د کاسټر له بريک سره د سوارليو بنګا او د موټر د بريک غږ سم راورسېدل. د سرک پر غاړه ولاړې اوبه د موټر مخکې ټاير وپاشلې. په تورو جامو پوښلې زړه ښځه له يوې ماشومې نجلۍ سره کاسټر ته وروخته.
ښځه د موټر پر سيټ کېناسته.په کیڼ لاس يې تورټيکری پر مخ راکش کړاو ماشومه نجلۍ ورسره خوا ته ودرېده. موټر لا رفتار نه و اخيستی، چې ښځه د کلينر غږ متوجه کړه:
خاله! کرايه.
زويه! کرايه راسره نشته.
نو ولې راختلې بيا؟
زويه! نن يې وعده راکړې، چې د پيسو به دې يوه لار راووځي. چې کومې پيسې مې راوړې وې، ټولې رانه په دې دوه مياشتو کې په کرايو او رشوتونو لاړې. دومره پيسې راسره نشته، چې بېرته کور ته لاړ شو.
د کلينر لاس راټول شو؛ خو د لاس د غړندېډو زور يې خولې ته وووت:
چې پیسې درسره نشته، نوموټرته ولې راخیژې؟؟ که همداتاسې بوځوراولو، زموږ بچي به څه خوري؟ ټول ملک تاسې سوالګرو نیولی. نن ته یې سبا بله.
پر ښځې دا خبره ښه ونه لګېده.ښیلاس يې په مخامخ سيټ تکیه کړ.په ټيکري يې سترګې اوپوزه پاک کړل او لمسۍ يې له لاس نه ونيوله:
ځه لورې، چې کوز شو. اوس موږ سوالګر شو. پرون مې زوی د دې ملت د ساتلو په تور شهید شو. نن راته دوی سوالګر وایي. په هر دفتر کې مې رانه پيسې غواړي. زما دې سپين سر او دې بېوزلۍ ته نه ګوري. زما زوی د داسې خلکو لپاره قرباني ورکوله؟
واوره لکه پاغونده راورېده، چې ښځه له موټره کوزه شوه. داسې ښکارېده، لکه لمسۍ يې چې هم خپله بېوسي درک کړې وي. د سرک دواړو خواوو ته د خوندور شيانو دوکانونه وو؛ خو دې صرف ورکتلی شو. د اخيستو ارزو يې نه شوه کولی.
ښځه له بازاره ووته؛ خو د مزل نوره شيمه يې په ځان کې نه ليده. په دې کې يې د لمسۍ لاس له لاسه وښويېد.د نجلۍ پام نه و، مخامخ په غلط لاس د تورو ښيښو راروان موټر دومره په جک ووهله، چې آه ته يې پرېنښوده.
آغلې حسينه عارف مننه ډيره دردوونکې کيسه مو په ادبي ترڅ کې ليکلې ـ په دې هيود کې ډيرې غمجنې پيښې شوي ، بس الله پاک دې رحم وکړي ؛