Homeخبرونهوسله والو په پروان ولایت کې یوه ښځه او خاوند وژلي

وسله والو په پروان ولایت کې یوه ښځه او خاوند وژلي

تاند (جمعه د ثور ۲۴) د پروان ځايي چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د دغه ولایت په سیدخیل ولسوالۍ کې یوه ښځه او خاوند وژلي دي.

د سیدخیل ولسوالۍ ولسوال لمر عثمان یار ویلي دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.

د عثمان یار په خبره چې دغه پېښه د کورنۍ تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره چې تر اوسه ددې پېښې په تړاو کوم څوک نه دي نیول شوي، خو پولیسو خپلې پلټنې پیل کړي دي.

پروان له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېر کله په کې د کورني تاوتریخوالي له امله دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

مقدمه موضوع این مقاله عمدتاً در مورد هنر است، ولی مفهوم زیبایی خود بخود وابسته به آن است. متاسفانه در افغانستان درین اواخر بنا...