چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد اختر اوربند؛ طالبانو په کاپیسا کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته...

د اختر اوربند؛ طالبانو په کاپیسا کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی

تاند ( جمعه، د ثور ۲۴ مه ) که څه هم په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو له لوري د اختر په مناسبت د اعلان شوي اوربند نن دوهمه ورځ ده، خو د کاپیسا ولایتي چارواکي ادعا کوي چې وسلوالو طالبانو دې ولایت کې اوربند مات کړی او د افغان امنیتي ځواکونو پر پوسته یې وسلوال برید کړی دی.

د دغه ولایت د امنيه قومنداني وياند عبدالشايق شورش وایي، طالبانو په تګاب ولسوالي کې اوربند مات کړی او د قورغل له ښوونځي سره يې د افغان سرتېرو پر پوسته بريد کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې پر یاده پوسته اوس هم د طالبانو له لوري جګړه دوام لري.

سرچینې وایي، په همدې سيمه کې د ملي اردو پر یو هاموي ټانک هم ماين چاودنه شوې چې يو سرتېری پکې وژل شوی او درې نور ژوبل شوې دي.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې تر څنګ نن د اروزګان مرکز ترینکوټ په لمنو کې هم د ملي اردو پر یوه پوسته طالبانو برید وکړ چې په ترڅ کې یې د یو افغان سرتیري د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

همدا راز نن د کابل په شکردرې ولسوالي کې په یوه جومات کې چاودنه وشوه چې له کبله ۱۴ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

طالبانو د دې چاودنې د غندنې تر څنګ د غچ اخیستلو خبرداری هم ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې له اوربند سره- سره د اختر په اوله ورځ په کندهار، کندوز او غزني کې هم د ماینونو د چاودنو له کبله لږ تر لږه د ۱۱ ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی