جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ایران امنیتي ځواکونو د کمال خان بند په پرانستلو افغانان راوشړل

د ایران امنیتي ځواکونو د کمال خان بند په پرانستلو افغانان راوشړل

تاند (جمعه د ثور ۲۴) د ایران امنیتي ځواکونو په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند له پرانستل کېدلو څخه وروسته په دغه هېواد کې مېشت کډوال افغانان ووهل، شکنجې یې ورکړې او بیا یې له خپل هېواد څخه را واېستل.

نیمروز ته رارسېدلو یو شمېر کډوالو افغانانو رسنیو ته ویلي چې د کمال خان له پرانستل کېدلو څخه وروسته ایراني امنیتي ځواکونو هغوی چې قانوني اسناد؛ افغان پاسپورټونه یې لرل او ایرانۍ وېزې پرې لګېدلې وې، د کار له ځای نه پورته کړل او په ډېر سپک چلند سره یې افغانستان ته راواړول.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ وېب سایټ سلام ټایمز د نیمروز د ولایتي شورا د مرستیال ګل احمد احمدي له قوله لیکلي، د ایراني رژیم له خوا د کمال خان بند د بشپړیدو په بدل کې د افغان کډوالو شکنجه او تعقیب په افغانستان کې د ښېرازۍ او پرمختګ پر وړاندې د هغوی دښمني په ګوته کوي.

احمدي وویل، «د ایران حکومت ځان اسلامي نظام بولي، خو له افغان کډوالو سره، چې ټول مسلمانان دي او له بدې ورځې یې هلته پناه اخیستې ده، د هغوی چلند غیر اسلامي دی.»

هغه زیاته کړه، ایران تل ادعا کوي چې د افغانستان دوست دی، خو کارونه یې په ښکاره د د افغانستان پر وړاندې دښمني ښیي.

د هغو افغان کډوالو په وینا چې ایران په وروستیو کې را اېستلي دي، دایران امنیتي ځواکونو ایران ته د وړیا اوبو د بهیر له پای ته رسېدلو راهیسې پر افغانانو فشار زیات کړی دی.

د کندوز یوه اوسېدونکي یاسر چې د ثور په ۷مه ایراني مقاماتو را واېست او نیمروز ته راورسېد، وویل، «د ایراني ځواکونو په لاس زموږ زورول له هغې ورځې نه وروسته ډېر زیات شول چې د کمال خان بند پرانستل شو.»

هغه وویل، «که څه هم چې ما پاسپورټ او ایرانۍ وېزه لرل، پولیسو زه د خپل کار له ځای څخه راپورته کړم او راته یې وویل چې زما اسناد ارزښت نه لري.»

هغه وویل، «ایراني پولیسو ماته وویل لاړ شه او حکومت ته دې ووایه چې له کمال خان بند نه اوبه راخوشې کړي چې ایران بیا اوبه ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «زما کورنۍ په اصفهان کې پاتې شوه. تر دې چې پولیسو ماته اجازه رانه کړه چې هغوی ته د خپل راتګ خبر ورکړم یا د خپل کار له مالک څخه خپله تنخوا ترلاسه کړم. هغوی په زور زه زندان ته بوتلم او بیا یې افغانستان ته راوشړلم.»

د غزني ولایت یوه اوسېدونکي چې ایراني نظامیانو د غوایي په ۷مه را اېستلی دی، وویل، له هغې ورځې چې ایران ته د اوبو بهیر درېدلی، د افغان کډوالو شکنجه زیاته شوې ده. هغه د نیمروز ولایت له لارې افغانستان ته راستون شو.

هغه وویل، «ایراني پولیس هر افغان چې نیسي له یوې اونۍ څخه د ډېرې مودې په مخه بندي کوي او هغه خواړه چې هیچ د خوراک وړ نه دي ورکوي.»

هغه زیاته کړه، «د کمال خان بند پرانستې د ایران نظامیان ډېر زیات په قهر کړي دي. پولیسو زه په تهران ښار کې ونیولم او سخت یې ووهلم او دا یې رانه پوښتل چې ولې زما حکومت د هغوی هېواد ته د اوبو بهیر درولی دی.»

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي مجیب الرحمان چې ایراني مقاماتو په وروستیو کې را اېستلی دی، وویل، هغوی نوموړی له دوه ورځني بند څخه وروسته را واېست او په بند کې پولیسو هغه وواهه، شکنجه یې ورکړه او کنځلې یې ورته وکړې.

1 COMMENT

  1. زموږ حکومت دې د افغانستانه ورپسې ټول ایراني او خمیني پلوه د ایران شیعه دولت نه الهام او احکام اخیستونکي خرڅ شوي غدار او تالي څټي تش په نامه افغانان ورواستوي، او ودې شړي.
    او هلیپور باید ژر تر ژره د جهنم اسفل السافلین کندې ته واستوي.
    افغانستان باید د ایران په وړاندې خپل دریځ جدي ونیسي، او د بشر د حقوقو فعالین دې دا ایران په ظلم او وحشت سترګې نه پټوي.
    ولسمشر غني باید خپل سیاست د ایران او پاکستان په وړاندې د افغانانو د هیلو او غږ سره په همغږۍ غوره کړي، نه دا چې دلته افغانان په وینو سره وي، او دوی د باجوه ماجوه نه سوالونه او غوښتنې کوي، او بیا د همکارۍ تمې لري..
    بیغیرته حکومته !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب