چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهدوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ناسته کړې

دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ناسته کړې

تاند ( جمعه، د ثور ۲۴ مه )  له اوږده ځنډ څخه وروسته نن مازدیګر یو ځل بیا د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو پلاویو ترمنځ ناسته ترسره شوې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ د دغې ناستې خبر ورکړی دی.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي چې نن مازدیګر د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو ټيمونو د ځينو اعضاوو تر منځ ناسته تر سره شوه.

محمد نعیم وايي، په دغه ناسته کې د اختر مبارکي تر څنګ، د هېواد پر روان وضعيت او د بين الأفغاني مذاكراتو پر چټکتیا خبرې وشوې.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې دواړو لورو و پتیله چې له اختر وروسته به هم مذاکراتو ته دوام ور کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم عامو افغانانو نننۍ ناستې ته هیله مندي ښودلې.

دوی له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې د سولې د خپرو پر دوام دې لومړی اوربند وکړي څو روانه جګړه بنده شي.

دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ خبرې له میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې وې.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    حقيقي افغان طالبانو ته او اصلي افغان دولتي پلاوي هیات ته د اختر په مبارکیو سره
    ګورئ!! آ پخوا یو ځلي اختر کښې اوربند او دا اوس چې ڼن ېې دریمه ورځ ده څومره خوند وکړ او وبه ېې کړي که تاسو د یو بل افغان وینه تویه نه کړئ!!. دیو څو مردارو کلدارو، درهمو دینارو ، ډالرو لپاره تنکي ځوانان او پېغلې تورو خاورو ته وء نء لېګئ!!!
    د الله ج. ديدار که آخرت کې غواړئ او د محمد نبي او رسول ص.ا.ع. و.س. د حدیبیی او فتح مکه صلح غواړئ ( دا اوربند وغځوئ!!)
    او رهبران که ډېر دجهاد شوقي وي هاغه دی اسرایلیان درته (غزه ) کې غزا ته منتظر ناست دي . ملا فضلو، حقانیان مقانیان، سیاف میاف ، مجډدنګیان او ګیلانیان او د مقصود او رباني بازماندهګان دې هلته مقاومت وکړي د چپه پکولونو سره!
    ان اکرمکم عند الله اتقیکم !؛ اهدنا الصراط المستقیم * صراط الذین انعمت علیهم* غیر المغضوب علیهم و لآ الضآلین**. آمين ثم آمين.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب