پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهملګري ملتونه: افغانستان کې ‏۹۲ سلنه خلک د ښځو او نجونو د...

ملګري ملتونه: افغانستان کې ‏۹۲ سلنه خلک د ښځو او نجونو د زده کړو ملاتړ کوي

تاند/شنبه د وږي ـ سنبلې ۸مه/ د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي،چې د يوې نوې سروې له مخې، د افغانستان ۹۲ سلنه خلک د ښځو او نجونو د زده کړو ملاتړ کوي او په دې تړاو د طالبانو دریځ ننګوي.

دغه سروې کې د هېواد له کلیو او ښارونو د څه باندې ۲ زرو کسانو نظرونه او رایې پوښتل شوې دي.

د سروې ګډونوال د دې ملاتړي دي، چې خویندې، لوڼې او مېرمنې یې زده کړو ته لاسرسی ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن ویلي زیاتوي، هر وخت چې له نجونو پوښتنه کوو، هغوی د زده کړو ليواله دي او يوازې د تعلیم فرصت غواړي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د دغې سروې په تړاو څه نه دي ویلي، خو له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې یې افغانستان کې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازط بندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې ښيي چې شاوخوا څلور میلیونه افغانې نجونې طالبانو له زده کړو منع کړې دي.

سرچینې ویلي، چې  په هرو لسو افغانانو کې یو یې د نجونو زده کړو او ښځو کار له امله د طالبانو بندیزونو سره مخالف دي او وايي چې دا د افغانانو دریځ او نظر نه دی.

یادې څانګې دا هم ویلي، چې تر ۲۰۲۶ کال به افغانستان کې د ماشومو نجونو د واده کچه ۲۵ سلنه، د کم عمره نجونو د زېږون کچه ۴۵ سلنه او د میندو د مړینې کچه لږ تر لږه ۵۰ سلنې ته لوړه شي.

طالبان نه یوازې د نجونو زده کړو او کار برخه کې بندیزونه نه لرې کوي، بلکې په راتلونکي پنځه کلن پراختیايي پلان کې د نجونو زده کړو ته ځای نه لري او هغه یې جزیوي موضوع بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...