پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهله نن وروسته د افغانستان خلاف لاس نقلیه وسایط کابل کې نه...

له نن وروسته د افغانستان خلاف لاس نقلیه وسایط کابل کې نه ثبتیږي

تاند /شنبه د وږي ـ سنبلې ۸مه/ د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ، دا پرېکړه یې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه کړې او په راتلونکې د لا زیاتو قیوداتو شونتیا هم شته.

د یاد وزارت له لوري خپره شوې خبرتیا کې پر ټولو هغو کسانو، چې پخوا یې کابل او ولایتونو کې د افغانستان مخالف لاس نقلیه وسایط ثبت کړي غږ شوی، چې د ترافیک پولیسو څخه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر یوې لنډې مودې پورې خپل موقت جواز سیرونه او نمبر پلېټونه تر لاسه کړي.

وزارت زیاته کړې، د افغانستان خلاف لاس اشترنګ لرونکي نقلیه وسایط چې ثبت او سټیکر نه لري له نن شنبې هاخوا دې له کابل ولایت څخه ووځي او د یادو نقلیه وسایطو څېښتنان دې په لنډه موده کې، د خپلو ولایتونو کې د ترافیک پولیسو له مدیریتونو سره خپل نقلیه وسایط ثبت، او سټېکر دې ترلاسه کړي.

په دې خبرتیا کې همداراز راغلي، له نن وروسته د افغانستان خلاف لاس نقلیه وسایط په کابل ولایت کې نه ثبتیږي.

سرچینه وايي، دغه ډول نقلیه وسایط چې په هر ولایت کې سټېکر اخلي، صرف په هماغه ولایت کې د ګرځېدا اجازه لري او نور هېڅ ځای ته نشي تللی.

دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې، په دې وروستیو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي او خلک د دې پېښو د زیاتوالي یو لوی لامل د بې لاسه موټرو زیاتوالی یادوه.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، که د نقلیه وسایطو درلودونکې ذکر شوي موارد عملي نه کړي دوی به یې پر ضد قانوني چلند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...