د ویلچیر بټن یې ټینګه کړه. د بوټونو د دوکان په منځ کې اړخ ته ودرید. په قفسچو کې ایښي بوټونه د کاڼو په څير کلک ورته ښکاره شول. سترګې یې د چت څراغونو ته ورپورته کړې، لکه ستوري چې د ورځې راختلي وي.
میرمنې یې لور ته بوټونه ورپه پښو کړل، نجلۍ هندارې ته په اړخ ودریده. رامنډه یې کړه، ده ته یې وویل:
-بابا کرمیچ څرنګه ښکارې؟
-ډير ښایسته دي
نجلۍ بیرته مور ته ورغله بوټ یې وایستل، هغې یې پیسې ورکړې.
له دوکانه چې راووتل. نجلۍ د بوټونو ډبی پرانیست، یو بوټ یې راوایست، وموسیده، سر یې وخوځاوه:
-بابا تا څه وانخیستل؟!
پلار یې د خپلې قطع شوې پښې په ورانه لاس کیښود:
-لورې یو بوټ کله خرڅوي
د نجلۍ له لاسه د بوټونو ډبی ولوید، سړي د ویلچیر بټن تیزه کړه. په پلې لاره کې بیروبار و، تیز نه شوای تلی.
پای
ډېره دړد منه وه, پسرلی صاحب.!