دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهبهرنۍ رسنۍ: د امریکا زرګونه قراردادیان هم له افغانستانه وتلي

بهرنۍ رسنۍ: د امریکا زرګونه قراردادیان هم له افغانستانه وتلي

تاند ( جمعه ، د ثور ۲۴مه)  د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې امریکا په دې وروستیو کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ زره قراردادیان درلودل، چې په بېلابیلو برخو کې یې له امریکایي عسکرو سره مرستې درلودې.

له دې ډلې ۶۱۴۷ یې امریکایان دي، چې له تخنیکي مسایلو نیولې بیا تر لوجستیکي مواردو پورې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کاوه.

بیزنس انسایډر وایي، چې امریکا ډېر وخت د سرتېرو تر شمېر قرار دادیان ډېر لرل، چې د امریکایانو د ماموریت د ناکامېدو یو لامل هم د همدې قرار دادیانو موجودیت و.

سرچینې وایي، چې دا قراردادیان په ډېرو مواردو کې له امریکایي ځواکونو سره ريښتیني نه و او یوازې د فساد او پیسو ګټلو لپاره یې له دوی سره هوکړې درلودې.

سرچینه زیاتوي، چې امریکایي قرار دادیانو په تېرو شلو کلونو کې د امریکایانو ۱۰۴ میلیارده ډالر مصرف کړي دي.

د سرچینې په خبره یوازې په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۹ میلیارده ډالر پر قراردادیانو لګول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکایي چارواکو په وینا تر دې دمه  له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو د بهیر له پیلېدو را وروسته کې ۱۲ سلنه امریکايي پوځیان له دې هیواده وتلي دي.

سرچینې وړمه ورځ ویلي وو، چې امریکا د خپلو ۲۵۰۰ پوځیانو او زرګونو قراردادیانو د ایستلو بهیر د مې په لومړۍ رسماً پیل کړ.

هغه مهال د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په وینا د مې تر لسمې پورې تقریباً ۱۲ سلنه پوځیان او په ۱۰۴ الوتکو (C-17 ترانسپورتي الوتکو) کې وسایل له افغانستانه وړل شوي او ۱۸۰۰ وسایل هم ویجاړ کړل شوي دي.

امریکا وايي، تر اوسه یې ۱۲ % پوځیان له افغانستانه ایستلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب