Home+په تیاره کې ډېره رڼا الزیمر زیاتوي

په تیاره کې ډېره رڼا الزیمر زیاتوي

تاند – الزایمر یا هېره هغه ناروغي ده چې عموماً د ډېر عمر کسانو ته پیدا کېږي خو احتمال شته چې د پاخه عمر کسان هم پرې اخته شي. له دې کبله اوس د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ډېرې څېړنې کېږي.

په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي چې د شپې په مخه ډېره رڼا، لکه د موبایل او یا تېز ګروپ (څراغ)، چې ځینې یې د رڼا ککړتیا بولي، په ۶۵ کلونو او تر دې د زیات عمر کسانو د الزایمر له زیاتېدو سره مرسته کوي.

څېړونکي وايي، ورته څرګنده شوې چې په شپه کې ډېره رڼا په الزایمر یا هېرې د ژر اخته کېدو خطر زیاتوي؛ په تېره بیا په هغو کسانو کې چې عمرونه یې ۶۵ کلونو ته رسیدلي دي.

د امریکا په شیکاګو کې د طبي مرکز استاد او د څېړونکو د ډلې مشر رابین ویګټ زووالا وايي:

“موږ ته څرګنده شوه چې د الزایمر ناروغۍ د خپریدو او د شپې له ډېرې رڼا سره مخامخېدل، په تېره بیا د پاخه عمر کسانو په منځ کې، له یو بل سره ډېر ارتباط لري.»

څیړونکو په ۴۸ ایالتونو کې د رڼا اندازه په پام کې ونیوله او پر ګڼو کسانو یې څېړنې وکړې.

دوی ته څرګنده شوه چې ډېره رڼا د الزایمر ناروغۍ یو عامل دی خو نور فاکتورونه یا عوامل لکه د قند یا شکر ناروغي، لوړ فشار، سټروک او نور هم خپل اغېز لري.

ډېر کسان په تیاره کې له موبایل څخه د خواله رسنیو د لیدلو لپاره کار اخلي. په تیاره کې د ویډیوګانو او نورو مطالبو له لیدلو په دې خاطر هم ځان وساتئ چې سترګې مو کمزورې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...