پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال په وسله وال برید کې...

د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال په وسله وال برید کې سخت ټپي شوی

تاند (چهارشنبه د ثور ۲۲) د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال په هرات ولایت کې په یوه وسله وال برید کې سخت ټپي شوی دی.

په هرات کې یوې روغتیايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې ملا عبدالمنان نیازی سخت ټپي شوی او اوس د هرات په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

دغې سرچینې زیاته کړې چې په دغه برید کې ښاغلی نیازی د هغه موټر چلوونکی او یو ساتونکی ټپیان شوي او درې ساتونکي یې وژل شوي دي.

د سرچینې په خبره دغه پېښه تېر ماښام د هرات ولایت د ګذزې او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ سیمه کې شوې ده. د هرات سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

په ملا عبدالمنان نیازي د برید مسؤلیت هم کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

 د ملاهبت الله اخندزاده په مشرۍ طالبانو هم، چې ملاعبدالمنان نیازي ته د خپل سیال په سترګه ګوري، څه نه دي ویلي.

د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو دغه ډله په ۲۰۱۵ میلادي کال د طالبانو د مشر ملا محمد عمر تر مړینې وروسته رامنځته شوه.

تر دې مخکې هم د افغانستان په یو شمېر جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د یادو ډلو ترمنځ د خونړیو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...