جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد وايي، د پرمختګ یوازینۍ عملي لار سوله ده

خلیلزاد وايي، د پرمختګ یوازینۍ عملي لار سوله ده

تاند ( جمعه، د ثور ۲۴مه) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اختر په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده.

خلیلزاد ویلي، ټولو اړخونو ته په کار ده چې د دغه جګړې د پای ته رسولو لپاره سره یو لاس شي.

د نوموړي په خبره دلته له لسیزو راهیسې د بېلو اړخونو ترمنځ مخالفتونه موجو دي، چې اوس یې د سولې په پروسه کې خنډونه جوړ کړي.

هغه پر ټولو اړخونو غږ کړی، چې د دښمنیو د پاللو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي او په دې توګه دې افغانستان ته دایمي سوله راولي.

زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې د پرمختګ لپاره یوازینۍ اخلاقي او عملي لار د سولې خبرې دي.

په ورته وخت کې بیا ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني د ترکیې له ولسمشر، د متحده عربي اماراتو له ولیعهد، د قطر له امیر او د ترکمنستان له لومړي وزیر سره په جلا جلا توګه تلیفوني کړې دي.

خبرپاڼه زیاتويو چې نوموړي په دې خبرو کې له دوی د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ارګ خبرپاڼه وایي، چې یادو هېوادونو ډاډ ورکړی چې دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ دي او هڅه کوي د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب