جمعه, اپریل 26, 2024
Home+هره ورځ: زما ټولګی او ټولګیوال ... (۴)

هره ورځ: زما ټولګی او ټولګیوال … (۴)

نن ورځ مې د انګلش د تدریس په وخت کې خپلو نازولو ټولګیوالو او زړه ته را تېرو نجونو ته څو نظرونه ورکړل. ورته ومې ویل چې موږ د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلین یو، باید خپل مسلک ته کار وکړو. هغه څو نظریات دا دي: 

یو، یوه وېبپاڼه به جوړه کړو او په ګډه به یې اداره کوو او همدا رنګه کولی شو د موبایل لپاره یو اپلیکېشن هم جوړ کړو. په دې وېبپاڼه او اپلیکېشن کې به د کمپیوټر ساینس په هکله مقالې او څېړنې خپروو.

دوه، د کتابونو لیکلو لړۍ به پیل کړو. څو ډلې به جوړې کړو، او هرې ډلې ته به پر یوه، یوه موضوع د کتاب لیکلو دنده وسپارو. په دې ډول کولی شو چې په هر سمسټر کې پنځه یا شپږ کتابونه ولرو.

درې، په اونۍ کې دوه ورځې رخصتي لرو، نو یوه ورځ به سیمینارونو ته ځانګړې کړو. هره اونۍ به یو یا څو تنه پر یوه موضوع سیمینار وړاندې کوي. 

ښه تاسو به فکر کوئ چې زه به د جومات د ملا په څېر په منبر ناست وم او ټولو به سرونه ښکته را ته ځوړند کړي وو او ما به خپلو مسالو ته زور ورکړی وو. وبښئ! دا اټکل مو ډېر غلط دی. متاسفانه، زما مخاطبین افغانان ول. دې ټولو خبرو دوه دقیقې وخت نیوه، خو ما په نیم ساعت کې هم په سم ډول پای ته ونه شوی رسولی. زما د وینا صورت حال په دې ډول وو: 

زه: لومړی …. 

یو ټولګیوال: (لومړی) چی است و بچه؟ سم سيي ګپ بزن.

بل ټولګیوال: بانش دیګه! شاید چیزی خوردنی باشه.

زه: ښه په دري خبرې کوم. (خو تاسو ته يې پښتو ژباړه را اخلم.)

زه: لومړی … یوه وېبپاڼه به جوړه کړو… 

یو ټولګیوال: وېبپاڼه پرېږده، داسې یو ښه پبجي غوندې ګیم به جوړ کړو. 

له دې خبرې وروسته ټولګیوال ډلې، ډلې شول او د پبجي ګېم په هکله يې د خپلو ګرانبها معلوماتو تشهیر پیل کړ او ما بار، بار یوه خبره (البته په مختلفو کلماتو) تکراروله: 

– زما خبره خو پوره واورئ، غوږ خو ونیسئ…

خیر، له دې کیسې نه به تېر شو، ځکه خبره اوږدېږي! خو که  هر څوک يې عملي بېلګه غواړي، نو د افغانستان د هر پوهنتون، د هر پوهنځي، د هر سمسټر هر ټولګي ته ورتلی او زما د خبرو دروغ یا رښتیا ځان ته ثابتولی شي. چېلنج مې دی. (یو که ټول ټولګی ویده وو، بیا څه نه شم ویلی! ځکه ویده خو معذوره دي.)

د نړۍ نورو قومونو ته د وینا پر مهال یوازې د دې اړتیا وي چې ورته وایې: ګوره وروره! دا ګټور کار دی او دا تاواني او زیانمن کار دی. خو په افغانستان کې به د یو کار د ګټورتیا له ثابتولو وروسته، دا هم ورته وايې چې ښه، که ته دا ګټور کار وکړې، نو تاته به يې ګټه څه وي. یانې دلته به د ګټې، ګټه هم ورته تشریح کوې. او ورته وایې به چې ته باید ولې ګټور کار وکړې. خبره لږ جنجالي ده، نو غور او فکر پرې بویه. 

