موږ اوس د سيکولرزم په اړه دې پړاو ته اوښتي يو، چې نور به داسې ابهام پاتې نه وي، چې وضاحت ته اړتيا ولري. سيکولرزم مو لومړی د انساني فطرت يو جز او بيا مو د دنيوي او ژوندنيو مسايلو پر وړاندې د انسان يوازنی فطري چلند وباله. اوس فقط هغه موضوعات پاتې دي، چې د سيکولرزم په اصلي مباحثو پورې اړه نه لري، بلکې يوازې د سيکولرزم له اطلاقاتو، دلالتونو او اغېزو څخه رازېږي. خو که انسان په اصلي مباحثو پوه وي، دغه فروعي مسايل په خپل عقل او فکر هم هوارولی شي. په دې ليکنه کې موږ د تېرو پيغمبرانو په ژوند کې د سيکولرزم د اصل وجود او په دې تړاو د پيغمبرانو غيرمبهم دريځ ته لنډه اشاره کوو. د يادونې وړ ده، چې لوستونکی بايد هڅه وکړي، چې له دې اجمال څخه تفصيل ته پخپله ورسېږي.
الف) د سيمويل عليه السلام مثال:
د تورات مطالعه راته ښيي، چې بني اسرائيلو د ځان لپاره له خپل پيغمبر څخه د يوه پاچا غوښتنه وکړه. پيغمبر عليه السلام د خدای د وحي له مخې طالوت د پاچا په توګه ور په ګوته کړ. دا په دې معنا، چې د خدای، پيغمبر او اسلام لپاره دين، دنيا او واک درې واړه جلا مسايل دي او هېڅ لازمه نه ده، چې يو پيغمبر دې په دنيوي چارو باندې هم حاکميت ولري. د خدای په نزد هم د پيغمبر حد او حدودو معلوم دي او پيغمبر هم په خپل رسالت پوه دی. دا پېښه په اجمال سره په سوره بقره کې هم راغلې ده.
ب) د داؤد عليه السلام مثال:
داؤد عليه السلام ته د سيمويل عليه السلام له لوري د پيغمبري زېری او خبر ورکول شوی و او داؤد عليه السلام هم خپل مقام درک کړی و خو په دې سربېره هم داؤد عليه السلام د طالوت په لښکر کې د يوه عسکر په حيث وجنګېده او د جالوت په نوم دېومانند انسان يې په خپل کاڼي رانسکور کړ او دغه بايللې جګړه يې په فتحه بدله کړه. په وروسته دور کې داؤد عليه السلام د پيغمبرانه حيثيت له مخې نه دی پاچا شوی، بلکې په بني اسرائيلو کې عملي حالاتو دې مقام ته لوړ کړ.
ج) د يوسف عليه السلام مثال:
د يوسف عليه السلام په ذهن او زړه کې د دې خبرې وضاحت موجود و، چې زما رسالت او دنيوي ژوند په يو بل پورې هېڅ اړه نه لري. همدا دليل و، چې د يوه مشرک پاچا په حکومت کې يې دنده ومنله او په ډېر اخلاص او صداقت يې خپله دنيوي دنده سرته ورسوله. د پيغمبرانو اصلي دنده د خلکو انذار او تبشير (قرآن) دی، د دې په خوا کې چې په ژوند کې له هر ډول مسايلو سره مخ کېږي، د هغو په اړه د دوی دريځ او غبرګون د دوی په بشري (يا سيکولري) حيثيت پورې اړه لري، نه د دوی په پيغمبرانه حيثيت پورې.
د) د موسی علیه السلام مثال:
موسی عليه السلام د فرعون په دربار کې فرعون ته وويل، چې زما قوم له ماسره پرېږده، چې موږ د سينا دښتې ته ووځو او د خدای عبادت وکړو. خو فرعون يې په خپلې جاهلانه ارادې د موسی خبرې ته غوږ ونه نيوه او خپلو مشاورينو ته يې وويل، چې دا سړی له موږ نه پاچاهي نيول غواړي او غواړي په موږ واکمني وکړي. د موسی علیه السلام يوازې خپل قوم غوښتل، يوازې د عبادت په موخه وتل، له مصري قوم سره هېڅ کار نه لرل، د وخت له پاچا او سياسي واک پر وړاندې بشپړه بې تفاوتي ښودل، د دې واضحه نمونه ده، چې د پيغمبرانو دريځ وچ کلک سيکولري و.
هـ) د عيسی عليه السلام مثال:
د انجيل مطالعه راته ښيي، چې عيسی عليه السلام خپلو حواريانو ته په يوه وينا کې وويل، «څه چې د قيصر دي، هغه قيصر ته وسپارئ او څه چې د خدای دي، هغه خدای ته وسپارئ.» له دومره غيرمبهمې وينا وروسته يوازې همدا تمه پاتې کېږي، چې عيسی عليه السلام په واضحو ټکو کې دا خبره وکړي، چې «اې حورايانو! زما دنيوي پاليسي سيکولرزم دی او اخروي مذهب مې اسلام دی.»
په پای کې به د ګڼو پيغمبرانو له خولې هغه خبره راوړو، چې خپل قوم ته يې ويل، چې زه له تاسو اجر نه غواړم، زما اجر په الله باندې دی. پوښتنه دا ده، چې دا کوم اجر دی، چې پيغمبر يې نه غواړي؟ ځواب دا دی، چې بې له شکه دا هماغه اجر دی، چې د مکې مشرکينو يې رسول الله ته وړانديز وکړ، يانې د ټول عرب واکمني، خو رسول الله یې له منلو وچ کلک انکار وکړ.
رحمت شاه فراز