یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهسقیمزما اړتيا او ستا فتوا | سید شاه سقیم

زما اړتيا او ستا فتوا | سید شاه سقیم

زوړ کال په تېرېدو دی او د نوي کال راتلو ته دا څه موده کېږي چې د بادامو ونو ګلونه په غاړه کړي دي. ښوونکي نيم ژمی رخصتي کړې ده، د نوي کال له پيل سره به بيا ببرسري ماشومان ورته پلتۍ وهي او دی به يې مخ د رڼا پر خوا سيخوي.

بل وطن ته تللي مسافر درست ژمی په پردي وطن کې خوارۍ ايستلې، اوس به ډک جېب کور ته راځي او د ماشومانو مور به يې د نوي کال له پيلېدو سره نوی ټيکری پر سر کړي.

بزګر درست ژمی ارام تېر کړی دی، د نوي کال له پيل سره به نوي بوټي، نوي نيالګي او نوي ګلونه کري.

د سرونو سوداګر لګيا دي په تېر کال کې رغړېدلې ککرۍ شماري او د را روان کال لپاره په تنو پسې د روغو نښتو ککريو د رژولو لپاره نوي اوزار برابروي.

يو بله ډله اخته ده، رانړېدلې تنې پر يو او بل مخ اړوي، د ښځو، ماشومانو، سپين ږيرو، ځوانانو، نظاميانو او ملکيانو د جسدونو شمېر بېل بېل مالوموي او بيا يې د تېرو کلونو له شمېرو سره پرتله کوي.

په افغانستان کې د سرونو لو، کلونه کېږي چې روان دی، ورور د ورور مرۍ پرې کوي، زوی په پلار پسې ټوپک په اوږه ګرځي، تربور د تربره سينې ته شپېلۍ سيخه کړې، اکا د واوره پر سر او مال سرپه نه کوي، مېړه له مېرمنې پوزه پرې کوې، بې روزګاره له کاريګرو غوږونه شکوي، بې وسه ځان ته اور اچوي، بې وزله د زورور مرګ له خدايه غواړي. ملا د خپلو مقتديانو وژل روا بولي، مقتدي ملا له ممبره شړل ګناه بولي.

مرمۍ اورې، وينې بهېږي، پېغلې کونډېږي، ماشومان بې پلاره کېږي، تر مريو وينې څاڅې، هدېري پراخېږي، وطن نړېږي، ولس غرقېږي. خو څوک هېڅ هم نه وايي.

څوک دومره نه وايي چې ددې وطن له ماشومانو د پلار سيوری مه اخلئ، دغه تر مرغيو بې ازاره ماشومان وبال لري، د خدای خوا ورباندې بدېږي.

د نوي کال له رارسېدو سره يو ځل بيا د فتواوو بازار هم تود شوی دی، څه موده مخکې د همدغه يتيمانو د نورو اوښکو تويولو لپاره له لاهوره تازه فتوا راغله، تر هغه وروسته دلته په وطن کې د ننه هم فتواوو کش واخيست.

چې ګورې يو به وايي، د نوروز نمانځل حرام دي، هغه بل مفتي به خوابدی وي، وای زما په فتوا تېر کال هم چا عمل و نه کړ، دا بل به له هغې خوا فتوا ورکوي چې که چا د ښځو ورځ ونمانځله ولاړ تر دونيا بې ايمانه تېر شو، بل به وايي، د شوبرات په شپه که مو اور بل کړ، د دوزخ په اور به وسوځئ، بل د حج په مراسمو کې زيات مصرف ناروا بولي.

الکه! ته که دومره نر يې، ته که دومره تکړه يې، راشه اول د دغې چاړې په اړه فتوا ورکړه چې د نيم ولس پر غاړه دې ايښودل شوې ده.

د دغه يتيم ژړول حرام وبوله، د دغې کونډې کړول ناروا وبوله، د دې ولس پر ځوروونکيو لعنت ووايه، د دې وطن د خرڅوونکيو پر مخونو لاړې توکړه، دغه ورور وژنه، کور نړوونه، مور ژړوونه حرامه وبوله، عورته به دې يم که په ټول عمر نوروز ونمانځم.

داسې نو نه کېږي چې د ولس تر مرۍ وينې څاڅي، د ولس تر سينه مرمۍ ووزي، د يتيم زړه له ژړا وچاودېده، د کونډې سر له اندېښنو سپين شو، پنجابی دې د وطن ورانول او د سورخولو ماشومانو وژل ثواب بولي، ته د هغه ځواب ته بلا وهلی يې، خو د نوروز په نمانځلو او نه نمانځلو پسې دې د کتابونو پاڼې وشکولې.