رښتیا! اوس به درسي ساعت ته راشو. نن مې د ټولګي په جریان کې یوه عجیبه فکر، فکر ته راغی. هغه دا چې زموږ د کمپيوټر ساینس ټول مضامین زموږ په رښتیني او اصلي ژوند کې هم ډېر زیات رول لوبولی شي (او لوبوي يې)، البته که موږ ورته ځیر شو. یانې داسې نه ده چې د کمپیوټر ساینس مضامین یوازې د کمپیوټر د زده کړې، تطبیق او استعمال لپاره دي، بلکې په عملي ژوند کې هم زموږ د ژوند په بهترۍ کې لوی لاس لرلی شي. د بېلګې په ډول، نن ورځ موږ د software engineering مضمون درلود؛ په سافټوېر انجینري کې موږ د سافټوېر د جوړولو پړاوونه وایو. یانې پخپله د سافټوېر جوړول پکې نه زده کوو، بلکې دا وایو چې د یوه سافټوېر د جوړولو لپاره باید کوم، کوم کارونه ترسره شي، تر څو یو داسې محصول لاسته راشي چې مؤثر او مثمر وي. دا خو د کمپیوټر ساینس له لید لوري د سافټوېر انجینري پېژندنه شوه؛ خو که ژور او عمیق فکر وکړو، نو پخپله د سافټوېر جوړول یوه ستونزه یا پرابلم ده او د سافټوېر انجینري مضمون موږ ته د یوه پرابلم د حل کولو لارې چارې را په ګوته کوي. موږ په خپل عملي ژوند کې هم له ګڼو پرابلمونو سره مخ کېږو، نو سافټوېر انجینري چې کومې حل لارې د سافټوېر جوړولو لپاره نشاندهي کوي، کولی شو له یو څه بدلون او تغیر سره په خپل عملي ژوند کې هم استفاده ترې وکړو. 

اها! بس ده نو! او که چې غواړئ سافټوېر انجینري او د بریا ارواپوهنه دواړه په همدې یوه مقاله کې زده کړئ. بېچاره ټولګیوال (په تېره نجونې) دې ته په تمه ناستې دي چې په مقاله کې به د دوی وار کله را رسېږي. 

په یاد مو دي چې سیدا خان له مانه د واټساپ نمبر اخیستی وو. کله چې ټولګی رخصت شو، نو زه دفتر ته راغلم او دی خپل کور ته لاړ. فکر کوم سیدا خان دغو دهقاني لري، ځکه حالت یې د دهقانانو غوندې دی. دفتر ته چې راغلم، واټساپ مې خلاص کړ (یانې اوپن مې کړ!)؛ ګورم د سیدا خان څو پیغامونه راغلي: 

– (سلام!) (څنګه يې؟)

ځواب مې ورکړ. سړی سمدستي انلاین (یا د کره پښتو په اصطلاح پرلیکه شو). خبرې یې وغځولې. خو څه به يې اوږدوم… خبره تر دې ځایه را ورسېده:

– وهلکه! یوه خبره درته کوم، چاته خو به يې نه کوې. 

– ماته خبره کول داسې ده، لکه خپل زړه ته يې چې کوې. (د دې خبرې زور او قوت ته وروسته ډېر حیرانه وم، زه او داسې خبره؟ واه! واه!)

په عاجزو الفاظو یې وویل: 

– زه دا ډېر وخت کېږي چې په رڼا میین یم. 

د دفتر مېز ته ناست وم، له خولې مې ناڅاپه «باووو! دې ته وګوره!» ووتل. ټولو همکارانو را وکتل. خیر، ځان مې کنټرول کړ. ورته ومې ویل:

– ښه، نو ماته يې ولې وایې؟

– هغه هم د هرات ده او ته هم د هرات یې. 

– نو بیا؟

– هېڅ! هغه له مانه خفه ده.

– ولې خفه ده؟ 

– جنګ مو وکړ. 

– ولې؟ 

… نور سبا ته…

ماخذونه: 

۱- زما فکر

۲- ټولګیوال هلکان

۳- ټولګیوالې نجونې

۴- زما ښوونکي

۵- زما مضامین

۶- و امثالهم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب