جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهنرخ ولسوالۍ کې تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای شول

نرخ ولسوالۍ کې تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای شول

تاند (چهارشنبه د ثور ۲۲) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د میدان وردک ولایت نرخ ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او د دې ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د میدان وردک امنیتي چارواکو پرون وویل چې د دوی ځواکونه له نرخ ولسوالۍ څخه وروسته له دې په شا شوي چې طالبانو پر دې ولسوالي پراخ بریدونه پیل کړل.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان نن چهارشنبه/ د ثور ۲۲/ پر خپل ټویټر لیکلي چې ډېر ژر به دغه ولسوالي د طالبانو له حضور پاکه شي.

فواد امان زیاتوي چې په نرخ ولسوالۍ کې تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای شوي او وسله والو طالبانو ته به اجازه ورنه کړل شي چې د میدان وردګ اوسېدونکو ته زیان ورسوي.

وسله والو طالبانو پرون سه شنبه د میدان وردک ولایت نرخ ولسوالۍ ونیوله.

که څه هم دغې ډلې د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی، خو لا هم په ګڼ شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

طالبانو په ځلونو سیمې نیولې خو افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې بېرته نیولي او د جګړې په نتیجه کې د جنګي خواوو ترڅنګ ملکي وګړي هم وژل شوي او کورونه یې ویجاړ شوي دي. له همدې کبله ډېر کتونکي باور لري چې د افغانستان جګړه پوځي حللار نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب