تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۸ مه) د روسیې د ملي امنیت شورا منشي یوې دولتي ورځپاڼې ته ویلي، سره له دې چې لوېدیځو ځواکونو په افغانستان کې خپل نفوذ له لاسه ورکړی، بیا هم هڅه کوي د ناټو پوځي بنسټونه په دغه هېواد کې بېرته فعاله کړي.
هغه زیاته کړه چې د امریکا متحد ایالتونه، بریتانیا او جرمني سره له دې چې په رسمي ډول اعلان کوي چې د “طالبانو” حکومت په رسمیت نه پېژني، خو بیا هم هڅه کوي ورسره خپلې اړیکې پراخې کړي.
ده وویل: «لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي د ناټو بنسټونه بېرته افغانستان ته راوړي. لندن، برلین او واشنګټن د طالبانو د نه پېژندنې له څرګندونو سره ـ سره، د افغانستان له رهبرۍ سره نژدې کېدو ته لیوالتیا لري.»
دا په داسي حال کې ده چې روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي سرګي شویګو په یوه لیکنه کې، چې په«روسیسکایا ګازیتا» ورځپاڼه کې خپره شوې، ویلی و چې په افغانستان کې تر ۲۳ زرو زیات وسله وال ترهګر شته.
شویګو لیکلی چې د روسیې اټکلونه ښيي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې شاوخوا ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالې دی.
شویګو تر ټولو لویه اندېښنه د داعش خراسان څانګه بللې.
نوموړي زیاته کړې چې دا ډله د افغانستان په ختیځ، شمال او شمال ختیځ کې روزنیز کمپونه او ملاتړي مرکزونه لري.
سره له دې چې روسیې له طالبانو سره تر لویدیځو هیوادونو خپلې اړیکې ډېرې نژدې کړي، د روسي چارواکو دا ډول څرګندونې د لویدیځ او طالبانو د اړیکو په اړه د روسیې ژوره اندېښنه ښيي.
د روسیې د امنیت شورا منشي همداراز د شانګهای د همکارۍ سازمان ته د افغانستان د بېرته ستنېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا هیواد باید د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) برخه شي.