Homeخبرونهد کابل د شکردرې په جومات کې چاودنې ۱۳ تنه وژلي

د کابل د شکردرې په جومات کې چاودنې ۱۳ تنه وژلي

تاند(جمعه، د ثور ۲۴) په افغانستان کې نن د درې ورځني اوربند په دوهمه ورځ لږ تر لږه ۱۳ لمونځ کوونکي د کابل ولایت په یوه جومات کې په چاودنه کې ووژل شول.

په دې چاودنه کې چې د شکردرې ولسوالۍ په یوه جومات کې وشوه، تر شلو ډېر نور کسان ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کې د جومات ملا امکام هم شامل دی.

د پولیسو په وینا چاودنه د شکردرې ولسوالي د قلعه مرادبېک په بخشي جومات کې شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی، فردوس فرامرز وویل، چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.

پولیس وايي چې بم د جومات په محراب کې ایښودل شوی و. په وژل شویو کې د جومات ملا امام مفتي نعمان هم شامل دی.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

له اوربند سره- سره د اختر په اوله ورځ په کندهار، کندوز او غزني کې د ماینونو د چاودنو له کبله لږ تر لږه د ۱۱ ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې د دغو چاودنو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

نن د اروزګان د ترینکوټ په لمنو کې د ملي اردو پر یوې پوستې د طالبانو په بید کې یو سرتېری وژل شوی دی.

پرون د کندهار په میوند او پنجوايي ولسوالیو کې دوو چاودنو د ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي وګړي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

په کندوز کې هم یوې چاودنې دوه ملکي وګړي ووژل او څوارلس نور یې ټپیان کړل. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، په غزني کې د سړک د غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...