جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتایلنډ بهرنیو سیلانیانو ته د کورنیو الوتنو وړیا ټکټ ورکوي

تایلنډ بهرنیو سیلانیانو ته د کورنیو الوتنو وړیا ټکټ ورکوي

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۸ مه) تایلنډ غواړي په راتلونکو دریو میاشتو کې ۲۰۰ زره بهرنیو ګرځندویانو ته، چې دې هېواد ته ځي، د کورنیو الوتنو وړیا ټکټونه ورکړي.

د تایلنډ د حکومت دغه طرحه به وړ ګرځندویانو ته دا امکان ورکړي چې د خپلو نړیوالو ټکټونو د اخیستلو پر مهال، که د هوايي شرکتونو یا د سیاحتي شرکتونو له لارې وي، د کورنۍ الوتنې د تګ او راتګ وړیا ټکټ ترلاسه کړي.

د تایلنډ د ګرځندوی وزارت دا نوې طرحه، که د کابینې له خوا ومنل شي، له سپتمبر څخه تر نوومبر پورې عملي کېږي. حکومت به د یو طرفه ټکټ تر ۴۰ یورو او د تګ راتګ ټکټ تر ۸۰ یورو پورې سبسایډي ورکړي. هر ټکټ به همداراز  د ۲۰ کیلوګرامه وړیا سامان وړلو اجازه ولري.

ولې تایلنډ وړیا کورنۍ الوتنې وړاندې کوي؟

موخه دا ده چې بهرني ګرځندویان یوازې بنکاک، پوکت او چیانګ مای ته محدود پاتې نه شي، بلکې د هغو ولایتونو لور ته لاړ شي چې لږ پېژندل شوي، خو ځانګړي معابد، خوندور دودیز خواړه او ښکلي ټاپوګان او ساحلونه لري. تر اوسه شپږ تایلنډي هوايي شرکتونه – «تای ایرویز»، «تای ایرآسیا»، «بنکاک ایرویز»، «نوک ایر»، «تای لاین ایر» او «تای ویت جټ» – له دې طرحې سره یوځای شوي دي. د تایلنډ چارواکي هیله لري چې دغه طرحه چې ۱۶ میلیون یورو لګښت لري، شاوخوا ۲۰۰ میلیونه یورو عاید راوړي.

دغه پروګرام یوازې هغو بهرنیو ګرځندویانو ته ځانګړی دی چې تایلنډ ته په الوتکه کې راځي او لا یې ټکټ نه دی اخیستی. هغه کسان چې د بس یا کښتۍ له لارې تایلنډ ته ځي، په دې وړیا پروګرام کې نه شاملېږي.

د تایلنډ د ګرځندوی ستونزې لا هم پاتې دي

وړیا الوتنې د تایلنډ د حکومت تازه هڅه ده چې د ګرځندوی هغه صنعت بېرته راژوندی کړي چې د دې هېواد د اقتصاد انجن ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۹ کال کې، نژدې ۴۰ میلیونه بهرني ګرځندویان تایلنډ ته لاړل، چې یا د دې هېواد په ساحلونو کې استراحت وکړي او یا په بنکاک کې د شپې له کلبونو خوند واخلي.

د تایلنډ حکومت د ۲۰۲۵ لپاره د ۳۹ میلیونه ګرځندویانو هدف ټاکلی و، خو د دې هېواد د بانک وروستي اټکلونه ښيي چې ښايي یوازې ۳۳ میلیونه کسان ورشي. تر اوسه ۲۰.۸ میلیونه بهرني ګرځندویان ثبت شوي، چې دا د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۷ سلنه کم دي. د دې کمښت یوه برخه د تایلنډ د تصویر او عام برداشت له خرابېدو سره تړاو لري. په بنکاک کې وروستیو تاوتریخوالو او له کمبودیا سره سرحدي نښتو د دې هېواد د امن مقصد په توګه انځور زیانمن کړی.

له دې سره سره، د تایلنډ د ګرځندوی وزارت هڅه کوي چې خپل شعار «کیفیت پر کمیت» له پخوانیو سترو اهدافو سره عیار کړي، لکه تر ۲۰۲۸ کال پورې د ۶۸.۵ میلیونه ګرځندویانو راجلبول.

د ګرځندویانو د بیا جذب لارې چارې

د تایلنډ حکومت د ګرځندویانو د بیا جذب لپاره نورې هڅې هم کړي، لکه د ننوتلو فیس ځنډول، د چینایي ګرځندویانو لپاره د ویزو محدودیتونه لرې کول، د لرې کارکوونکو د راجلبولو لپاره«ډیجیټل نومډ» ویزه، او همدارنګه د کازینو د جوړولو وړاندیز.

د وړیا الوتنې طرحه ښايي د تایلنډ د حکومت تر ټولو زړه‌راښکونکې هڅه وي، خو احتمالي ګرځندویانو ته سپارښتنه کېږي چې تر څو دا طرحه په کابینه کې نه وي تصویب شوې، خپلې الوتکې او هوټلونه ورته رزرف نه کړي.

خو له دې سره سره که د تایلنډ د سپینو ساحلونو، شنو ځنګلونو او د بازارونو د لیدلو مینه لرئ؟ ښايي اوس د دې مناسب وخت وي چې خپل راتلونکی سفر پلان کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب