Homeخبرونهدوهم تعقيب؛ ننګرهار کې د اورښتونو له امله د مرګ ژوبلې ارقام...

دوهم تعقيب؛ ننګرهار کې د اورښتونو له امله د مرګ ژوبلې ارقام ۲۰ ته ورسېدل

تاند/شنبه د وږي ـ سنبلې ۸مه/ ننګرهار کې د طالبانو د ولایت رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې د سپين غر ولسوالۍ بټن کلي کې د دادالله په کور کې د خونې د چت پرېوتو پېښه کې د نوموړي دوه لورګانې وژل شوي او د کورنۍ درې غړي يې ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کاږي چې ټپيان د دې ولسوالۍ د شډل روغتيايي مرکز ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

بل لور ته د شينوارو روغتون ته له اچين او سپين غر ولسواليو څخه شپږ تنه ټپيان وروړل شوي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

همدا راز په روداتو ولسوالۍ کې د ډاکتر بختيار او خالد په نومونو دوه تنه مړه شوي او شپږ کسان ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي.

بل لورته په چپرهار ولسوالۍ کې هم د يو سپينږيري سړي جسد له سيلاب څخه راويستل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه راز په چپرهار، خوږياڼو، پچيراګام، شينوارو، بټي کوټ، نازيانو او يو شمېر نورو ولسواليو کې ګڼ شمېر کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه، استنادي ديوالونه، لارې، سربندونه او نور تخريب شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...