چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهنسبتاً زورورې زلزلې درې هیوادونه ولړزول

نسبتاً زورورې زلزلې درې هیوادونه ولړزول

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۰ مه) یوې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۴ درجې و، نن (چهارشنبې) سهار ۷ بجې او ۲۸ دقیقې د افغانستان، پاکستان او هندوستان یو شمېر سیمې ولړزولې.

هندي رسنۍ وايي چې د دې زلزلې ټکانونه په پلازمېنه نوي ډیلي، اتارپردېش، هریانا، پنجاب او حتي جمو او کشمیر کې احساس شول.

د امریکا د جیالوجیکي سروې اداره وايي، د دې زلزلې مرکز د پاکستان د کرور د سیمې د لوېدیځ په ۳۱ کیلومترۍ کې و.

دې ادارې د دې زلزلې شدت د ريښتر ۵ اعساریه ۴ ښودلی خو د جرمني د زلزلې پېژندنې ادارې ویلي چې د زلزلې شدت ۵ اعشاریه ۸ و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې پر اساس د زلزلې مرکز تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې و.

د خیبرپښتونخوا په پېښور، سوات، مردان، ایبټ اباد او ګڼو نورو سیمو کې ټکانونه احساس شوي. همداراز یې د پنجاب ایالت ډېرې سیمې لړزولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب