لېونتوب
ته؛ اې ځوانه!
راته ووايه چې سترګې دې ولې له لېونتوب ډکې دي؟
– په رښتيا زه هم نه پوهېږم
نه پوهېږم چې د کومو وحشي کوکنارو شيره مې څښلې
چې سترګې مې له لېونتوب ډکې دي.
– هى افسوس
– همداسې ده!
ځينې عاقلان دي او يوه ډله لېونتوب لري
ځينې محتاط دي او ځينې نور سرکښ او بې احتياطه!
ځينې سترګې ګورم چې خاندي او ځينې اوښکې تويوي
خو زما سترګې له لېونتوب ډکې دي…
– اې ځوانه!
د ونې تر سيوري لاندې ولې داسې ارام ولاړ يې؟
– د زړه د اندېښنو دروند بار
زما پښې ستړې کړې او دادي د ونې تر سيوري لاندې ولاړم يم
-هى افسوس
-همداسې ده!
ځينې حرکت کوي او يوه ډله ودرېږي
ځينې ازاد دي او ځينې په زنځيرونو تړلي
د زړه د اندېښنو دروند بار
زما پښې ستړې کړې
او سترګې مې له لېونتوب ډکې دي!
٢
خاورينه نړۍ
اې خاورينې نړۍ!
ستا ګل مې وشکولو
په زړه پورې مې کلک کړ
اغزي يې زما زړه ته ننوتل
کله چې ورځ تېره او شپه خپره شوه
پام مې شو چې ګل رېژېدلى، خو د اغزيو درد يې همغسې پاتې دى
اې خارورينې نړۍ!
ستا د ګلونو د عطرو او وږمو کيسه لا هم دوام لري
ددې ټولو وياړ به ستا وي
خو زما د ګل شکولو وخت نور تېر شوى دى
په دې تياره شپه کې
زه کوم ګل نه لرم
خو ستا د اغزيو دردونه
لا هم زما په زړه کې څړيکې وهي
٣
ښځه
اې ښځې!
ته يواځې د خداى پاک مخلوق نه يې
بلکې د ځمکې د نارينه وو مخلوق هم يې
نران د خپلو زړونو ښکلا ستا پښو ته غورځوي
شاعران د خپلو خيالونو په طلايي رېښو
ستا د د وجود تارونه اوبي
نقاشان تل ستا وجود ته تلپاتې والى بښي
سمندرونه خپلې مرغلرې
کانونه خپل سره زر
او د اوړي باغونه خپل ګلان له تا ځاروي
هغه تاته راوړي
دراغوندي يې چې لا ښکلې شې
اې ښځې!
د نرانو د زړونو د هيلو وياړ
ستا د ځوانۍ پښو ته غورځي
اې ښځې!
ته نيمه ښځه يې، نيمه خوب او خيال