دوشنبه, مې 20, 2024
Home+سون تزو د پوځ د غوره مشرتابه په باب وايي| جنرال دولت...

سون تزو د پوځ د غوره مشرتابه په باب وايي| جنرال دولت وزیري

په ډیر شمیر مورخين په دې اند دي چې چینايي پوځي مشر او فیلسوف سون تزو (Sun Tzu) له میلاده مخکي په شپږمه پېړۍ کې د «شي» دولت له اوسيدونکو څخه و.

 نوموړی هغه وخت ډېر مشهور شو، کله يې چې د وسله والو ځواکونو د جوړښت او په جګړه کې د ځواکونو د ښه استعمال په هکله يې د «جګړې هنر» په نامه اثر وليکه او بیا يې د هغه مهال د «وو » حکومت واکمن «هولو» ته ډالۍ کړ.

واکمن له سون تزو څخه د مننې تر څنګ پوښتنه وکړه چې ایا د خپل اثر په هکله د لښکر د حرکاتو په واسطه ننداره وړاندې کولای شي او بیا چې دغه لښکر  له ښځو جوړ شوی وي؟ د سون تزو د هو ځواب وروسته واکمن ۱۸ ښکلې ښځې ده ته ور ولېږلې.

سون تزو له دې شمېر ښځو څخه دوه ډلګۍ یا ډلې جوړې کړې او د هغه مهال د وسلو په هکله يې لازمه لارښوونې او زده کړې ورکړې. د دې تر څنګ يې ورته د جمع نظام حرکات «شئ ګرځ، کیڼ ګرځ، شا ګرځ او نور» هم ور زده کړل.

له بشپړو زده کړو وروسته سون تزو واکمن او نور چارواکي د نندارې د لیدلو له پاره را وغوښتل. نوموړي ښځو ته وویل چې اوس مو پوره زده کړې کړې دي او ازموینه مو هم په ښو نومرو پای ته رسولې ده، اوس به زه قومانده درکوم او تاسو به يې اجرا کوئ.

سون تزو تر لازمو لارښوونو وروسته ښځو ته قومانده ورکړه چې« شئ ګرځ» ښځو د دې پر ځای چې «شئ ګرځ» وکړي، دوی ټولو په ده وخندل.

 سون تزو بیا همدغه لارښوونې ورته تکرار کړې او بیا يې قومانده ورکړه چې «کیڼ ګرځ» ښځو بيا د تېر په څېر پر ده وخندل.

 نوموړي د درېیم ځل لپاره دوی ته بیا لازمې لارښوونې وکړې او بیا يې قومانده ورکړه چې «شا ګرځ» هغوی بیا د ده قوماندې ته اهمیت ور نه کړ او پر ده يې بيا وخندل، ځکه چې دوی ټولې ته ډېرې نږدې وې.

سون تزو د دواړو ډلګیو پر قوماندانانو چې واکمن ته له هر چا ګرانې او ډېرې نږدې وې د اعدام امر وکړ.

کله چې پاچا «واکمن» د خپلو ګرانو معشوقو په غاړه کې رسۍ ولیدې سون تزو ته يې ليک ولېږه او د دوی د نه اعدامولو هیله يې ځنې وکړه. سون تزو واکمن ته ولیکل:

«تاسو ما ته د پوځ د جوړولو امر کړی دی، په دې لاره کې هېڅ بل امر ما د پوځ له جوړولو او د دوی له اعدامولو نه شئ را ګرځولای.»

رسۍ يې کش کړې او د دې دواړو تر اعدامولو وروسته يې بیا له سره خپلې لارښوونې پاتې ښځو ته تکرار کړې او بیا يې قومانده ورکړه چې «شئ ګرځ، کیڼ ګرځ او شا ګرځ» ښځو په ډېر ښه شکل قوماندې تر سره کړې. له دې وروسته سون تزو د خپل اثر د جګړې هنر له مخې د پوځ پر جوړولو پيل وکړ.

کله چی سون تزو یو غښتلی پوځ جوړ کړ، واکمن ته يې احوال ولېږه چې پوځ د واکمن لیدلو ته چمتو دی او ورته يې وليکل اوس دغه پوځ کولای شي چې د واکمن په امر اوبو او اور ته بې له ځنډه ځان واچوي.

پاچا بېرته احوال ورکړ او ور ته يې وليکل:

«جنرال سون تزو کولای شي چې خپل استوګنځي ته لاړ شي او ارام وکړي، زه د پوځ د معاينې لېواله نه یم.»

سون تزو وویل:

«پاچا په تشو او غولوونکو خبرو خوشحالېږي، خو د عملي کولو توان يې نه لري.»

وروسته له دې د واکمن هولو په امر د پوځ مشر جنرال سون تزو وټاکل شو او ده ډېرې برياوې د واکمن په برخه کړې.

لنډه دا چې واکمن ته په کار ده، چې لومړی اقلا د جګړې هنر په هکله معلومات ولري او له دې سره د پوځ چارې هغه چا ته وسپاري چې په پوځي هنر پوه او ملي ګټو ته وفادار او د يوه با ډسپلينه پوځ په جوړولو کې له هېڅ ډول هلو ځلو څخه دریغ ونه کړي.

هر ټټو او کدو د پوځ مشري نه شي تر سره کولای. په خپله واکمن ته په کار ده چې د پوځ چارې تل له نږدې وڅاری او بشپړ پاملرنه ورته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب