Home+د ترکیې تر ټولو مشهوره اداکاره پېژنئ؟

د ترکیې تر ټولو مشهوره اداکاره پېژنئ؟

تاند ( جمعه، د ثور ۲۴ مه ) لکه څنګه چې هندي سینما بالیووډ او ترڅنګ یې هندي سریالونه په ټوله نړئ کې مینووال لري همدا ډول ترکي سریالونه هم د افغانستان په ګډون ډیری هېوادونو کې مینووال لري او اداکاران یې مشهور شوې دي.

له دې ډلې د ترکیې هېواد (مینه په لفظونو کې نه شته) سریال هغه دی چې په لږ وخت کې یې په نړیواله سطحه مینووال موندلي دي.

د دې سریال مرکزي اداکاره هینډي ارسل ده چې د نړئ په ګوټ ګوټ کې مشهوره شوې ده.

ارسل اوس په ټولنیزو رسنیو کې د شهرت یو نوي مقام ته رسېدلې ده.

د معلوماتو له مخې، د ترکۍ اداکارې هينډي ارسل په رسمي انسټاګرام اکاونټ کې تعقيبوونکي ورځ تر بلې زياتېږي چې هغې ته يې ډېر شهرت ورپه برخه کړى دى.

د هينډي ارسل د انسټاګرام فالورز شمېر له ٢٠ ميليونو څخه پورته شوى دى.

ارسل لومړنۍ ترکۍ اداکاره شوه، چې په انسټاګرام کې دومره زيات تعقيبوونکي لري.

که د ترکۍ اداکارې د انسټاګرام اکاونټ وکتل شي، نو نوموړې تراوسه پورې ٤٧٥ پوسټونه کړي دي چې په دې کې د هغې د نويو سريالونو عکسونه او همدا راز شخصي او د کورنۍ عکسونه دي.

هينډي ارسل په انسټاګرام کې ٣٨٦ کسان هم فالو کړي دي چې دا هم ټول د هغې د سريالونو ملګري او يا هم د هغې نږدې خپلوان او ملګري دي.

د يادولو وړ ده چې هينډي ارسل د ترکيې يو له مشهورو اداکارانو څخه ده چې نه يوازې په ترکيه کې بلکې په نورو هېوادونو کې هم ډېر مينه وال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...