یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، تر اوسه یې ۱۲ % پوځیان له افغانستانه ایستلي

امریکا وايي، تر اوسه یې ۱۲ % پوځیان له افغانستانه ایستلي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۲۲) د امریکا مرکزي قومانداني وايي، له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو د بهیر له پیلېدو راوروسته په سلو کې ۱۲ امریکايي پوځیان له دې هیواده وتلي دي.

امریکا د خپلو ۲۵۰۰ پوځیانو او زرګونو قراردادیانو د ایستلو بهیر د مې په لومړۍ رسماً پیل کړ.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په وینا د مې تر لسمې پورې تقریباً ۱۲ سلنه پوځیان او په ۱۰۴ الوتکو (C-17 ترانسپورتي الوتکو) کې وسایل له افغانستانه وړل شوي او ۱۸۰۰ وسایل هم ویجاړ کړل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سپټمبر ۱۱ له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

د امریکا د براون پوهنتون د (وار پراجیکټ) د سروې له مخې، امریکا د افغانستان په شل کلنه جګړه کې دوه اعشاریه ۲ تریلیون (۲ زره ۲۰۰ ملیارد) ډالره لګولي او ۲۴۰۰ پوځیان یې وژل شوي دي.

د امریکا مرکزي قومانداني یا سینټکام وايي چې هره اوونۍ به د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه معلومات خپروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب