چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Home+تېر درې کلونه د چین او افغانستان اړیکې

تېر درې کلونه د چین او افغانستان اړیکې

محمدشفیق رشید

د لوړو ژورو، خوږو او ترخو، هوساینې او سختیو مجموعې ته ژوند ویل کېږي او د دې معنا دا ده چې هر انسان، انساني ټولنه، حکومتونه او سازمانونه د خپل شتون په بهیر کې له لوړو ژورو سره مخ کېږي او په دې دواړو وختونو کې ځینې خلک او هېوادونه د دوستۍ او مرستې لاس ورکوي او ځينې يې لا کندې ته ور ټېل وهي چې د دښمن او دوست پېژندل هم په همدې دوو پړاوونو کې کېږي.

چې خبره را لنډه کړم، افغانستان هم د تاریخ په اوږدو کې ډېرې لوړې ژورې لیدلې، کله يې پولې تر اصفهان او ډیلي رسېدلې او کله بیا د دښمن له خوا د کابل په شمول ټول هېواد اشغال شوی.

نو ځکه موږ افغانان تر بر هر چا ډېر خپل دوست او دښمن پېژندلای شوو.

درې کاله وړاندې په همدې میاشت کې یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه) په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د لوېدیځو هېوادونو شل کلن اشغال پای ته ورسېد او اوسنی سرپرست حکومت په داسې حال کې واک ته ورسېد چې نه یوازې د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژاندا، بلکې د امریکا له خوا يې شاوخوا ۹ میلیارډ ډالره هم کنګل شول، سخت او ملا ماتونکي بندیزونه ورباندې ولګېدل او دښمن په بېلا بېلو پلمو سره په دې لټه کې و او دی چې په افغانستان کې نوی رامنځته شوی حکومت له ستونزو سره مخ کړي او بالاخره يې د ځان ناروا غوښتنو منلو ته اړ کړي.

خو له نېکه مرغه په مقابل کې يې سرپرست حکومت هم دومره معقوله بهرنۍ پالیسي غوره کړه چې په نتیجه کې يې تقریبا ټول ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه چین چې له یوې خوا د افغانستان ګاونډی دی، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی او د نړۍ دویم اقتصادي قدرت دی، له افغانستان سره یې د زرګونه کاله دوستۍ تاریخر زرینو کرښو لیکل شوی او یوازې د دوستۍ کلمې پکې لیدل کېږي چې ښايي په دې صفاتو موصوف به نور هېوادونه پيدا نشي.

د افغانستان او چین اوسنۍ اړیکې:

افغانستان په تېرو شاوخوا سلو کالو کې د انګلیستان، پخواني شوروي اتحاد، امریکا او ورسره د ناټو غړو هېوادونو په شمول نږدې ۵۰ هېوادونو له تېریو سره مخ شوی او ډېرې لوړې ژورې يې لیدلې چې په دې بهیر کې زموږ ځینې ګاونډيان بې طرفه نه دي پاتې شوي او په یو ډول نه یوډول يې د اشغالګرو مدد کړی دی.

خو چین په دې ټول وخت کې نه یوازې د افغانستان له دښمنانو سره کمک نه دی کړی، بلکې په نړیواله کچه يې تېري غندلي او د یو خپلواک او مستقل افغانستان غوښتلو ناره يې کړې ده.
کله چې په افغانستان کې سرپرست حکومت واک ته ورسېد، امریکا د افغانستان ملي شتمني کنګل او پر افغانستان يې ظالمانه او ملا ماتونکي بندیزونه ولګول او موخه يې دا وه چې د افغانستان بانکي سیستمونه فلج شي او ډېری هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه یا بند کړل او يا يې چارې و ځنډولې.

مګر چین په کابل کې خپل سفارت بند نه کړ او په خپل هېواد کې يې افغان سفارت چارو هم په نورمال او عادي شکل دوام پيدا کړ.

چین که څه هم تراوسه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنه نه ده اعلان کړې خو په ډېرو برخو کې يې مرستې زیاتې کړې او ډېری چیني شرکتونو د افغانستان د کانونو په را ایستلو او نورو برخو کې له سرپرست حکومت سره مرستې او تړونونه وکړل او چیني پانګوالو په افغانستان کې پانګې اچولې دي.

امریکا او لویدیځو ملګرو يې په ملګرو ملتونو کې له خپل نفوذه په استفادې څو ځلې هڅه وکړه چې د امنیت شورا له لارې پر افغانستان فشارونه او محدودیتونه زیات کړي خو چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د امریکا فرمایشونو ته منفي رایه ورکړه او د افغانستان پر ضد يې د دغه هېواد دسیسه شنډه کړه.

د ۲۰۲۳ میلادي کال کې په کابل کې د چین د پخواني سفیر د ماموریت موده پای ته ورسېده او د سرپرست حکومت د رییس الوزرا له خوا په ډېرو شاندارو مراسمو د نوي سفیر باور لیک ومنل شو.

دغه راز د چین د دولت رییس هم په چین کې د افغان سفیر بلال کریمی باور لیک منلی.

د افغانستان سرپرست حکومت په رسمي توګه ویلی چې یو چین پېژني او د یو چین اصل ته ژمن دی.

اوس د سرپرست حکومت د واکنۍ درې کاله پوره شوي او په دې موده کې ډېری هېوادونو په کابل کې سفارتونه او قنسولګریانې پرانیستې دي.

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې اوس په کابل کې ۴۰ هېوادونه سفارتونه یا قنسوګریانې فعاله دي او د ګاونډيو په شمول له ټولو اسلامي هېوادونو سره ډیپلوماټيکې اړیکې جوړې شوې دي.

دغه راز د واشنګټن په نوم یوې موسسې په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت ډیپلوماسي ډېره فعاله ده او واک ته د رسېدو په لومړي کال یعنې د ۲۰۲۲ میلادي کال د اګست تر ۱۲مې نېټې يې له ۳۵ هېوادونو سره ۳۷۸ علني ډیپلوماټيکې ناستې درلودلې دي چې تر ټولو دېرې ناستې له چین سره شوې.

د دغه راپور له مخې، په حقیقت کې سرپرست حکومت د ډېری هېوادونو له خوا په یوه بله بڼه په رسمیت پېژندل شوی دی.

سرچینې دغه راز ویلي چې افغانستان به د کمربند او لارې له ابتکاري پروژې سره وصل شي په افغانستان کې د چین د سترو پروژو دوې نمونې چې تراوسه لاسلیک شوې، یوه په ننګرهار ولایت کې د صنعتي ښار ګوټي جوړېدل او بله هم د افغانستان د ګازو او نفتو د نفتو د استخراج لپاره د ۲۰ سلنې ونډې تړون لاسلیک دی.

د افغانستان او چین اړیکې په مختلفو برخو وېشلای شوو لکه فرهنګي، اقتصادي، تجارتي، سیاسي، علمي او نور….

سیاسي اړیکې: که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ غیر رسمي سیاسي اړیکې زرګونو کالو پخوا وختونو ته رسېږي خو رسمي اړیکې يې په ۱۹۵۵ میلادي کال کې پيل شوې.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو سره سم، چین د سیمې او نړوۍ د یوه مهم هېواد په توګه هڅه وکړه چې په دغه هېواد کې له نوي رامنځته شوي وضیعت سره ارتباط برقرار کړي او په افغانستان کې يې د ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او د شته اړیکو د پياوړیتا او زیاتېدو په لټه کې دی.

له سیاسي تحول یعنې د اوسني سرپرست حکومت واک ته له رسېدو سره سم يې له افغانستان ۳۵۰ میلیون یوانه بشري مرسته وکړه چې نغدې پیسې، درمل او البسه پکې شامله وه.

د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د چین د دولتي شورا غړی او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي افغانستان ته لاړ او د افغانستان د سرپرست حکومت د رییس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره يې خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي پاڼه کې د خپاره شویو معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سیاسي، اقتصادي، ټرانزيټي، هوايي دهلیز، د وچو مېوو پر لېږد، سکالرشيپونو، وېزو پر ورکړې، د کانونو استخراج، کمربند او لارې پروژه کې د افغانستان د ګډون او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او د نظر تبادله شوې.

دغه راز په همدې کال امیر خان متقي چین ته د “افغانستان او ګاونډي هېوادونه يې” تر عنوان لاندې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره بلل شوی و. د ۲۰۲۲  په جون کې، د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له امیر خان متقي سره د ټیلېفون له لارې خبرې وکړې. د ۲۰۲۲ په جولای کې د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په ترڅ کې په تاشکند کې له امیر خان متقي سره ولیدل.

د چین د دولت د رییس شي جین پينګ له خوا د افغان سفیر مولوي بلال کریمي د باورلیک منل او دغه راز د افغانستان د سرپرست حکومت د رییس الوزرا ملامحمدحسن آخند له خوا په کابل کې د چین د سفیر باورلیک منل د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د یادونې وړ او مهم ټکي جوړوي.

تجارتي اړیکې:

د چین د ګمرکي حقونو کمېټې چې د دغه هېواد د دولتي شورا تر مشرۍ لاندې ده د  ۲۰۲۲ میلادي کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې يې پر افغان محصولاتو مالیه معاف کړه.

هر کال افغان سوداګرو او تصدیو ته د چین د وارداتو په نړیوال  کلني نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او له دې لارې افغان سوداګرو، عامو خلکو او پانګوالو ته زیاتې ګټې رسېدلې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ نه تر ډسمبر پورې، د چین او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیز تجارت اندازه ۵۹۵ میلیونه ډالر وه چې له دې د مخکې کال په پرتله ۱۳.۶٪ زیاتوالی ښیي.

د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د شته ارقامو له مخې، د ۲۰۲۳ میلادي کال د نوامبر او ۲۰۲۲ میلادي کال د نوامبر په پرتله افغانستان ته د چین صادرات ۹۵ سلنه زیات شوي.

د افغانستان او چین دواړو اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسي او د نورو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې سټراټيژي هغه څه دي چې دواړه هېوادونه يې په بېلاو بېلو برخو کې یو له بل سره نږدې کېدو ته هڅولي دي.

دې ته په پام سره چې چین د کمربند او لارې پروژې د نوښتګر او پيلونکي په توګه په دغه پروژه کې ګډوالو هېوادونو کې د سړکونو، رېل پټلیو او نورو حیاتي زیربیناوو جوړولو ته پام لري نو اټکل کېږي چې افغانستان هم له دې پروژې سره وصل او له اقتصادي ودې سره يې مرسته وشي.

دغه راز چین د نړۍ د دویم لوی اقتصادي قدرت او د افغانستان دوست او ګاونډی هېواد دی او له بلې خوا چین یو لوی صنعتي هېواد او د خامو موادو صادرونکی دی او افغانستان د طبیعي زېرمو یو بډای هېواد دی نو دې ټولو خصوصیاتو ته په پام سره اټکل کېږي چې چین به ډېر ژر د افغانستان تر ټولو ستر اقتصادي او سوداګریز شریک په توګه د لیست سرته راشي.

پایله:

اوس د چین او افغانستان اړیکې د بل هر وخت په پرتله ښې برېښي او د دواړو هېوادونو اقتصاد محوره او د نورو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پالیسو ته په پام سره اټکل کېږي چې دغه اړیکې به نه یوازې دوام پيدا کړي، بلکې لا به غوره او پراخې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب