دا لیکنه د چين د ميديا ګروپ خبريالې له یوه افغان استاد سره د مرکې پر بنسټ چمتو کړې ده.
امريکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې سياسي تړون لاسليک کړ چې اصلي موخه يې له سياسي لارو چارو د افغانستان مسئلې د حل وفصل لپاره د يوې لارې موندل او په افغانستان کې د امريکايي پوځ حضور پای ته رسول دي. له بلې خوا د دې تړون د لاسلیکېدو سره په پام کې چې ډېر ژر به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو لپاره لاره جوړه او هواره شي تر څو دايمي سوله رامنځته شي او د زور زياتي پېښې ختمې شي. خو متأسفانه په افغانستان کې د سولې بهير لا اوس هم له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ دی.نو څنګه کيدلی شي دغه ننګونې له مخې لېرې شي تر څو تلپاتې سوله تينګه شي؟ په دې مقاله کې غواړم په دې اړه خپل نظر شريک او وړاندې کړم.
له تېرو څو لسيزو راهيسې افغانستان تل د اوږدې جګړې په اور کې ايسار پاتې شوی دی، افغانان هيله لري چې نور دا جګړه ختمه شي او د امريکا او طالبانو ترمنځ د سياسي تړون د دې باعث شي چې ور سره دې هېواد ته دايمي سولې راتګ زمينه برابره شي، خو اوس داسې ليدل کيږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د رکود په حالت کې دي او د دواړو خواوو ترمنځ جګړې د سولې په راتګ باندې منفي سيوری او تاثير کړی دی. نو ولې يادې خبرې اترې د ځنډ سره مخ شوې، لاملونه او عوامل يې څه دي؟
لومړی، افغان حکومت له طالبانو سره اديلوژيکي توپيرونه لري. دا چې په تېرو څو لسيزو کې د زور زياتي پېښې او جګړې ډېرې شوې، نو د افغان حکومت په اند د اوسنيو لاسته راوړنو ساتل يو ډېر مهم کار دی، ځکه چې دا هم له شلو کلونو راهيسې د نړيوالې ټولنې د ګډو هڅو نتيجه ده، نو د دوی عمده غوښتنه د جمهوري سياسي نظام ساتنه ده تر څو د افغانانو له خوا منل شوی سياسي جوړښت وساتل شي. خو طالبان خپل نظر لري او غواړي چې سیاسي نظام له جمهوريت څخه پر اماراتي باندې بدل کړي چې په پايله کې به د اتباعو بنسټیز حقونه د بېلګې په توګه په ټاکنو کې د رايې ورکونې او د پرېکړې له حق څخه محروم شي
دوهم، طالبان د سولې به خبرو اترو کې د ځينو مهمو مسئلو په هکله پرېکړه نه شی کولی. د افغان حکومت په شان طالبان د ځينو مهمو پرېکړو په برخه کې کافی واک نه لري. ځکه چې د دوی تر شا دواړه خواوې د بېلو هېوادونو د ګټو استازيتوب کوي. له دې کبله د يوې خوا حتمأ د سولې بهير پر وړاندې ننګونو او چلنجونو سره تړاو شته او په دې توګه بلې خوا د سولې خبرې اترې ځنډولې دي.
درېیم، د افغانستان په دننه کې سياسي ډلې ګډو نظريو ته لا نه دي رسيدلي، افغان حکومت او د دوی پلوي ډلې، ګوندونه او غورځنګونه د سولې ګډه موخه لري، خو د سوله ييزې موخې د تر سره کولو لپاره له څه ډول لارو چارو څخه د استفادې په هکله د دواړو خواوو ترمنځ د نظريو توپيرونه ډېر دي. افغان حکومت يوازې د خپلو پلوي ډلو او ګروپونو د ګټو لټولو لپاره هڅې کوي او د زياترو نورو وګړو ګټې يې له پامه غورځولي دي چې دا د افغان حکومت او مخالفينو ترمنځ د کړکيچ د رامنځته کېدو يو سبب په توګه ياديږي.
سربېره پردې په افغانستان کې د سولې بهير له ځينو نورو منفي عواملو سره مخ دی. د يادو ننګونو او منفي عواملو له امله د سولې بهير مخنيوی شوی او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې ځنډيدلې دي. نو که دغه عوامل او ننګونې لېرې نه شي، په لنډه موده کې به د سولې په بهير کې داسې د پام وړ مثبت پرمختګ ونه ليدل شي.نو څنګه کيدلی شي چې اوسنۍ مسئله حل شي تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي. زما په اند لومړی مونږ بايد په تېرو ۱۹ کلونو کې د اوسنيو لاسته راوړنو ساتنه وکړو، ځکه چې دغه لاسته راوړنې د اوسني سياسي نظام او د دغه نظام د قانونيت بنسټ دی. د مطبوعاتو ازادي د ديموکراتیک نظام يوه مهمه برخه ده. پر دې سربېره بايد د ښځو حقه حقونه ،ازادي او د اتباعو د رايې ورکونې حق تامين شي. دوهم دې د يو روغ او بشپړ افغانستان د ابادۍ لپاره د ځمکنۍ بشپړتيا وساتل او د ټولو افغانانو په استازيتوب دې يو پراخ بنسټه سياسي نظام جوړ شي. د دولتي ارزښتونو له مخې لا ښه چاپيريال دې برابر شي تر څو هر تن په سوله کې ګډ ژوند وکړي. زما په نظر دا ډېره مهمه ده.درېیم دا لازمه ده چې د سولې د بهیر د پرمخبيولو لپاره څو اړخيز ميکانيزم دې جوړ شي. د سولې په خبرو اترو کې ټول شموله ميکانيزم به د افغانستان د سولې او سمسورتيا په برخه کې مهم رول ولوبوي. که له دغسې مکانيزم استفاده ونه شي، د سولې په لاره کې هسکې،ټيټې به اسانه هوارې نه شي.