تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۲مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل زوی حسن خان وایي، غواړم د پلار په څېر یو تکړه لوبغاړی شم.
نوموړی وایي هیله من دی، چې د خپل پلار په څېر به د افغانستان لپاره په نړیوال لوبو کې ولوبېږي.
حسن خان اوسمهال ۱۶ کلن دی او په پاکستان کې زېږېدلی دی.
نوموړی په متحده عربي اماراتو کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، او هلته په ډومېسټيک لوبو کې هم لوبېږي.
حسن خان په خپله تازه مرکه کې ویلي: «پلار يې (محمد نبي) چې د کرکټ لپاره څه کړي او څومره نوم يې ګټلی دی، دا د هغه لپاره د ویاړ خبره ده.»
نوموړی وایي هڅه کوم د خپل پلار په څېر افغانستان لپاره ویاړونه راوړم او پرته له فشار نه په لوبه کې ولوبېږم.
حسن خان په اماراتو کې یوه اکاډمۍ کې له درې نور افغان لوبغاړو سره تمرین کوي.
هغه وایي په کرکټ کې مې لومړی دخپل پلار مشورې اورم او وروسته له هغه، چې څوک مشوره راکړي نو خپل پلار سره یې له شریکولو وروسته عملي کوم.
په ورته وخت کې د متحده عربي اماراتو یو روزونکی چې کاشف داوود نومېږي د حسن خان په اړه وایي، حسن خان تکړه او زړور لوبغاړی دی.
د نوموړي په خبر حسن خان یو طبیعي پياوړی لوبغاړی دی او له فزیکې اړخه هم ډېر ښه دی.
کاشف وایي، د محمد نبي زوی روښانه راتلونکی لري او هیله یې ښودلې، چې راتلونکي ته به د افغانستان لپاره ویاړونه راوړي.
د یادونې ده، چې محمد نبي د افغان کرکټ ملي لوبډلې یو له پیاوړو الراونډرانو څخه دی، چې د نړۍ په کچه مینه وال لري.a