دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د راشد خان نشتون کې سټرايکرز لوبډلې په ستر توپير ماتې وخوړه

د راشد خان نشتون کې سټرايکرز لوبډلې په ستر توپير ماتې وخوړه

تاند ( شنبه، د جدي ۲۷)د بېګ باش ليګ په ۴٠ مه لوبه کې د افغان لوبغاړي راشد خان په نشتون کې اډلايډ سټرايکرز له ميلبورن سټارز څخه ١١١ منډو په توپير ماتې ومنله.

ياده سيالۍ کې لومړی توپوهنه ميلبور لوبډلې وکړه چې د فليچر د چټکو ٨٩ ناسوځېدلو منډو پرمټ يې سټرایکرز لوبډلې ته د ١٧٩ منډو هدف وټاکه.

د ملبورن له لوري ورکړل شوی هدف سټرايکرز پوره نشو کړای.

مقابلې لوبډلې یواځې ۶۸ منډې تر سره کړې او د افغان لوبغاړي لوبغاړي راشد خان په نشتون کې يې په ستر توپير ١١ ماتې وخوړه.

توپ اچونه کې ملبورن لوبډلې لپاره ورو توپ اچوونکي ځمپا ۵ او افغان ورو توپ اچوونکي ظاهرخان بيا ٢ وېکټې ترلاسه کړې.

د يادې لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ويسټ انډيزي فليچر ته ورکړل شوه.

نوموړي په توپوهنه کې چټکې ٨٩ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب