چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+چینايي ستوربېړۍ نن پر مریخ کښېني

چینايي ستوربېړۍ نن پر مریخ کښېني

تاند(جمعه، د ثور۲۴) ټاکل شوې ده چې نن د چین مریخ بېړۍ (ژورونګ) پر دې سره سیاره کښېني.

د ډیلي مېل انلاین د راپور له مخې، دا ستوربیړۍ د تیان ون ستوربېړۍ یوه برخه ده چې د روان ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې تر مریخ راګرځي.

د چین د فضا د ملي ادارې په وینا، له پروګرام سره سم ټاکل شوې ده چې د دوی مریخ بېړۍ د دې سرې سیارې اتومسفیر ته داخله شي او بیا په هغه سیمه کې کښېني چې د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې ستوربېړۍ یا وایکینګ لېنډر۲ په ۱۹۷۶ م کال کېښنستی و.

په پام کې ده چې چینايي ستوربېړۍ به د ګرینویچ په وخت د ماښام په ۷ بجې او ۱۱ دقیقې پر مریخ کښېني.

که چینايي ستوربېړۍ پر مریخ په کښېناستو بریالۍ شوه، چین به له امریکا او روسیې وروسته درېیم هیواد وي چې مریخ ته ستوربېړۍ لېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی