Homeخبرونهملاحسن د ترکمنستان له دولتمشر سره پر دوه اړخیزو پروژو خبرې وکړې

ملاحسن د ترکمنستان له دولتمشر سره پر دوه اړخیزو پروژو خبرې وکړې

تاند (چهارشنبه،د سنبلې ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا ملامحمدحسن اخوند نن ترکمنستان ته لاړ او د دغه هیواد له دولتمشر قربان قُلي بیردي محمدوف سره یې د دوو هیوادونو پر ګډو پروژو خبرې وکړې.

د طالبانو ريیس الوزرا د دفتر له خبرپاڼې سره سم، ملاحسن چې د ټاپي پروژې په پرانستونکې غونډه او همداراز د دوو هیوادونو ترمنځ د ګازو، تېلو انرژۍ او ترانسپورت د پروژو د تطبیق او پرانیستنې لپاره د ترکمنستان د ماري، سلیم چشمې سیمې ته لاړ، د ترکمنستان د باندنیو چارو وزیر یې هرکلی وکړ.

وروسته یې د ترکمنستان له دولتمشر سره وکتل. په دې کتنه کې چې د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال هم حاضر و، د دوو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا او د افغانستان او ترکمنستان د سترو انکشافي پروژو پر اهمیت خبرې وشوې.

طالبانو نن په هرات کې د ټاپي پروژې د افتتاح په خاطر عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

که څه هم طالبانو ویلي چې له نن څخه په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار پیلیږي خو څرګنده نه ده چې د دې سترې پروژې ۷ میلیارد ډالره لګښت، کومه مالي اداره برابروي.

په راتلونکو ورځو کې به څرګنده شي چې ایا پر دې پروژې، چې د افغانستان لپاره زیات اهمیت لري، کار په جدي ډول پیل شوی او که یو وار بیا پرانستونکي مراسم دي او بیا هم هیریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...