زه نه وايم چې د نوروز نمانځلو په اړه فتوا مه ورکوه، خبره په مهم او نامهم، ليږ ضروري او ډېر ضروري کې ده.

3 COMMENTS

  1. شالو خانه وروره!
    هر څوک خپل احساسات څرګندوی.
    د سقیم جان احساسات د ستاینی وړ دی او ستا احساسات هم د منلو وړ دی.
    زموږ د نن ورځی لویه فکری او روحی او ملی او حتی عقیدتی ستونزه دا ده چی د دوو رنځونو تر منځ تبعیض کاروو.
    انسانی او اخلاقی اصول خو دا حُکم کوی چی جفا او ظلم باید د تلفاتو او ناخوالو او ځورَوَنی د کچی او مقیاس په تناسب وسنجول سی.
    دا به بی انصافی وی که یو کس یا کسان د تقلبی او جعلی ” درمل ” د جوړولو او خرڅولو او ترویج او پراخ قاچاق په جرم محاکمه سی خو دا مجرم د ځان د برائت لپاره دا استدلال وکړی چی مثلاً فلان کس یا کسان هم په فلانۍ کوڅه کی په دوکان یا لېړۍ کی تقلبی ” درمل ” خرڅوی.
    ظاهراً دواړه مجرمین ګڼل کیږی امّا د عمومی ضرر او زیان د اندازې پر بنسټ ددې دوو مجرمینو د جرم وزن او ماهیت او کیفیت ډیر توپیر سره لری.
    په تجارتی اصطلاح، پرچون فروشی او عمده فروشی دوه بېل مضامین دی.

  2. سقیم صاحب له ګوتو او لیکنې مو جار شم. له سره تر پایه دې ټول واقعیتونه لیکلي او يوې مهمې مسئله ته دې په کې اشاره کړې. هغه څوک چې یې په معنی او مفهوم نه پوهېږي یا دا چې کم سواده دي او یا دا چې د پردیو او اغیارو ډولکیان دي. پدې دا خبره کوم چې هرکله او په هرې لیکنې کې چې ددوئ د ارباب نوم په کې یاد شي نو دوی پرته له دې چي د لیکنې حقیقت ته وګوری هرومرو يو بې ځايه ډز کوي. بد عمل بد دی هر څوک یې چې کوي لعنت دې وې پرې. له هغو خو یې دولتونو پوښتنه وکړه او اوس بندیان دي. خو شالو خانه د لوګر او کابل د بې ګناه ماشومانو قاتلینو نه به څوک پوښتنه وکړي؟ ددوی او د هغو بهرنیانو تفاوت په څه کې دی؟ ستا مفتیان خو ځان مسلمان ګنې، نو بیا ولې دداسې وژونو د غندنو لپاره چوپه خوله ناست دي.
    سقیم صاحب لیکنه دې ښکلې ده. خدای دې زمونږ علماو ته هدایت وکړې چې داسې لویو ستونزو ته توجه وکړي او د قراني او انساني ارشاداتو په رڼا کې خپلې فتواوې خلکو ته واوروي. او دا ړانده دې هم خدای بینا کړي. مننه.

  3. شالو خانه!
    که په زنانه حمام کی د زنانه جنګ خبره را منځته سی نو ادامه به ئې دا وی چی:
    ۱- باور وکه ما د خیاطۍ کسب او دوکان کلونه کلونه مخکی تړلی دی.
    ۲- خیاطی نن ورځ یو عمومی ( بعضاً الزامی ) کسب دی.
    که احمد فلانی ته خیاطی کوی نو شالو خان او محمود خان فلانی ته خیاطی کوی.
    ۳- زموږ د وولس روحیات هله د ستونزو سره مخامخ سوه کله چی ئې په بی بی سی کی د تراشل سوی بُت ( امیرالمؤمنین ) ترخه سناریو له نژدې لمس کړه او کله چی ئې ولیدل تورو ټپوسانو د سپینو کُفترو او سپینو فرشتو سپین لباس غاړی ته واچاوه او حکومتداری ئې د قمچینی په زور پر وولس تحمیل کړه.
    ۴- د حکومت یا اشغالګرانو پر کړنو نقد او اعتراض هیڅکله د طالب او د طالب د خواخوږو د تائید او ملاتړ معنی نلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب