تاند/شنبه د وږي ـ سنبلې ۸مه/ د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت ویلي، د مشاعرو د تنظیم قانون د دوی د مشرتابه له توشېح وروسته رسمي جریده کې خپور شو.
یاد وزارت زیاتوي، چې دغه قانون تمهید، مقدمه، درې بابونه، دوه فصلونه او ۱۳ مادې لري او د اطلاعات او فرهنګ وزارت یې د تطبیق مرجع ده.
د دغه قانون پر بنسټ شاعران د مشاعرې له غونډې څخه مخکې او د هغې په جریان کې مکلف دي چې اسلامي شعایرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او مسلمانانو له تحقیر او تفریق، د غیر اسلامي اخلاقو او ناروا دودونو، د انجونو او هلکانو ستاینه یا له دوی سره دوستۍ ته له دعوتولو او د طالبانو د مشر هیب الله د فرامینو، حکمونو او پرېکړو له نقد کولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.
دغه راز قانون شاعران مکلف کړي چې د خپلو اشعارو په محتوا کې اسلامي اخلاق، شرعي سیاست، د نفس تزکیه، د اسلامي عقیدې تحکیم، د امت وحدت او اسلامي غوښتنو ته بلنه په پام کې ونیسي او شعر یې باید له ناروا خواهشاتو او بېځایه احساساتو څخه خالي اوسي.
فرهنګیان بیا د مشاعرو لپاره د تګلارې شتون ګټور بولي خو اندېښمن ځکه دي، چې حاکم نظامونه باید مشاعرې انحصار نه کړي.
دوی وایي شاعران د اسلام ټولو اصولو ته پخواهم درناوی کړی او په دې هم پوهېږي چې د ټولنې اړونده لازم مسایل د اړتیا پرمهال څنګه د شعر په ژبه بیان کړي.
شاعران وایي که په شعر کې پر دوی د ولس ژبه یا پر حکومت نقد بند شي نو ښایي د مشاعرو خوند ورسره پیکه شي.