چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهد پوهنې وزارت وايي، تېر کال ۱،۴ میلیونه ماشومان په ښوونځیو کې...

د پوهنې وزارت وايي، تېر کال ۱،۴ میلیونه ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۰ مه) سره له دې چې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه دوام لري، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د تېر کال په اوږدو کې په ټول افغانستان کې تر یو میلیون او ۴۰۰ زره ډېر ماشومان په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې شامل شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په وینا، اوس مهال په ټول هېواد کې ۱۸۳۳۷ دولتي او خصوصي ښوونځي فعال دي.

د وزارت د راپور له مخې، تېر کال ۳۱۶ نوي ښوونځي چې ۱۰۶ یې دولتي او ۲۱۰ خصوصي دي، جوړ شوي دي. سربیره پردې، ۱۵۲ لومړني ښوونځي منځنیو ښوونځیو ته لوړ شوي، او ۱۱۹ منځنيو ښوونځيو، لېسو ته ارتقا کړې ده.

د پوهنې وزارت همداراز ویلي چې ۱۲۳ ښوونځي او ۱۵۹ سیمه ییز ټولګي د کوچیانو د ماشومانو لپاره جوړ شوي چې اوس مهال ۴۱ زره ۸۲۴ زده کونکي پکې زده کړې کوي.

دغه وزارت زیاتوي، د تېر کال په اوږدو کې یې له ۲۰ زره هغو زده کوونکو څخه د مهارت ازموینې اخیستي چې د افغانستان دننه او بهر له مدرسو څخه فارغ شوي دي.

د طالبانو چارواکو همداراز ویلي چې ۱۶ میلیون ټوکه درسي کتابونه یې له لومړي تر دوولسم ټولګیو لپاره چاپ کړي او زده کوونکو ته وېشلي دي.

سربیره پر دې یې د مدرسو او دیني مرکزونو لپاره ۶۱۷،۹۷۸ درسي کتابونه او د سواد زده کړې لپاره ۲۹۴،۶۴۱ کتابونه چاپ او توزیع کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو پرېکړه بلې خبرتیا (ثانوي) ته ځنډېدلې ده خو طالب چارواکي یې په اړه اوس هیڅ نه وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب