Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ترکمنستان ولسمشر افغانستان ته د ټاپي او نورو پروژو ګټه په...

د ترکمنستان ولسمشر افغانستان ته د ټاپي او نورو پروژو ګټه په کال کې یو میلیارد ډالره وبلله

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۰ مه) د ترکمنستان ولسمشر نن د ټاپي او څو نورو پروژو په پرانستونکو مرامسو کې وویل، د دغو مهمو پروژو تطبیق نه یوازې د ترکمنستان او افغانستان د ګټو لپاره، بلکې د سیمې د ګټو لپاره هم مهم دی.

قربان قُلي بیردي محمدوف وویل:«نن د دواړو هیوادونو لپاره تاریخي ورځ ده او د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې به یوه نوی باب پرانیستل شي.»

هغه زیاته کړه چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ اړیکې تاریخي دي، متقابل درناوی، مساوات، ورورولي او ښه ګاونډیتوب د دواړو هیوادونو تر منځ یو مهم مثال دی او په راتلونکې کې به دا اړیکې نورې هم پراخې شي، او همداراز د ترانسپورت، مخابراتو، انرژۍ او بریښنا په برخو کې د دواړو هیوادونو همکاري د افغانستان لپاره ګټوره ده او د دواړو هیوادونو ترمنځ د یوه نوي باب د پرانیستلو او حقیقي دوستۍ یوه بیلګه ده.

د هغه په وینا، د دوی د پالیسۍ مهمه برخه دا ده چې په اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماتیکو برخو کې د افغانستان له خلکو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د افغانستان او ترکمنستان د ګډو پروژو د پرانستنې مراسم د ترکمنستان د ماري په سلیم چشمه سیمه کې جوړ شول.

د ترکمنستان دولتمشر وویل چې یادې پروژې به د افغانستان په اقتصادي پراختیا، د صنعت او ټولنیز ژوند په وده مثبته اغیزه ولري، ۱۲۰۰۰ افغانانو ته به د کار فرصتونه برابر کړي، هر کال به دا پروژې د افغانستان لپاره شاوخوا یو میلیارد ډالره عاید په برخه کړي، او د دې ترڅنګ چې منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا به سره ونښلوي، اروپا ته به د افغانستان او سیمې د محصولاتو د صادراتو لار هواره شي.

د ټاپی سیمه ییز پایپ لاین، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوی، ۱،۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، په کال کې د ۳۳ ملیارد مکعب متره ګاز د لېږدولو ظرفیت لري. د دې نللکي په وسیله د ګاز د انتقال له درکه به افغانستان د کال ۴۰۰ میلیون ډالره حق العبور ترلاسه کړي.

 د دوی له لوري بله پروژه، چې نن پرانیستل شوه، له تورغونډۍ څخه تر صنوبر پورې ۲۲ کیلومتره رېللاره ده.

ملا محمد حسن اخوند د دغو پروژو په پرتیستغونډه کې وویل، «د دغو پروژو پرانیستل د ترکمنستان د ملي مشر او د ترکمنستان د نورو چارواکو ښه نیت او هوښیاره پالیسي ښیي، او دا پروژې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي زیاته کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لویې ګټې ورسوي.»

د طالبانو ريیس الوزرا د خپل حکومت اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د دغو پروژو د بشپړولو لپاره په صداقت، اخلاص او صبر کار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...