شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرد رحمان بونیري شعر د فاروق سرور له ژباړې سره

د رحمان بونیري شعر د فاروق سرور له ژباړې سره

گلاب

دا ېو گلاب لکه ټپه لکه فولکلور د پښتو
دا ېو گلاب لکه احساس د زېري – زهن کې پروت
دا ېو گلاب لکه هنر- لکه آدا ده هنر
دا ېو گلاب لکه د دم او دمنتر – اثر ناک
دا ېو گلاب د مستۍ ډک لکه طاوس گډیږي
دا یو گلاب لکه رېښم شي – بند په بند ماتېږي
دا ېو گلاب لکه سندره ، مازيگر او خمار
دا یو گلاب لکه سپرلې ، لکه خوشبو دسپرلي
دا یو گلاب لکه کجل د بڼوجاښ کې پراته
دا یو گلاب لکه شين غاړي وي – لړۍ روانه
دا یو گلاب لکه هوسۍ په خوند خوند اخلي قدم
دا یو گلاب لکه ماشوم چې ناڅاپي وخاندي
دا یو گلاب لکه د مور په زړه کې پټه مينه
دا یو گلاب لکه ډیوټ کې چې ډیوه بلېږي
دا یو گلاب لکه ډولۍ د چا مئین روانه
دا یو گلاب لکه غمې د بدخشان روښانه
دا یو گلاب لکه منطق او دليل ماتې نه خوري
دا یو گلاب لکه د شال پيسکې، موکېش گلونه
خو دا گلاب چې د تخليق په کینوس نقش کړلوما
چرته نظره نه شي- مړاوی نه شي – و نه ریژي

Oh rose
You are a verse like folklore of my language
Resembling feelings of good news in my mind
Similar to spring and its smell
Akin to black powder of cosmetic in pretty eyes
Oh beautiful rose
You are a gorgeous necklace of a virgin girl
Oh lovely, you are a deer, walking slowly and slowly
Similar to smiling child
Like holy love in the heart of a mother
You are a lightning lamp
Like the marriage procession of a lover
Akin to the bright pearl of Badakhshan
Like a strong argument
Resembling flowers sparking on a shawl
But oh rose
When I painted you on a canvas
I’m afraid
You would be abused
And destroyed
By some evil eyes

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب