جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د پنټاګون پرېکړه وستایله

طالبانو د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د پنټاګون پرېکړه وستایله

تاند(شنبه، د جدي ۲۷) وروسته تر هغه چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وویل چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر تر ټولو کمې کچې ته راټیټ کړی دی، طالبانو یې دا پرېکړه ستایلې او د امریکا او طالبانو د هوکړې مطابق یې دا اقدام یو غوره او پر ځای ګام بللی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، بې له شکه د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې توافقنامې عملي کیدل د دواړو هیوادونو او ملتونو په ګټه دي.

هغه ټینګار کړی دی چې دوی له خپل اړخه پوره ډاډ ورکوي چې په شوې هوکړه کې کړيو وعدو ته به ژمن پاتې کېږي او له مقابل لوري هم ورته تمه او غوښتنه لري.

بل خوا د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په يوه مرکه کې ويلي وه، چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتو ته شېبې شماري او غواړي چې په زور حکومت ونیسي.

محب وایي، چې که د سولې خبرې ناکامې شي، دولت له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی.

نوموړی وايي تر دې دمه، چې روان حالت څاري، طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په دې فکر کې دي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی ته په زور د حکومت نیولو موکه تر لاسه شي خو دا ناممکنه ده. ‏

د ملي امنیت سلاکار دغه راز وايي، چې د افغان ولس او افغانستان پر وړاندې یو ځل بیا د اتیاومو، کلونو تاریخ او بې نظمي به تکرار نشي او له ټولو ستونزو سره سره د نظام د تقویت لپاره کار کوي.

محب داسې مهال دا څرګندونې کوي چې امريکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړ.

تېره ورځ د امریکا د دفاع وزارت وویل چې په افغانستان کې يې د سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړ.

د امریکا د دفاع وزارت زیاته کړې وه چې د سرتېرو کمول دا ښکاره کوي چې امریکا غواړي په افغانستان کې جګړه ختمه کړي.

سپینې ماڼۍ هم په یوې اعلامیې کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خولې ویلي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې په لومړي ځل افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمېر تر ټولو ټېټې اندازې ته راښکته شوی دی.

خو په اعلامیې کې دا خبره هم شوې ده چې د ۲۰۲۱ د مې تر میاشتې پورې د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو خبره مشروطه ده.

اعلاميه کې ويل شوي چې ټولې غاړې بايد د سولې پرمختګ ته ژمنې وي.

په ټولنیزو رسنیو کې د امریکایي ځواکونو د کمولو خبره بیلا بیل غبرګونونه له ځان سره لري ځینې دا کار ستایي خو ځینې بیا ویره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب