جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کندهار هوايي ډګر افغان پوځ ته وسپارل شو

د کندهار هوايي ډګر افغان پوځ ته وسپارل شو

تاند (جمعه د ثور ۲۴) له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو د وتلو سره هممهاله نن امریکايي ځواکونو د کندهار هوايي ډګر افغان ځواکونو ته وسپاره.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان نن جمعه/ د ثور ۲۴مه/ پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه هوايي ډګر د افغانستان ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوی دی.

ښاغلي امان پر خپل ټویټر لیکلي، “امریکايي ځواکونو د کندهار د هوايي ډګر پوځي اډه د ملي اردو ځواکونو ته وسپارله. له دې وروسته به د ملي دفاع وزارت له دغې اډې څخه د تروریزم پر ضد مبارزه کې استفاده وکړي.”

نوموړي زیاته کړې، د غوڅ ملاتړ ماموریت له ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د د انتقال او د اډو د سپارلو بهیر په بریالۍ توګه د عملي کېدو په حال کې دی.

له دې مخکې هم بهرنیو پوځیانو په یو شمیر ولایتونو کې خپلې پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

کندهار هوايي ډګر د افغانستان په سویل ختیځو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی مرکز و، چې ویل کېږي شاوخوا ۳۰ زره امریکايي عسکر په کې مېشت و.

دوه اونۍ مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو.

د امریکا مرکزي قومانداني وايي، له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو د بهیر له پیلېدو راوروسته په سلو کې ۱۲ امریکايي پوځیان له دې هیواده وتلي دي.

امریکا د خپلو ۲۵۰۰ پوځیانو او زرګونو قراردادیانو د ایستلو بهیر د مې په لومړۍ رسماً پیل کړ.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په وینا د مې تر لسمې پورې تقریباً ۱۲ سلنه پوځیان او په ۱۰۴ الوتکو (C-17 ترانسپورتي الوتکو) کې وسایل له افغانستانه وړل شوي او ۱۸۰۰ وسایل هم ویجاړ کړل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سپټمبر ۱۱ له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب