Homeخبرونهترکیې، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکمنستان افغان سولې سره د مرستې...

ترکیې، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکمنستان افغان سولې سره د مرستې ډاډ ورکړی

تاند ( جمعه، د ثور ۲۴) د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني د ترکیې له ولسمشر، د متحده عربي اماراتو له ولیعهد، د قطر له امیر او د ترکمنستان له لومړي وزیر سره په جلا جلا توګه تلیفوني کړې دي.

خبرپاڼه زیاتويو چې نوموړي په دې خبرو کې له دوی د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ارګ خبرپاڼه وایي، چې یادو هېوادونو ډاډ ورکړی چې دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ دي او هڅه کوي د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دوی تمه ښودلې چې د سولې روانې خبرې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات سبب شي.

خلیلزاد وايي،د پرمختګ یوازینۍ عملي لار سوله ده

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د اختر په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده.

خلیلزاد ویلي، ټولو اړخونو ته په کار ده چې د دغه جګړې د پای ته رسولو لپاره سره یو لاس شي.

د نوموړي په خبره دلته له لسیزو راهیسې د بېلو اړخونو ترمنځ مخالفتونه موجو دي، چې اوس یې د سولې په پروسه کې خنډونه جوړ کړي.

هغه پر ټولو اړخونو غږ کړی، چې د دښمنیو د پاللو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي او په دې توګه دې افغانستان ته دایمي سوله راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...