د طوفان اصلي قرباني
له دوه زرم کال وروسته پر وطن يو نوی بهار راغلی. يو نوی نسل وزېږېدی، وزرونه ئې وکړل، والوتی. له ټولو ناخوالو سره يو عزتمنه افغانستان په حرکت پيل وکړی. بيرغ، نوم، نښان او درنښت پيدا سو. نړۍ راماته سوه او افغانانو نړۍ ته لاره وکړه، تر نيمايي زيات نفوس زده کړي پيل کړې او دا بهير دومره ګړندی مخ ته ولاړی، چي هر کور حد اقل يو لوستی پيدا کړی.
نوی نسل جوړ سو، هيله او اميدونه وزېږېدل. اهداف لوی سول. نړۍوال سټيج ته وختی او د سپورټ پوهي او علم پر ميدانونو افغان ځلمي پرله پسې ځلېدل.
د مملکت په اوولسو ولايتونو کي پوهنتونونه او په نور ټول کي انسټيوتونه او د عالي تحصيلاتو مؤسسې فعاله وې. هره ورځ تر لس میليونه زيات زده کوونکي زده کړو ته تلل. دا يو نوی فصل وو. داسي پر ثمره فصل، چي نړۍ ورته حيرانه وه، مګر دښمنان ئې پر قراره نه وه ناست او پر له پسې ئې خپلو ورانکاريو ته ادامه ورکول.
کابل پوهنتون د دې ټولو زده کوونکو د بهيرونو مور بلل کېده. د دې پوهنتون حيثيت دونه وو، چي د نړۍ د زيات شمېر هيوادونو څېړونکي به ئې د ليدني له پاره راتلل.
حسيب الله له يوې ليري پرتې سيمي څخه دلته زدهکړو ته راغلی وو. دی د حقوقو د پوهنځی د دريم ټولګي محصل وو. د دوی ټولګی پر دوو برخو وېشل سوی وو. يوې خوا ته نجوني کښېنستې، بلي خوا ته هلکان. او ټول نجوني به يو ځای صنف ته راتلې او يو ځای به وتلې. صنف هم د ټولني په توګه وو. هغوی چي حياناک وه، په صنف کي هم له حيا ډک وه. چي بهر بې حيا وه، په صنف کي هم بې حيا وه.
حسيب په ځوانۍ او زده کړو دواړو ښه وو، نو زياتي نجوني يې علاقمندي وې؛ که چيري دی يا ور وګوري، يا خبري ورسره وکړي. مګر ده د اطرافينو درانه خويونه درلودل. خبري څه، چي ورکتل به ئې لا په مشکله.
ده له وخته مور ته ويلي وه، چي د کلي له پاره به داسي يو د زده کړو مرکز جوړوي، چي له وړکتونه پيل وي او تر دوکتورا زده کړي ولري. د همدې له پاره ئې شپه او ورځ چورتونه وهل. همېشه به ئې ويل، چي داسي يوه ښځه کوي، چي د ده په پوهنتون کي د ښځو مستقله د طب څانګه ولري او اطرافو ته ډاکټراني وروزي.
د هيواد له بېلابيلو برخو د وژنو راپورونه ډېرېدل. په کابل کي د چاودنو شمېر هره ورځ څلور پنځه وو. چاودني رانژدې کېدې، بالاخره د پوهنتون څو استادان هم د چسپکي ماينونو قرباني سول.
ليلما د دوی يوه ټولګۍواله کله ناکله به ئې بله ملګرې هم ورسره راتله، چي ټولو به په خوله ورته کتل او ليلا به ډاکټره ورته ويل. د حسيب الله لومړی نه وو ورته پام؛ مګر يوه ورځ متوجه سو، چي هغه نجلۍ دی څاري. د ده عادت وو، نجونو ته ئې دقيق نه کتل. کله چي استاد ووتی، لومړی ځل وو، چي حسيب يو چا ته دقيق وکتل. او کتل نه وه، د حسيب د زړه مراندي ولاړې او بل ځای ئې زړه وبايلی. بيا نو دا غلچکي او د ترڅ کاته وه، مګر دوی هيڅکله حتی سلام لا وا نه چاوه.
يو ورځ د دوی تر ټولو تکړه او ځوان استاد، چي دوې ماسټرۍ ئې درلودې او همېشه ډېر باسليقه ګرځېدی؛ په ډېر بد حال صنف ته راغلی. ټولو چپټرونه را واخيستل، خو هغه په ژړغوني اواز وويل: خبري کوو، چپټر پرېږدئ.
وروسته هغه په ډېره مشکله وويل، تاسي وضعيت وينئ، چي ورځ تر بلي خرابيږي. ما ټول ژوند دې وطن ته وقف کړی، خو فکر کوم دا وطن نور د سرونو قربانۍ نه، بلکي د سرونو د ژوندي ساتلو ته اړتيا لري. زما نن اخری ورځ ده، سبا ته له هيواده بهر دکتورا ته ځم. دکتورا څه ده، خو يوه بهانه ده. دا وطن ئې معامله او خرڅ کړی. زه نه پوهېږم، تاسي ته به نور څونه وخت درکړي.
له دې سره ئې نور څه و نه سو ويلای او له صنفه ووتی. د ټولو په سترګو کي اوښکي وې. د استادانو د تګ بهير همداسي ادامه درلودل او هره ورځ به پر دروازه عکسونه زياتېدل. شهيد ملا فلانکی د وردګو په تنګي کي د اشغالګرو سره په مخامخ جګړه کي په شهادت ورسېدی. تور بيرغ والا په ښکاره توګه خپل کمپاينونه کول. لنډه دا چي مکمل وضعيت اضطراري او ګډوډ وو. مګر د حسيب مينه پټه نه وه پاته. ټول پوه سوي وه. ليلما يوه ورځ په تفريح کي حسيب په کومه بهانه ودراوه او نجلۍ ئې ورته معرفي کړه، چي د طب پنځم کال محصله ده او په خبره خبره کي ئې په دې پوه کړی، چي نجلۍ در خپله ده. حسيب په همدې شېبه له مور سره خبري وکړې. مور او پلار ئې په سبا راغلل او د نجلۍ کره په مرکه ولاړه. د نجلۍ کورنۍ يوه ورځ وخت وغوښتی.
حسيب د خپلو خوښيو په صورتونو کي غرق په صنف کي ناست وو، چي سبا به ئې شېريني اخلي. ليلما وخته ټول صنف خبر کړی وو. ټول خوښ ول. استاد خپل لکچر ورکاوه، په دې وخت کي يو ناڅاپه ګړز سو. حسيب چي وکتل، په دروازه کي توپک په لاس سړی ولاړ دئ او ډزي کوي. مخامخ ئې ورحمله کړه، مګر د شا له خوا بل وسلهوال ضربه کړی.
دا شپه تر سهاره جګړه وسوه او د کابل پوهنتون شپږ دېرش زره محصلين دوې هفتې نور پوهنتون ته نه تلل او ملت او رهبرانو يواځي د غمشريکۍ پيغامونه او د شهيدانو عکسونه خپرول.
د حسيب الله مور او پلار چي هغه دسمال وړلو ته راغلي وه، د هغه جنازه ئې له ځان سره يووړه. د حسيب الله ارمان ارمان پاته سو او ډاکټر مينه ئې په رواني تکليفونو اخته سوه او پوهنتون ترې پاته سو.
بلا همغسي پر ښارونو ساه کښل او هر څه د فلج خوا ته روان وه او غافله ملته ورته زنګېدی. رهبران د خپلو پيسو په خوندي کولو او معاملو بوخت ول. نړۍ په خپلو کيسو بوخته وه. افغانستان له سره د چا ياد نه وو. طوفان کرار کرار نږدې کېدی.