جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ټرمپ حکومت ۵ ملیارد ډالره بهرنۍ مرسته لغوه کړه

د ټرمپ حکومت ۵ ملیارد ډالره بهرنۍ مرسته لغوه کړه

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۸ مه) د ټرمپ ادارې د امریکا په هغو بهرنیو مرستو کې د ۵ میلیارده ډالره کمولو پرېکړه کړې، چې د روان کال په پیل کې د کانګرس له خوا تصویب شوې وې.

څرګنده نه ده چې د مرستو دا کموالی به له افغانستان سره د امریکا پر مرستو اغېز ولري او که نه.

ولسمشر د بودجې له یوه نادر تاکتیک څخه کار اخلي چې “Pocket Rescission” نومېږي. په دې پروسه کې ولسمشر د مالي کال پای ته نژدې د لګښتونو د بېرته اخیستلو غوښتنه کوي، چې که کانګرس پرې نظر ورنه کړي، نو ټاکل شوې پیسې په خپله له منځه ولاړې شي. دا ډول اقدام په تېرو نژدې ۵۰ کلونو کې نه دی اخیستل شوی.

د امریکا مالي کال د سپټمبر په دېرشمه پای ته رسېږي.

دغه بودجوي تاکتیک ښايي له قانوني ننګونو سره مخامخ شي، ځکه عملاً د مقننه قوې له مشورې پرته په مستقیم ډول بودجه کمېږي.

دا پرېکړه د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ د مدیریت او بودجې دفتر (OMB) په ټولنیزو رسنیو کې اعلان کړه.

په لغوه شویو مرستو کې شاوخوا ۳ میلیارده ډالره چې د USAID لپاره ځانګړې شوې وې او ۹۰۰ میلیون ډالره د بهرنیو چارو وزارت لپاره شامل دي.

شاوخوا ۸۰۰ میلیون ډالره د نړیوالو سوله ساتو عملیاتو لپاره ځانګړې شوې پیسې دي او تر ۳۰۰ میلیون ډالره ډېر هغه بودجه ده چې په نورو هېوادونو کې د ولسواکۍ د ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره ټاکل شوې وه.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل:
«د ټرمپ اداره د امریکا د مالي وضعیت سمون ته ژمنه ده، خو بېځایه، سیاسي شوي او ضایع کېدونکې بودجه لغوه کوي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب