پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد کندهار برید د یوه سرتېرې او ۴ بریدګرو په وژل کېدو...

د کندهار برید د یوه سرتېرې او ۴ بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد

تاند(شنبه، د جدي ۲۷) د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د ملي امنیت پر ورکشاپ د نن ورځې موټربم او ډله‌ییز برید پای ته رسېدلی څلور بریدګر وژل شوي، او د ملي امنیت یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د کندهار ولایت د امنیت امر جنرال فرید مشعل له رسینو سره په خبرو کې ویلي،  دغه برید نن سهار اووه بجې هوایي ډګر ته څېرمه دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت د وسایطو پر مرکز وشو چې لومړی موتربم برید وشو او وروسته جګړه پیل شوه.

د هغه په خبره، دغه برید نن له غرمې وروسته پای ته ورسېد او په وینا یې امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې څلور ځانمرګي برید ګر ووژني او برید پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړه، په دې برید کې یو د ملي امنیت سرتېری وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

د یاد برید مسوولیت تراوسه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب