سه شنبه, مې 21, 2024
Homeمقالېطالبانو د نظام د ړنګولو غلطه محاسبه کړی

طالبانو د نظام د ړنګولو غلطه محاسبه کړی

ډاکتر ورېښمین سباوون ||

اوسنی افغانستان له ۱۹۹۰ عیسوی لسیزی څخه بشپړ توپیر لری په کومه موده کې چې طالبانو کابل ونیوه. طالبان باید په خپلې پالیسۍ او تصمیم له سره غور وکړي. د اوسنۍ (۲۰۲۱ ولسواکي) او پخوانیو (۱۹۹۰ کلونو) افغانستان یو څو توپیرونه په لاندی ډول دي:

1- په ۱۹۹۰ مو کلونو کې نظام موجود نه و. انارشي او ملوک الطوایفي وه، اما اوس یو نظام موجود دی، چې د ټولنې مختلف قشرونه په کې موجود دي. نظام اصلاح ته اړتیا لري.

2- په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د هیواد واک د مفسیدینو او نا لوستو په لاس کې وو چې عبارت دی له پلورلو شویو رهبرانو، بچه بازو او زنه کبازو قومندانانو، شراب خورو، ظالمانو او چورواکانو چې دولتی شتمني یې هم خپلې ګڼلې او د خلکو په ناموس او عزت یې هم سرفه نه کوله. خو اوس د هیواد واک د لوستو او اګاه افغانانو په لاس کې دی. ملی امنیتي ځواک پر صحنه حاکم دی چې د نظام ساتنه کولای شی. که څه هم یوه برخه یې په فساد کې ښکېله ده، خو سمیدای شی. د نړۍ په هره برخه کې په یوه کچه فساد شته.

3- په ۱۹۹۰ مو کلونو کې ولس له مفسیدینو پوزې ته راغلی و چې که ښځو هم قیام کړی وای دی مفسدو او بې سواده جګړه مارانو او تنظیمونو ته یې ماتې ورکولای شوای. خو اوس د ولس ډیره لویه برخه له نظام په خاصه توګه امنیتی ځواکونو ملاتړ کوي او حتی د خلکو په زړونو کې ځای لري. په کوم ځای کې چې طالبان جنګي پیشرفت وکړي، چور او تالان پیل کړي او عام المنفعه تاسیسات ړنک کړي، په همغه ځای کې ولسی خلک له امنیتی ځواکونو سره د طالبانو په مقابل کې ودریږي او ولسي قیامونه کوي.

4- په ۱۹۹۰ مو کلونو کې ولس پټې سترګې وه، بې تعلیمی اوج ته رسیدلې وه، مخابراتی خدمات او ټولنیزه میډیا نه وه، نو ځکه د مفسدو چارواکو او قومندانانو له ظلمونو خلک سم نه خبریده. خو اوس د تعلیم کچه لوړه شوی ده، انجونی او ښځی تعلیم یافته شوی دی، په هیواد کې د ماستری او دوکتورا په کچه په سلګونو ځوانان تربیه شوی دی. اکثریت نوی نسل د وطنپالنی روحیه لری. د ټولنیزی میډیا له لاری په حکومت او اقتصادی برنامو رغونکې نیوکې کوی. ولس ویښ او اګاه دی. دیری خلک د سیاسی بصیرت خاوندان دی.

5- په ۱۹۹۰ مو کلونو کې ولس ته د طالبانو روحیه پاکه ښکاریده، ورسره ملګری کېدل چې د مفسیدو چارواکو او قومندانانو څخه خلاص شی. خو اوس له امریکایانو سره د طالبانو تر سولی وروسته د نړی د علماو د فتوا په اساس له افغان حکومت سره ددوی جګړی ته جهااد ویل کېدای نه شی. له بله اړخه طالبان د ۱۹۹۰ طالبان نه دی او قومندانان یی د جهادی قومندانو پر پلو ورو ورو قدمونه ږدی. په ولس په خاصه توګه ښاریانو یی ظلمونه اوج ته رسیدلی دی. او هم یی د عاید او تمویل منابع حرامی دی، په تاریاکو او د هیواد د دښمنانو په تمویل اتکا لری او هم له ولسه په زور ډوډی غواړی او ولس تری پوزی ته راغلی دی.

6- په ۱۹۹۰ مو کلونو کې وسله وال ځواک ختم شوی وه، ټانګونه طیاری سکاټ او نور نظامی تجهیزات جهادی مشرانو او قومندانانو پاکستان ته ډالی کړی وه او یایی کباړ کړل. یواځی ورسره مفسد قومندانان او ورسره هلکان او اوباشان یی ورسره پاتی وه، چې هر یو په خپل واک وه او ولس تری منفور وه. خو اوس وسله وال ځواک او امنیتی ارګانونه په بی ساری توګه غښتلی شوی دی. هیواد د ټانګونو، طیارو، تجهیزاتو، ۳۵۰۰۰۰ وسله وال ځواک په شمول د ۴۰۰۰۰ کوماندو خاوند دی. کوماندو یی په سیمه کې ساری نه لری. څوانان یی لیکو ته په داوطلبی ور روان دی. په داسی حال کې چې د طالبانود لیکو تشه بهرنی جنګیالی په خاصه توګه پنجابیان او پاکستانیان ډکوی.

7- په ۱۹۹۰ مو کلونو کې طالبانو به یو ولایت په یوه ورځ او یا اونۍ او یا میاشت کې نیوه.. خو اوس یوه پوسته هم په میاشتو او کلونو کې نه شي نیولای. او که یوه پوسته، ولسوالی او یا یوه سیمه ونیسی، یوه هفته او یا میاشت یې هم نه شي ساتلی. چور او تالان وکړی خو چې کله کوماندو ورشی نوبیا یی سر او یا مړی کوټی او پیښور ته وریسیږی. له بله اړخه د هیواد د ۷۰ فیصدی خاوری ادعا کوی خو په سنګین او موسی قلعه کې چې ددوی مرکزی سیمی دی بندیان هم نه شی ساتلای او افغان کوماندویان یی تری ازادوی.

8- طالبانو سره د هیواد او سیستم د جوړونی برنامه نه پخوا او نه اوس شته او نه پری پوهیږی. د حقانیه مدرسی د شاګردانو خو له ورانی پرته بل هیڅ هم نه دی زده، نو لوستی ځوانان به یی څنګه ملاتړ وکړی! دولت د هیواد جوړونی او اقتصاد د رغولو برنامه لری په لسګونو د اوبو ډیمونه او لویو اقتصادی پروژو باندی کار کوی چې د ولس له پراخ حمایت څخه برخمن دی.

خلاصه داچې طالبان باید د هیواد له وضعیت څخه سم درک وکړی، باید پر خپل ځان او ولس رحم وکړی، د پردیو وه نه منی، خپل هیواد، اردو، او عام المنفعه شتمنی تخریب نه کړی. طالبان باید د هیواد، سیمی او حالاتو قضاوت له سره وکړی، یواځینی کار سوله ده چې د اوړو پوزه ورته کېښودی شی، او له هیواد څخه د بهرنیانو د ویستلو ویاړ یی په برخه کولای شی. په دې توګه به هیواد کې امن او پرمختک راشی او هم به نظام تشی ډکې شی.

و من الله توفیق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب