Homeخبرونههاشمي: کابل کې د خاتم‌النبین پوهنتون جواز اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي...

هاشمي: کابل کې د خاتم‌النبین پوهنتون جواز اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي له امله لغوه شو

تاند/ چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۵مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي وايي، د د خاتم‌النبین پوهنتون جواز اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي له امله لغوه شو.

نوموړی زیاتوي چې، دا پرېکړه یې وروسته له هغې وکړه چې یاد پوهنتون د پالیسۍ خلاف کړنې کولې، اسلامي ارزښتونو ته یې سپکاوی درلود او د پوهنتون له نوم او مقام یې غلطه استفاده کوله.

هاشمي وايي، د ګڼو ناستو او خبرداریو سره سره د دغه پوهنتون رهبري له خپل دریځ شاته نه شول چې بلاخره دوی اړ شول، جواز یې لغوه کړي.

هغه زیاته کړه چې د دې پوهنتون محصلین به د سمسټرونو د بشپړولو لپاره د ځانګړې تخفیف سره نورو تخصصي پوهنتونونو ته ولېږدول شي.

د یاد پوهنتون مشرتابه تر اوسه د لوړو زده کړو وزارت د یادې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

خو بل لورته بیا د دې پرېکړې په اړه د نظر خاوندان وایي چې، د یوه پوهنتون د جواز لغوه کول باید د روښانه قانوني بنسټ، مستندو شواهدو او عادلانه اداري پروسې پر اساس ترسره شي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د سلګونو محصلینو د زده‌کړو راتلونکی ورسره تړاو لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...