ما شاید دا خبره بار بار کړي وي چې په معاصرو شاعرانو کې مصطفی سالک له یوازینیو هغو شاعرانو دی چې د کمیت په لحاظ یې کمه شاعري، خو له کیفي اړخه یې بیا تر ډېرو اوچته شاعري کړې ده.
د استاد پسرلي په قول چې سالک په شعر کې: شيانو ته تشخص ورکوي. بې روحه شيان ژوندي او د شعور او احساس خاوندان کړي او ډېر ذهني حقايق له حسي شيانو سره ماهرانه غاړه غړۍ کړي او له دواړو يو ګډ تصوير وباسي.
د نوموړي د شاعرۍ یو ځانګړی کمال دا هم دی چې د نورو شاعرانو کليشه اي اصطلاح الهام ته نه دی ناست، بلکې په هر شعر کې یې پوخ او قوي ریاضت سترګکونه وهي.
راځو دلته د سالک صاحب د “ژوند” تر عنوان لاندې نظم شنو او د ژوند مانا ترې راوباسو:
ژوند
ژوندون څه دی؟
جوړول او ماتول دي
یوه لنډه سلسله ده
په بانه یې اوږدول دي
ژوند یو خوب و، ګرځېده به
د عدم په حافظه کې
لکه وخت چې راحصار شي
د صنم په حافظه کې
ژوند یو ستوری د رڼا دی
ژوند په مثل لکه ګل دی
د يو حسن تخیل دی
ژوند د حسن عبادت دی
رنګ و نور یو ځای کول دي
اسماني د روح کتاب ته
د طاووس بڼه کتل دي
سترګې وغړوه ژوند خو
د نظر یو پېغلتوب دی
کاینات پرې مسخر کړه
دا د مینې لېونتوب دی
سرګردانه لارويه!
ژوند خو لارې جوړول دي
یوه لویه ننداره ده
د فطرت په سيل وتل دي
ژوند امید د یوه ستوري
چې د یار د سترګو نور شي
ژوند یوه هڅه ده د کاڼي
چې جلوه د کوه طور شي
ژوند رڼا د چا د سترګو
په رنګونو کې مزل دی
د خوبونو له اسمانه
ورېدلی یو غزل دی
د رازق فهیم قول دی چې: ژوند ته باید په عادي نظر ونه کتل شي، ځکه عادي نظر لوی ادبيات منځته نه شي راوړی.
استاد سالک نه یوازې په دې نظم کې د ژوند مانا او ارزښت عادي نه دي انځور کړي، بلکې د جبران دا فلسفي پوښتنه يې هم له څو اړخونو ځواب کړې چې: دا ژوند څه دی چې یوه ورځ د ملګري په څېر درغاړې وځي او دوهمه ورځ مو د دښمن په څېر پر دا مخ په څپېړو وهي؟
نظم له لومړي سره ژوند د متضادو کړنو یو تسلسل بولي او دا وایي چې ژوند یوازې د پایلو نوم نه دی، ژوند یو پرلپسې بهیر دی. موږ جوړول کوو، ورانول کوو، خو بیا هم هڅه کوو دا لړۍ دوامداره وساتو او همدا تلاش و هڅه او همدا لاره خپله ژوند دی.
دا نظم راښیي چې ژوند خوب غوندې دی چې د عدم په حافظه کې ځي و راځي. مطلب دا چې ژوند ثابت نه دی. ژوند د هستۍ و عدم ترمنځ يو نازک عبور او اوښتون دی.
په دې نظم کې ژوند له مختلفو خو ښکلو څیزونو لکه: ښکلا، رڼا، ګل، حسن، عبادت او عشق سره هم تشبېه شوی او دا تشبېهات ښيي چې ژوند تنها میټافزیکل موجودیت نه دی، له دې ورهاخوا يې له تصوف و عرفان، ښایست، مینې او عشق سره هم عميق تعلقات شته.
دا نظم ژوند د طبیعت یوه داسې لویه ننداره هم ښيي چې د فطرت له پراخوالي او ښکلا څخه خړوبېږي، یعنې ژوند د الله تعالی په کایناتو کې سفر او فکر ته هم وايي.
همداراز ژوند په دې نظم کې یوه داسې هیله او امید دی چې د یار د سترګو په رڼا بدله شي. ژوند یوه داسې هڅه ده چې د لوی رب سره په عشق او راز و نیاز کې د کوه طور د جلوې په شان وپړقېږي. خلاصه دا چې ژوند منزل ته د رسېدو لپاره تلاش دی، خو که مقصد او هدف نه وي، هڅه او تلاش هم بې مانا خېژي.
د نظم پای راته وايي چې ژوند هر انسان ته په خپل مسلک کې ماناداره کېږي. شاعر چې ټول سر و کار یې له خلوت، خیال، ښکلا او فکر سره وي، ژوند ورته شعر، شعر او شعر ښکاري.
ژوند رڼا د چا د سترګو
په رنګونو کې مزل دی
د خوبونو له اسمانه
ورېدلی یو غزل دی