دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپروان کې د برېښنا پایو ته ۱۴ ماینونه ځای پر ځای شوي؛...

پروان کې د برېښنا پایو ته ۱۴ ماینونه ځای پر ځای شوي؛ شپږ یې خنثی شول

تاند (جمعه د ثور ۲۴) د پروان ځايي چارواکي وایي چې ناپېژانده وسله والو په دغه ولایت کې د برېښنا لوړ ولتاژ لرونکیو پایو ته ۱۴ ماینونه ځای پر ځای کړي چې له دې ډلې اتو ماینونو چاودنه کړې ده او شپږ یې کشف او خنثی شوي دي.

د ځايي چارواکو په خبره چې دغه ماینونه د چاریکار ښار په ځنګل باغ سیمه کې د وارداتي برېښنا په پایو کې ځای پر ځای شوي و. چارواکو ویلي چې دغو ماینونو دوه پایې زیانمنې کړې خو پوره ویجاړې شوي نه دي.

برېښنا شرکت هم د یادې پېښې د تایید تر څنګ وایي چې ځینې ماینونه امنیتي ځواکونو خنثی کړي او د لا ډېرو زیانونو مخنیوی یې کړی دی.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې توګه افغانستان ته د وارداتي برېښنا پایې د ناپېژانده وسله والو له لوري نړول کېږي او میلیونونه افغانۍ زیانونه اړوي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان ملي امنیت باید په دغه سیمه کې نفوذي کسان په دندو وګماري، تر څو راپور ورکړي، نو چې ستا ټول استخباراتیان د پنجشیر نه وي، او هغه هم په کابل کې کلارې پراته وي، نو په دې خو نه کیږي.
    دا لا څنګه لوبه شوه، هره ورځ پایه ګانې الوځوي؟ او د حل لاره نشته ؟
    د خدای لپاره لږ په دې خپلو تشکیلاتو باندې غور وکړئ، هره سیمه تر خپل پوښښ لاندې راولئ، په پایه ګانو کې کیمرې نصب کړئ، چې وائرلیس سیستم سره کار وکړي، او په امنیتي مراکزو کې یې تر څار لاندې ونیسئ، هر کله چې چا بم ایښودو، چټګ غبرګون ځواک دې خپل لاس په کار کیږي.
    او یو شمیر بې پیلوت او ډرون وکاروئ، او د مجرمانو د میشت سیمې په نښه کړئ، او بیا پرې عملیات وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب