جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې په کابل کې...

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې په کابل کې یې سفیر ته احتجاجلیک سپارل شوی

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۸ مه) د پاکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ تأیید کړه چې افغانستان په کابل کې د اسلام اباد سفیر ته د پاکستان د بې پېلوټه الوتکو له بریدونو وروسته احتجاج کړی دی.

د راپورونو له مخې، په خوسا او ننګرهار ولایتونو کې د پاکستان د بریدونو له کبله د ماشومانو په شمول لږ تر لږه درې ملکیان وژل شوي او اووه تنه ټپیان شوي دي.

 د افغانستان د طالبانو چارواکو ویلي چې دا بریدونه د پاکستان له لوري شوي، خو اسلام‌اباد په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

ډار، چې نن په اسلام‌اباد کې په یوه خبري ناسته کې پوښتنو ته ځواب ورکاوه، وویل چې دی تازه له سفره راستون شوی او لا هم “د موضوع د څېړلو په حال کې دی”. هغه زیاته کړه چې د پاکستان سفیر ته د افغانستان له لوري یو لیک ورکړل شوی دی، چې ورته اعتراض ویل کېږي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې ولې دغه اقدام شوی دی.

هغه وویل: «زه لا هم موضوع څېړم، خو هغوی زموږ سفیر ته یو لیک ورکړی، چې ډيمارش (احتجاج) ورته ویل کېږي. دا باید وڅېړل شي چې ولې دا پېښې رامنځته شوې… اوس لا ډېر وختي دی چې کومه څرګنده خبره وشي».

هغه د دې پوښتنې ځواب ورنه کړ چې ایا پاکستان په دغو بریدونو کې لاس درلود او که نه. خو د بلې پوښتنې په ځواب کې ډار وویل چې اسلام‌اباد له کابل څخه «یوازې یوه غوښتنه لري» او هغه دا چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ضد جدي اقدام وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره وکارول شي.

ډار وویل: «موږ هغوی ته وویل چې مهرباني وکړئ دغه کسان زموږ له پولې لرې کړئ یا یې موږ ته وسپارئ، هر څه چې تاسو یې غوره ګڼئ».

هغه زیاته کړه: «د افغانستان پرمختګ او ثبات زموږ په ګټه دی. تصور وکړئ، کله چې د رېلګاډي پروژه پلې شي، دواړو هېوادونو ته څومره ستره ګټه رسېږي»، هغه د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د رېلګاډي پروژې (ترانس افغان) ته اشاره وکړه.

ده وویل: «کله چې د رېلګاډي سیستم بشپړ شي، نو د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره به د نښلولو یو نوی باب پرانیستل شي».

د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې دی د کابل د نیت په اړه شک نه لري او د همکارۍ لپاره یې د افغانستان د تیارۍ یادونه وکړه.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر زیاته کړه: «ما د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په دوه اړخیزه ناسته کې وویل، دا یوه اوږده ګډه پوله ده، مهرباني وکړئ له خپلې غاړې هر څه چې کولای شئ د کنټرول لپاره ترسره کړئ. له هغوی سره هېڅ ډول مخالفت نه شته».

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر بل هیواد برید وکړي. دوی د پاکستان د تورونو د ردولو په ترڅ کې ویلي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.

د روانې میاشتې په پیل کې، پاکستان، چین او افغانستان د ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو د پیاوړتیا او د مهمو برخو په تړاو د همکارۍ د ژورولو ژمنه وکړه خو لا میاشت پای ته نه وه رسیدلې چې پاکستان د افغانستان پر خاوره یو وار بیا هوايي بریدونه وکړل.

د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې د پرېکړو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو: «درې واړو اړخونو د ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو د پیاوړتیا ژمنه وکړه. دوی همداراز خپلې ژمنې بیا تازه کړې چې په سوداګرۍ، ترانزیت، سیمه‌ییز پرمختګ، روغتیا، تعلیم، کلتور، د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه او د افغانستان خاورې ته د CPEC (د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز) د غځولو په برخو کې به همکاري ژوره کړي».

له دې ناستې مخکې ډار له امیرخان متقي سره لیدلي و او دواړو هیوادونو ترمنځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې د مثبت حرکت یادونه کړې وه. هغوی دا هم تکرار کړه چې د ترهګرۍ پر ضد به په ګډه کار کوي او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې کوي.

پاکستان دا ژمنې له دې سره سره کوي چې له امریکا غواړي په افغانستان کې پاته شوې وسلې له دې هیواده بېرته واخلي.

1 COMMENT

  1. دا منافقان دروغ وایی ،
    مونږ هم له نړیوالو غواړو ، چې پنجابیان باید خلع سلاح شي ، اتمي وسلې دې ترې ټولې او د لویدیز له خوا 100 اف 16 الوتکې دې ترې واخیستل شي ، څو د افغانستان ، ایران ، هند ، بنګلدیش او چین لپاره دایمي خطر لري شي .
    که پنجاب بې وسلې شي ، په بلوچستان ، پښتونخواه او کشمیر کې به دایمي سوله راشي ، هر ولایت به خپلواک او د تمدن ، ترقي او علمي څېړنو دروازې به د بشریت پرمخ خلاصې شي . مهرباني وکړئ ، پنجابیان څومره ژر چې کیږي خلع سلاح کړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب