل او امکانات برابر کړو. موږ تل خپل ریس، د کور پور، حکومتونه او د ښونځیو سیسټم ملامتوو چې پر موږ ېې فشار زیات کړی او ډېر کا ته مو هڅوي، خو په حقیقت کې دا د دوي ملامتي او غلطي نه ده. دا د دغه موډرن تړون ملامتي ده او ټول انسانان له پیداېښت سره سم دغه تړون لاسلیکوي. تر موډرنې زمانې مخکې خلک په یوې ساده بیروکراټیکې ټولنې کې ساده او ټیټ کارکوونکي وو. دوي به حاضري امضا کړه او دفتر ته په ننوتو سر ه به په تمه وو چې نور یو څه وکړي. په موډرنه زمانه کې موږ په خپله ټیرونه په پښو کړي او منډې وهو له همدې امله موږ شپه ورځ تر فشار لاندې یو.

 په ټولیزه توګه دغه منډې ترړې یا سیالي په دایمې بدلونونو سره ښکاره کیږي. دغه بدلونونو په دوامداره توګه احساسیږي،  په داسې حال کې چې پخوا به ټولنیز او سیاسي سیسټمونو  په پېړیو پېړیو نه بدلیدل. نن سبا هر نسل هغه پخوانۍ نړۍ له منځه وړي او په ځاي ېې نوې ودانوي. همغه ډول چې کمونیستي اعلامیې یا منشور ورته ډېره پخه اشاره کړې او وايي: نوې او موډرنه زمانه نارامۍ او نا ډاډمنتیا ته اړتیا لري. ټولې پخوانۍ او مذبوتې اړیکې له منځه ځي او نوي جوړښتونه تر دې وړاندې چې پاخه شي زاړه کیږي او با ثباته او دایمي شی له منځه ځي او په بخار بدلیږي. په دغسې یوې ګډې وډې او نا ډاډمنه ټولنه کې ژوند سختیږي او د دغسې یوې ټولنې کنټرول تر دې هم سخت وي. خو موډرنیزم باید ډیره هڅه وکړي چې دغه بې نظمي او نا ډاډمنتیا انسانان او جوړښتونه ونه ویروي او د سیالۍ له ډګره ېې ونه باسي. له همدې له دې سره سره چې دغه سیالي لویه ګډوډي رامنځته کوي موډرنیزم د لوړ ارزښت په توګه له ودې او پرمختګه ملاتړ کوي. موډرنیزم تل پرمختګ او وده ارزښتمنه ډالۍ بولي چې باید هر څه ترې ځار شي. په ټولېزه توګه حکومتونه، ادارې او کمپنۍ هڅول کیږي چې خپل بریالیتوب د ترقۍ په معیار وسنجوي او له انډول یا تعادل څخه ته وا شیطان دی وتښتي. په فردي یا وګړنیز ډګر کې ېې موږ داسې قانع کړي یو چې بې له ځنډه خپل عاید زیات کړو او تل د ژوند د سویې د لوړولو په فکر کې و اوسو. حتي که څوک له خپل اوسني حالته  راضي هم وي د نورو شیانو د ترلاسه کولو لپاره نوره هڅه هم کوي. پروني لوکس شیان د نن ورځې ورځنۍ اړتیاوې بلل کیږي. که تا پخوا په یوه اپارتمان کې ژوند کاوه چې درې کوټې ېې درلودې او د کار یو میز او یو موټر دې درلوداي خو نن به یو کور غواړې چې پنځه کوټې ولري، د یوه په ځاي دوه موټره او اي پډ، نټب بریټ اوڅو ځیرک ټیلېفونونه به غواړې. دا ډیره سخته نه وه چې په فردي ډول انسانان قانع کړاي شي چې ډیر وغواړي، انسان په اسانه حرص و تمه پيدا کولی شي خو د لویو ټولنو لکه د حکومتونو، کلیساګانو په شان د جوړښتونو هڅول اسانه نه ؤ چې له موډرنه ایډیالونو او خیالونو سره یوځاي شي. د زرګونو کلونو په اوږدو کې دغو جوړښتونو او انساني ټولنو هڅه کړې ده د انسانانو حرص او تمه کنټرول کړي او یا پکې انډول رامنځته کړي. دا څرګنده خبره وه چې انسان ډیر او بیا هم ډیر غواړي او کله هم بس نه وايي خو کله چې د کیک اندازه ثابته وه نو ټولنیز انډول هم ساتل شوی ؤ او ډیر غوښتل ناسم او حرص ناوړه عمل بلل کیده. موډرنیزم نړۍ بدله کړه او انساني ټولنه ېې قانع کړه چې فکر وکړي انډول تر ګډوډۍ خطرناکه دی او بر عکس تمه د پرمختګ سبب کیږي او دا د خیر سرچینه ده. په دې ډول موډرنیزم د خلکو د زیات غوښتنو لپاره زمینه برابره کړه او د پخوانیو وختونو نظم او اعتدال ېې له مخې لیرې کړ دا هغه څه ؤ چې تمه ېې کنټرولوله.

د دغو بدلونو له امله رامنځته شوی کړکېچ او نارامي په یو ډول د پانګوال ازاد بازار په وسیله کنټرول شوه او دغه چاره په خپله د دې سبب شوه چې دغه ایډیالوجي مشهوره شي او ډیر پلویان پيدا کړي. د پانګوال نظام مُفکرانو به تل موږ ته ډاډ راکاوه چې: اندیښنه مه کوئ هر څه به سم شي، کله چې اقتصاد وده وکړي د بازار نا څرګند لاسونه به هر څه سم کړي. پانګه وال ازاد نظام په دې ډول  ډېرغوښتنه او بې نظمي سپېڅلې کړه. هغه بې نظمي او بې احتیاطي چې بې حده وده کوي د رامنځته کېدا په حال کې شوه له دې پرته چې څوک پوه شي  دا حالت کوم لور ته روان دی.

کمونیستانو هم په پراختیا باور درلود خو کمونیزم غوښتل د حکومتي پلانونو او پروګرامونو په چوکاټ کې پرمختګ کنټرول کړي او د بې نظمۍ مخه ونیسي، کمونیزم په لومړیو کې څه نا څه بریالیتوب ترلاسه کړ خو وروسته  د ازاد بازار له لوي کاروانه شاته پاتې شو.

نن سبا د پانګوال ازاد نظام په خلاف اعتراض یوه فکري اجنډا ده. پانګوال نظام زموږ پر نړۍ واک چلوي او همدغه چاره ده چې موږ مجبوروي تر دې وړاندې چې دغه چاره د قیامت په شان تخریبي څپې رامنځته کړي خپله ټوله هڅه وکړو چې ازاد پانګوال نظام نور هم وپېژنو. خو د پانګه وال نظام نقد باید تر دې حده وړاندې هم لاړ نه شي چې موږ ېې ګټې او لاسته راوړنې هم ونه ګورو. تر اوسه پورې دا یوه لویه بریا ده. که د ژواک چاپریال د ککړتیا له خطرو ورتېر شو او معیار تولید او پرمختګ وبولو نو دغه نظام ګټې هم لري. په ۲۰۱۶ کال کې موږ له سټرسه په ډکې او ګډوډې نړۍ کې ژوند وکړ خو د قیامت د راتللو او تباهۍ وړاندوینې عملي نه شوې. خو بر عکس د نړیوالې ملګرتیا او د دوامداره ودې په هکله جنجالي وعدې ټولې پوره شوې. که څه هم انسانان له موقتي اقتصادي کشالو او نړیوالو جنګونو سره مخامخ دي خو پانګوال نظام پر کاختۍ، جنګونو او وبا برلاسه ده او حتي  دغه غمیزې ېې له منځه وړي دي. د زرګونو کلونو په اوږدو کې پادریانو، خاخامانو او مفتیانو تبلیغ کاوه چې انسان دا وس نه لري چې د وبا، کاختۍ او جنګونو مخه ونیسي. خو موږ ولیدل چې بانکدارانو، پانګوالو، او د فابریکو خاوندانو په دوه سوه کلونو کې دغه کار وکړ.

موډرن تړون له موږ سره د بې ساري قدرت ژمنه وکړه او عملي ېې هم کړه. خو په کومه بیه؟ دغه نوی تړون د قدرت په بدل کې له موږ تمه لري چې له مانا او ارزښتونو ورتېر شو. انسان به دغسې سړې او بې روحه غوښتنې ته څه ځواب ولري؟ که ېې ومنو نو اټکل به دا وي چې موږ به ېې په بدل کې له ښکلا، مینې، او خواخوږۍ یوه تشه او تیاره نړۍ تر لاسه کړو. خو حقیقت دا دی چې نن سبا انسانان تر بل هر وخته توانمن او د قدرت خاوند دی خو ورسره تر هر وخته زیات په سوله کې ژوند کوي او له یو بل سره پراخه ګډه ملګرتیا لري. څرنګه انسان پر دې چارې بریالی شو؟ دا څنګه ممکنه ده چې له جنت، دوزخ او خدایانو په یوې تشه نړۍ کې ملګرتیا، اخلاق، ښایست او زړه سوی وده وکړي؟ کپیټالیستان په یو وار او په بېړه ټول ویاړونه او هر څه د ازاد بازار نا څرګندو لاسونه ته سپارلی شي. خو د ازاد بازار لاسونه نه یوازې دا چې ناڅرګنده دي بلکه ړانده هم دي او دغه بازار به کله هم په یوازې سر بشري ټولنه ونه ژغورلی شي. یو پیغمبر یا یو متواضع کس هم  د خداي، باچا، او یا کلیسا له ملاتړ پرته د مرستې لاس نه شي اوږدولی. که هر څه خرڅلاو ته وړاندې شي که د پولیسو او محکمو په شمول هرڅه خرڅلاو او لیلام ته وړاندې شي ، په نتیجه کې ېې باور له منځه ځي او اعتبار خام کیږي په دې ډول کمپنۍ یا ځايي بازار دیوالیه کیږي او بنسټونه نړیږي.۶ خو دا کوم شی ؤ چې موډرنه ټولنه ېې له دړې وړې کیدا وژغورله؟ بشریت د انعام او سزا د قانون او یا د عرضې او تقاضا د قانون په وسیله ونه ژغورل شو بلکه یو پر ودې او انقلابي دین یعني هیومانیزم یا انسان پالنه وه چې بشري ټولنه ېې وژغورله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب