پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد امریکا د کانګریس یوه غړي د طالب مخالفو ډلو د ملاتړ...

د امریکا د کانګریس یوه غړي د طالب مخالفو ډلو د ملاتړ په ننګه لایحه وړاندې کړه

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۱ مه) د امریکا په کانګریس کې د ټینیسي ایالت استازي ټیم بورچیټ یوه داسي لایحه وړاندې کړې چې هدف یې د طالبانو پر ضد د سیاسی پلیټ فارم ملاتړ د دې دریځ پیاوړتیا ده چې طالبان یو تروریستي تنظیم دی.

دغه لایحه د ویانا په پروسه کې د متحدو ایالتو د ښکیلتیا غوښتنه کوي. د ویانا پروسه د ټولو طالب ضد افغان ډلو او سیاسي بهیرونو د یوځای کېدو غوښتنه کوي.

ده له پخواني ګرین برت، سکاټ من او نورو کارزبوهانو څخه چې د لایجې په ترتیبولو کې یې مرسته کړې، مننه وکړه او ویې ویل: “طالبان تل یوه تروریستي ډله وه، د دوی دا ژمنه دروغ وه چې دا ځل به شیان مختلف وي.”

د برچیټ دفتر یو بیان خپور کړ چې د دې لایحه اهداف په ګوته کوي. په بیان کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه د طالبانو رسماً غندل او له ویانا پروسې سره د لا زیاتې نړیوالې ښکیلتیا غوښتنه شامله ده. دغه پلیټ فارم، چې د اتریش په ویانا ښار کې جوړ شوی، هڅه کوي چې د طالبانو ضد سیاسي ځواکونه متحد کړي او یو همغږی اپوزیسیون جوړ کړي.

دا لایحه په افغانستان کې د طالبانو د مشرتابه په اړه د متحدو ایالتونو روانې اندیښنې په ګوته کوي او د هیواد په سیاسي ګډوډۍ کې د افغانانو تر څنګ د دریدو پر اهمیت ټینګار کوي.

1 COMMENT

  1. this thing will be just on the paper,
    AMERICA HAVE MANY DIFFERENCE ISSUE,
    ONE IS UKRAIN AND SECOND IS ISRAEL
    BOOTH ARE IN FIRST PLACE FOR MAJORITY,
    THE PEOPLES WHO ARE AGAINST TALIBS, THEY ARE CORRUPT AND NO PLACE FOR THEM.
    IF TALIBS CHANGE THE POLICY ABOUT EDUCATION AND JOBS FOR EVERY ONE,
    TALIBS MUST FALLOW AFGHAN CULTURE,HISTORY, FIND JOBS FOR ALL AND WORK FOR POVERTY,
    GIVE PLACE FOR EDUCATIONAL SPECIALISTS IN GOVERNMENT
    AFGHANISTAN IS HOME FOR ALL

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب