تاند(جمعه، د ثور۲۴) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر انتوني بیلنکن نن د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټېلفون وکړ، د اختر مبارکي یې ورکړه او د وروستیو وحشیانه بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی نیډ پرایس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بلینکن له ولسمشر غني سره په ټېلفوني خبرو کې په کابل کې د نجونو پر ښوونځي د وروستۍ وحشیانه حملې په ګډون په افغانستان کې په وروستیو تاوتریخوالو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه.
ښاغلي بلینکن د امریکا او افغانستان د مشارکت او د افغان امنیتي ځواکونو د کلک ملاتړ ډاډ ورکړ.
د نیډ پرایس په وینا دواړو مشرانو په اوسني وخت کې په افغانستان کې د ملي یووالي پر اهمیت او همداراز د سولې د پروسې د پرمخ بېولو لپاره پر سیمه ییزو هلوځلو خبرې وکړې.
د افغانستان حکومت تر دې دمه (د خبر د خپرېدو تر شېبې) د ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ټېلفوني خبرو په اړه څه نه دي ویلي.