تاند/شنبه د وږي ـ سنبلې ۸مه/ ننګرهار کې د تېرې شپې ورښتو او مرګونو سېلابونو په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
طالب مسوولان وایي، چې د بارانونو او سېلابونو له امله ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپيان دي.
ننګرهار کې د طالبانو د کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایي، تېره شپه او نن سهار د دې ولایت په سرخرود، رودات، ده بالا او چپرهار ولسوالیو کې سختو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
هغه دا ویلي نه دي چې په کومو سیمو کې یاد شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په ټولنیزو رسنیو کې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو د راوتلو سېلابونو ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي چې په کې لیدل کېږي خلکو ته یې د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه اړولي او په زیاته اندازه کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده.
عطاء خان شینواري په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د سپین غر ولسوالۍ په بټن کلي کې د باران له امله د دادالله په نامه د یوه کس کور لوېدلی، چې له امله یې دوه لوړګانې یې مړې او د مېرمنې او ماشومانو په ګډون یې دوه نور ژوبل دي.
دا ارقام وروستي نه دي…
په دې سېلابونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې ارقام وروستي نه دي او ښايي په کې د مرګ ژوبلې ارقام لوړ شي.